د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

یوناما: څلور نیم کاله تېر او د افغان نجونو یو نسل لا هم ښوونځي ته له تګه محروم دی

23 اپریل 2026
یوناما: څلور نیم کاله تېر او د افغان نجونو یو نسل لا هم ښوونځي ته له تګه محروم دی

عکس: ارسالی به رسانه رخشانه

د ملګرو ملتونو سازمان (یوناما) افغانستان کې د نجونو پر زده کړې د طالبانو له خوا د لګول شوي محدودیت څلورنیم کلونو تېرېدو ته په اشارې ویلي، د افغان نجونو یو نسل لا هم ښوونځي ته له تګه بې برخې دی.

رخشانه: دې بنسټ نن (پنشنبې د غوايي ۳ مه) د نجونو د معلوماتو او اړیکو مهارتونو د نړیوالې ورځې په مناسبت، په خپله اېکس پاڼه د یوه پوسټ په خپرولو سره، د افغان نجونو په وړاندې د زده کړې د محدودیتونو لغوه کولو غوښتنه کړې ده.

یوناما لیکلي دي، «زده کړې په ځانګړې توګه د معلوماتو او ټکنالوژۍ په برخه کې، د کار تر لاسه کولو، نوښتونو او باثباته افغانستان تر لاسه کولو کیلي ده.»

د ملګرو ملتونو عملي، کلتوري او ښوونیز سازمان (یونسکو) هم نن سهار په خپله اېکس پاڼه د یوه پوسټ په خپرولو سره لیکلي، نجونې یو ځل بیا د ریاضیاتو په برخه کې د شا تګ په حال کې دي.

یونسکو د معلوماتو او مخابراتي ټکنالوژۍ په نړیواله ورځ، د نجونو د وړتیاوو د بشپړ درک لپاره د بېړني اقدام پر اهمیت ټينګار کړی دی.
د معلوماتو او اړیکو د مهارتونو برخه کې د نجونو نړیواله ورځ یوه نړیواله پېښه ده، چې هر کال د «مهارتونو حوزې ته د داخلېدو، د ICT معلوماتو او اړیکو سکتور کې د کاري فرستونو په اړه د پوهاوي برخو کې د ځوانو ښځو او نجونو د هڅونې او د ټیکنالوژۍ په برخه کې د جنسیتي تشې کمولو» په موخه جوړېږي.

په دې اړه نور ولولئ...

ننګرهار کې دوه ماشومان د اوبو ذخیرې ته لوېدلي او مړه شوي

طالبانو تخار کې یوه ښځینه شاعره نیولې او زنداني کړې

دا ورځ په نړۍ کې په داسې حال کې لمانځل کېږي، چې افغان ښځې او نجونې د نورو محدودیتونو سربېره، له تېرو څلورنیمو کلونو راهیسې د طالبانو د محدودیتونو له امله، له زده کړو او تحصیل څخه بې برخې دي.

اړوندې لیکنې

طالبان: په ټولنیزو شبکو په ناسمو خبرونو باور کول «لویه ګناه» ده
خبر

طالبان: په ټولنیزو شبکو په ناسمو خبرونو باور کول «لویه ګناه» ده

1 اکتوبر 2026
د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه
خبر

د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه

1 اکتوبر 2026
د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله
خبر

د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله

30 سپتمبر 2026
ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل
خبر

ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل

30 سپتمبر 2026
د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه
خبر

د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه

29 سپتمبر 2026
ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي
خبر

ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي

29 سپتمبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه