د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

د بشري حقونو څار ډله: پاکستان د افغان کډوالو نیول او ایستل ګړندي کړي

22 اپریل 2026
د بشري حقونو څار ډله: پاکستان د افغان کډوالو نیول او ایستل ګړندي کړي

عکس: Abdul Basil / AFP via Getty Images, via Human Rights Watch

د بشري حقونو څار ډله وايي، د پاکستان او طالبانو تر منځ تازه جګړو په ترڅ کې، دغه هېواد د افغان کډوالو خپل سرې نیونې او جبري ایستل ګړندي کړي دي.

رخشانه: دې بنسټ نن (چهارشنبې د غوايي ۲ مه) په یوه اعلامیه کې لیکلي، د پاکستاني پولیسو عملیات د دې لامل شوي، چې زرګونه افغان کډوال، له هغې جملې ماشومان روغتیايي خدماتو، زده کړې او نور اساسي خدماتو ته د لاسرسي برخه کې له جدي ستونزو سره مخ شي.
د بشري حقونو څار ډلې د آسیايي څانګې څېړونکې فرشته عباسي ويي، پاکستاني چاروکو، د دې پر ځای چې له افغان کډوالو سره د اړمنو د ملاتړ کوونکو په توګه نېک چلندو وکړي، د هغوی تر منځ یې وېره خوره کړې ده.
هغې زیاته کړې: «د پولیسو ناوړه چلندونه، کډوال دې ته اړ باسي چې له خوړو او روغتیايي خدماتو ډډه وکړي. افغانستان ته په پراخه توګه د هغوی ایستل، ښايي د دې سبب شي، چې هغوی له ځورولو او لا بدو شرایطو سره مخ شي.»

د بشري حقونو څار ډلې لیکلي، د طالبانو او پاکستان تر منځ د جګړو سختېدو سره، د ۲۰۲۶ له فبرورۍ میاشتې راهیسې، پاکستان پولیسو د افغان کډوالو د نیولو او ایستلو لړۍ په څو ښارونو کې پراخه کړې او د کور په کور تلاشیو، د شپې پلټنو او له حکم پرته نیونو یې لاس پورې کړی دی.

د دې بنسټ په وینا، پاکستاني پولیس ان د باوري وېزو لرونکي ګډوال هم د اسناد نه لرونکو کسانو سره یو ځای نیولي دي.

د بشري حقونو څار ډلې زیاته کړې، یوازې په ۲۰۲۶ کال کې له ۱۴۶ زره زیات افغان کډوال له پاکستانه ایستل شوي او دا شمېره د اپرېل میاشتې له لومړیو زیاته شوې ده.

دې بنسټ ټینګار کړي، چې ډېری ګډوال له هغې جملې خبریالان، د بشري حقونو مدافعین او مدني فعالان، په مخکي دولت کې د خپل تېر فعالیت او پر طالبانو د نیوکو له امله، ښايي افغانستان ته د تګ په صورت کې له جدي ګواښ سره مخ شي.

د بې پولې خبریالانو سازمان هم راپور ورکړیو چې د ۲۰۲۶ کال له پیل راهیسې پاکستانی پولیسو لږ تر لږه ۹ تنه افغان خبریالان، چې ځینو یې معتبرې وېزې هم درلودې، په اجباري توګه افغانستان ته ستانه کړي دي.

د بشري حقونو څار ډلې همدارنګه ویلي، پاکستان کې افغان کډوال نه شي کولی، له باوري وېزو لرلو پرته، روغتیايي مرکزونو او خدماتو ته لاسرسی ولري.

د دې بنسټ په وینا، له نیولو وېره د دې لامل شوې، چې کورنۍ روغتیايي خدماتو ته له ورتګه ډډه وکړي او دې وضعیت د هغوی بدني او رواني روغتیا لا خرابه کړې ده.

د بشري حقونو څار ډلې زیاته کړې، ډېری افغان کورنۍ د نیولو څخه د مخینوي په موخه، خپل ماشومانو په کورونو کې ایسار کړي دي.
د افغان کډوالو د نیولو او ایستلو لړۍ د ۲۰۲۵ میلادي کال د اکتوبر میاشتې په منځ کې د پاکستان او طالبانو د جګړو تر سختېدو وروسته، ګړندۍ شوې ده.

د بشري حقونو څار ډلې ویلي، ځینې ایستل شوې کورنۍ، چې د پولې په اوږدو کې د افغانستان د ننه په پنډغالو کې مېشت شوې، په سختو شرایطو کې ژوند کوي. خواړه، روغتیايي خدمات او سرپناه هلته محدوده ده. ښخې او نجونې د تګ راتګ په برخه کې له سختو محدودیتونو سره مخ دي.

دې بنسټ ویلي، د ۲۰۲۳ کال په اکتوبر میاشت کې د ایستلو څپه د دې لامل شوې، چې ۵.۴ میلیونه افغان وګړي له ایران او پاکستان څخه افغانستان ته ستانه کړي.

د بشري حقونو څار ډلې زیاته کړې، د پاکستان له لوري د افغان کډوالو په زور ایستل او ستانه کول، ښايي د ملګرو ملتونو د نه ربړونې کنوانسیون او همدارنګه د نړیوال قانون دودیزه اصل چې «د کډوالو په زور ستنول» یې منع کړي، د دغه هېواد له کړو ژمنو سرغړونه وي.

په دې اړه نور ولولئ...

ننګرهار کې دوه ماشومان د اوبو ذخیرې ته لوېدلي او مړه شوي

طالبانو تخار کې یوه ښځینه شاعره نیولې او زنداني کړې

د بشري حقونو د څار ډلې د آسیايي څانګې څېړونکې فرشته عباسي وايي، «پاکستان باید د خپلو پولیسو د ناوړه چلندونو په وړاندې اقدام وکړي او سمدستي د افغان کدوالو په زور ایستلو لړۍ ودروي.

هغې زیاته کړې: «ټول دولتونه هم باید په دې اړه خپلې اندېښنې د پاکستان له دولت سره مطرح کړي او همدارنګه په افغنستان کې د بشري حقونو دوامداره سرغړونې وغندي.

اړوندې لیکنې

طالبان: په ټولنیزو شبکو په ناسمو خبرونو باور کول «لویه ګناه» ده
خبر

طالبان: په ټولنیزو شبکو په ناسمو خبرونو باور کول «لویه ګناه» ده

1 اکتوبر 2026
د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه
خبر

د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه

1 اکتوبر 2026
د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله
خبر

د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله

30 سپتمبر 2026
ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل
خبر

ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل

30 سپتمبر 2026
د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه
خبر

د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه

29 سپتمبر 2026
ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي
خبر

ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي

29 سپتمبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه