د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

هرات کې یوه ښځه د «رسۍ لوبې» په دلیل د مېړه له خوا وژل شوې

23 اپریل 2026
هرات کې یوه ښځه د «رسۍ لوبې» په دلیل د مېړه له خوا وژل شوې

عکس: رسانه رخشانه

هرات کې سیمه ییزې سرچینې وايي، د دې ولایت «ګذره» ولسوالۍ کې، یوه ښځه د «رسۍ لوبې» په دلیل د خپل مېړه له خوا په بې رحمه ډول وژل شوې ده.

رخشانه: ګذره ولسوالۍ کې لږ تر لږه درې سرچینو رخشانې رسنۍ ته تایید کړې، چې دا پېښه د (وري په ۲۰ مه) نېټه، د دې ولسوالۍ په «ده تپه» کلي کې رامنځ ته شوې ده.

د سرچینو په وینا، دې ښځې شاوخوا ۲۵ کاله عمر درلود او د «کور په انګړ کې د رسۍ لوبې» په دلیل د خپل خاوند له خوا وژل شوې ده.

یوې سرچینې د هویت پټ ساتلو سره رخشانې رسنۍ ته ویلي، دا ښځه په ډېر بې رحمه ډول وژل شوې او بدن یې ټوټې ټوټې کړای شوی دی.

سرچینې زیاته کړې، د دې ښځې مېړه له پېښې وروسته له سیمې تېښته کړې ده.

تر اوسه هرات کې سیمه ییز طالب چارواکو په دې اړه نظر نه دی څرګند کړی. طالبان تر ډېره د ښځو او نجونو د ځانوژنې او وژل کېدو پېښې نه رسنیزې کوي.

دا پېښه په داسې حال کې رامنځ ته کېږي، چې په هېواد کې د ښځو په وړاندې د کورني تاوتریخوالي د دوام په اړه اندېښنې مطرح دي.

په دې اړه نور ولولئ...

ننګرهار کې دوه ماشومان د اوبو ذخیرې ته لوېدلي او مړه شوي

طالبانو تخار کې یوه ښځینه شاعره نیولې او زنداني کړې

د روانې اوونۍ د یکشنبې په ورځ هم د جوزجان ولایت مرکز شبرغان ښار کې یوه ښځه «له بل سره سره د نامشروع اړیکې په تور» د مېړه له خوا وژل شوې وه.

د ۲۰۲۱ اګست کې د طالبانو تر بیا واک ته رسېدو وروسته، د ښځو او نجونو د ځانوژنې او وژل کېدو پېښې بې مخینې زیاتې شوې دي.

هر کال په هېواد کې لسګونه ښځې او نجونې د هغه څه په دلیل چې «ناموسي مسایل» ورته ويل کېږي، د خپلو خپلوانو او کورنیو د غړو له خوا وژل کېږي.

اړوندې لیکنې

طالبان: په ټولنیزو شبکو په ناسمو خبرونو باور کول «لویه ګناه» ده
خبر

طالبان: په ټولنیزو شبکو په ناسمو خبرونو باور کول «لویه ګناه» ده

1 اکتوبر 2026
د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه
خبر

د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه

1 اکتوبر 2026
د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله
خبر

د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله

30 سپتمبر 2026
ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل
خبر

ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل

30 سپتمبر 2026
د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه
خبر

د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه

29 سپتمبر 2026
ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي
خبر

ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي

29 سپتمبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه