د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

د افغانستان د ځوابوینې څارډله: له طالب چارواکو د اروپايي ټولنې کوربه توب له بشري حقونو منظمه سرغړونه ده

25 اپریل 2026
د افغانستان د ځوابوینې څارډله: له طالب چارواکو د اروپايي ټولنې کوربه توب له بشري حقونو منظمه سرغړونه ده

عکس: شبکه های اجتماعی

د « افغانستان د ځوابوینې څارډلې AWA» سازمان ویلي، د افغان کډوالو د ایستلو په اړه د خبرو لپاره، له طالب چارواکو د اروپايي ټولنې کوربه توب د بشري په ځانګړې توګه د ښځو له حقونو منظمه سرغړونه ده.

رخشانه: دې سازمان په یوه بیانیه کې لیکلي، طالبان د نړیوالو حقونو په تړاو د افغانستان ژمنو ته درناوی نه کوي او له دې ډلې کوربه توب «له افغانستان سره د اروپايي ټولنې د تعامل له معیارونو سره په ټکر کې دي.»

یاد سازمان زیاته کړې، بروکسل کې له طالبانو سره تعامل به یوازې د دې ډلې په ګټه وي او د کورني مشروعیت، له پولو هاخوا خوځښتونو او په ټول کې د افغانانو په وړاندې د نورو محدودیتونو لګولو امکان به د هغوی لپاره لا پیاوړی کړي.

هغوی د افغان کډوالو د ایستلو په تړاو د خبرو لپاره د طالب چارواکو په کوربه توب اندېښنه څرګنده کړې وايي، «د تخنیکي ټیم په نوم باید د دې رژیم د عادي کولو لپاره د دیپلوماتیک پوښښ په توګه ونه کارول شي.»

اعلامیه کې راغلي، د طالبانو تر واک لاندې افغانستان ته د افغان کډوالو ستنول به، هغوی د بشري حقونو له جدي سرغړونو له هغې جملې، خپل سرو نیونو، ربړونې، مرګ او ورکېدو له ګواښ سره مخ کړي.

د افغانستان د ځوابوینې څارډلې ویلي چې «د افغان کډوالو د ایستلو لپاره د اروپايي هېوادونو د هڅو زیاتوالی، د کډوالو د نړیوال قانون، د اروپايي ټولنې د بنسټیزو حقونو د منشور او د بشري حقونو په اړه د اروپايي ټولنې کنوانسیون څخه، کوم چې هېوادونه په کلکه د هغو وګړو، چې له ګواښ سره مخ دي د ستنولو یا ایستلو څخه راګرځوي، سرغړونه ده.»

دې بنسټ له اروپايي ټولنې غوښتي، چې ژر تر ژره د افغان کډوالو د ایستلو په تړاو د طالب چارواکو رابلل لغوه کړي او څرګنده کړي، چې اروپايي ټولنه له نړیوالو بشري حقونو د سرغړونې په غندنه کې انتخابي عمل نه کوي.

دغه راز یاد بنسټ له اروپايي ټولنې غوښتي، چې پر طالبانو د اروپايي شورا او امنیت شورا لګول شوي بندیزونه وڅاري او له طالبانو سره د بې قید و شرط تعاملاتو څخه لاس په سر شي.

دې سازمانو د طالبانو تر واک لاندې افغانستان ته د کډوالو ستنولو درېدو غوښتنې کړې وايي، «د افغان کډوالو او پناه غوښتونکو لپاره قانوني او خوندي لارې له هغې جملې د بیا مېشتېدنې او بشر دوستانه وېزو د ورکړې لارې پیاوړې» شي.

د افغانستان د ځوابوینې څارډلې له اروپايي ټولنې غوښتي، چې د یوه دولت د رامنځ ته کولو لپاره د افغان وګړو له مبارزو ملاتړ وکړي او ډاډ تر لاسه کړي، چې د افغانستان اړوند د دوی ټول اقدامات او سیاسیتونه د نړیوالو بشري حقونو او د پناه غوښتونکو له حقونو سره همغږي پاتېږي.

په دې اړه نور ولولئ...

کرزي د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونو د پرانستو غوښتنه وکړه

شبانه راسخ: د افغان ښځو د تحصیلي بورسیو لپاره مې ۲.۵ میلیون ډالره ځانګړي کړي

په دې وروستیو کې د افغان کډوالو د ایستلو په تړاو له طالب چارواکو سره د خبرو لپاره د اروپايي ټولنې د کوربه توب په اړه راپورونه خپاره شوي، چې د بشري حقونو د بنسټونو اندېښنې یې راپارولې دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی. معلومه نه ده، چې ناسته به کله جوړه شي.

اړوندې لیکنې

ملګرو ملتونو افغانستان کې د ماشومانو له حقونو د جدي سرغړونو د څلور زره او ۵۸۲ پېښو د ثبت خبر ورکړی
خبر

ملګرو ملتونو افغانستان کې د ماشومانو له حقونو د جدي سرغړونو د څلور زره او ۵۸۲ پېښو د ثبت خبر ورکړی

10 اکتوبر 2026
ملګري ملتونه: د طالبانو د واکمنۍ پر مهال تېرو دریو کلونو کې یو زر ۴۱۵ ماشومان وژل شوي او معلول شوي دي
خبر

ملګري ملتونه: د طالبانو د واکمنۍ پر مهال تېرو دریو کلونو کې یو زر ۴۱۵ ماشومان وژل شوي او معلول شوي دي

10 اکتوبر 2026
ملګرو ملتونو د طالبانو په واکمنۍ کې د ماشومانو په وړاندې د جنسي تاوتریخوالي د ۲۴ پېښو د ثبت خبر ورکړی
خبر

ملګرو ملتونو د طالبانو په واکمنۍ کې د ماشومانو په وړاندې د جنسي تاوتریخوالي د ۲۴ پېښو د ثبت خبر ورکړی

10 اکتوبر 2026
نړۍ کې هر کال له ۱۲ میلیونه زیاتې نجونې ۱۸ کلنې ته تر رسېدو وړاندې واده کوي
خبر

نړۍ کې هر کال له ۱۲ میلیونه زیاتې نجونې ۱۸ کلنې ته تر رسېدو وړاندې واده کوي

10 اکتوبر 2026
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت: د طالبانو په لیکو کې «بچه بازي» او د هلکانو ګمارل لا هم دوام لري
خبر

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت: د طالبانو په لیکو کې «بچه بازي» او د هلکانو ګمارل لا هم دوام لري

10 اکتوبر 2026
زکیه خدادادي د پاریس د ۲۰۲۶ کال د «ګرنډپري پاراتکواندو» سیالیو کې د سپینو زرو مډال وګاټه
خبر

زکیه خدادادي د پاریس د ۲۰۲۶ کال د «ګرنډپري پاراتکواندو» سیالیو کې د سپینو زرو مډال وګاټه

10 اکتوبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه