د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

ژیل برتران د ښځو او نجونو په وړاندې د طالبانو د محدودیتونو پر دوام اندېښنه وښوده

23 اپریل 2026
ژیل برتران د ښځو او نجونو په وړاندې د طالبانو د محدودیتونو پر دوام اندېښنه وښوده

عکس: European Union

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي ژیل برتران، کابل ته د خپل پنځه ورځني سفر په پای او له طالب چارواکو سره تر لیدونو وروسته، د دې ډلې له خوا په هېواد کې، د ښځو او نجونو په وړاندې د دې ډلې د محدودیتونو پر دوام اندېښنه وښوده.

رخشانه: افغانستان کې د اروپايي ټولنې استازولۍ پرون ناوخته (چهارشنبې د غوايي ۲ مه) په یوه اعلامیه کې لیکلي، برتران په دې سفر کې له طالب چارواکو، ملګرو ملتونو او نورو ټولو سازمانو له استازو، د افغانستان او غیر دولتي سازمانونو له مدني فعالانو سره کتنې او د نظر تبادلې درلودې.

د اروپايي ټولنې استازولۍ په اعلامیه کې راغلي، ځانګړي استازي یو ځل بیا پر ښځو او نجونو د لګولو شویو محدودیتونو، له هغې جملې زده کړو، کار او عمومي ژوند ته د لاسرسي په محدودیت د اروپايي ټولنې سخته اندېښنه تکرار کړه.

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي، دغه محدودیتونه د نړیوالو بشري حقونو او د افغانستان د نړیوالو ژمنو د معیارونو څخه جدي سرغړونه وبلله.

هغه د افغانستان په ټولنه او اقتصاد د ښځو او نجونو په وړاندې د طالبانو د اوږد مهاله او ویجاړونکو محدودیتونو د پایلو په اړه خبرداری ورکړی وايي، د [دې محدودیتونو] جبران به نسلونه وخت ونیسي.

ژیل برتران زیاته کړې، افغانستان یوازینی هېواد دی، چې په کې له شپږم ټولګي بره نجونې له زده کړو بندې شوې دي.

په دې اړه نور ولولئ...

تخار کې د یوه ماشوم هلک جسد موندل شوی دی

افغانستان کې د پولیو مثبتې پېښې ۳۶ مورده ته رسېدلې دي

هغه پر دوام خبرداری ورکړ، چې د افغان ښځو او نجونو د زده کړې په وړاندې د طالبانو محدودیتونه د اړیکو عادي کولو په برخه کې لوی خنډ دی.

نوموړي همدارنګه ټینګار کړی، چې مرستې باید د یوې اصولي کړنلارې پر بنسټ چمتو کېږي، چې ډاډ ورکوي، ښخې هم د اصلي تر لاسه کوونکو په توګه او هم د مرستو په پلي کولو کې رول ولري.

برتران ژمنه وکړه، چې د بې ځایه شویو وګړو د روغتیا، زده کړې، زغم او ژوند برخو کې به د اروپايي ټولنې ملاتړ دوام ولري.

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي له ایران او پاکستان نه د افغان کډوالو د راستنېدو په اړه هم خبرې او ټینګار وکړ، چې دا ستنېدنه باید خوندي، په عزت او منظمه وي.

اړوندې لیکنې

ایران کې یوه افغان وګړي خپله ۱۵ کلنه مېرمن وژلې ده
خبر

ایران کې یوه افغان وګړي خپله ۱۵ کلنه مېرمن وژلې ده

13 اکتوبر 2026
د هزاره ټولنې ځینو فعالانو غوښتني، چې د «مهر دسمال» ډیزان دې د یوه مهشور برانډ شرکت له خوا په رسمیت وپېژندل شي
خبر

د هزاره ټولنې ځینو فعالانو غوښتني، چې د «مهر دسمال» ډیزان دې د یوه مهشور برانډ شرکت له خوا په رسمیت وپېژندل شي

12 اکتوبر 2026
ربابه محمدي کاناډا کې د «کال غوره هنرمندې» جایزه وګټله
خبر

ربابه محمدي کاناډا کې د «کال غوره هنرمندې» جایزه وګټله

12 اکتوبر 2026
یونیسف: له هرو دو افغان نجونو یوه یې ۱۸ کلنۍ ته تر رسېدو وړاندې واده کوي
خبر

یونیسف: له هرو دو افغان نجونو یوه یې ۱۸ کلنۍ ته تر رسېدو وړاندې واده کوي

11 اکتوبر 2026
یونسکو: له وخته مخکې واده او امیندواري د نجونو د زده کړو په وړاندې لوی خنډ دی
خبر

یونسکو: له وخته مخکې واده او امیندواري د نجونو د زده کړو په وړاندې لوی خنډ دی

11 اکتوبر 2026
ملګري ملتونه: نړۍ کې له هرو ۸ نجونو یوې یې له ۱۸ کلنۍ وړاندې تجاوز یا جنسي تېری تجربه کړی
خبر

ملګري ملتونه: نړۍ کې له هرو ۸ نجونو یوې یې له ۱۸ کلنۍ وړاندې تجاوز یا جنسي تېری تجربه کړی

11 اکتوبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه