د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

د نجونو د زده کړې د برخې یوه فعاله د «نړۍ بدلونکو ښځو» جایزې ګټونکې شوه

26 اپریل 2026
د نجونو د زده کړې د برخې یوه فعاله د «نړۍ بدلونکو ښځو» جایزې ګټونکې شوه

د نجونو د زده کړې برخې یوه فعاله او د کابل لوېدیځ کې د سیدالشهدا د نجونو په ښوونځي له برید وتلې افغان نجلۍ ثریا محمدي د ۹۷ هېوادونو د ۱۵۰۰ زیاتو نوماندانو په منځ کې د «نړۍ بدلوونکو ښځو» جایزه وګټله.

رخشانه: د دې پروګرام وروستۍ پایلې د تېرې اوونۍ د چهارشنبې په ورځ (د اپرېل ۲۲مه) د فرانسې پاریس ښار کې د نړۍ بدلوونکو ښځو (Women Changing the World Awards) د نړیوالې ناستې په چوکاټ کې اعلان شوې.

په دې جایزه هغه ښځې ستایل کېږي، چې د جوړښتي ننګونو سره سره، د مشرۍ، نوښت، بشري حقونو او ټولینز اغېز له لارې ټولنو کې مانالرونکي بدلونونه رامنځ ته کوي.

د ۲۰۲۱ کال د اګست میاشت کې د کابل لوېدیځ ته د سیدالشهدا د نجونو ښوونځي له خونړي ځانمرګي برید روغه وتلې محمدي وايي، په دې برید کې د خپلو ملګرو له لاسه ورکولو د زده کړو او ټولنیز عدالت په اړه د هغې لیدلوری بدل کړی دی.

محمدي ویلي، د دې فعالیتونه تر ډېره د نجونو په زده کړې، سوادي زده کړو او د ښځو د حقونو په اړه د پوهاوي لوړولو باندې راڅرخي.

هغې مخکې د ځوانانو د نوښتونو لپاره د PACEY جایزه، «د نړۍ سولې لپاره د دعا نړیوالۍ اوونۍ» کې د افغان مسلمانانو د استازې په توګه د ګډون او د نجونو د زده کړې برخه کې د کار لپاره د Wilson Hinkes جایزې هم ګټلې وې.

په دې اړه نور ولولئ...

افغانستان کې د پولیو مثبتې پېښې ۳۶ مورده ته رسېدلې دي

ایران کې یوه افغان وګړي خپله ۱۵ کلنه مېرمن وژلې ده

د زده کړې د برخې دا فعاله په داسې حال کې دا جایزه تر لاسه کوي، چې له څلور کلونو زیات وخت راهیسې د طالبانو د محدودیتونو له آمله، له شپږم ټولګي بره نجونې ښوونځي ته له تګه بې برخې شوې دي.

همدارنګه دې ډلې هېواد کې د نجونو پر مخ د پوهنتونونو او نیمه لوړو طبي زده کړو موسسو دروازې هم بندې کړې دي.

اړوندې لیکنې

د هزاره ټولنې ځینو فعالانو غوښتني، چې د «مهر دسمال» ډیزان دې د یوه مهشور برانډ شرکت له خوا په رسمیت وپېژندل شي
خبر

د هزاره ټولنې ځینو فعالانو غوښتني، چې د «مهر دسمال» ډیزان دې د یوه مهشور برانډ شرکت له خوا په رسمیت وپېژندل شي

12 اکتوبر 2026
ربابه محمدي کاناډا کې د «کال غوره هنرمندې» جایزه وګټله
خبر

ربابه محمدي کاناډا کې د «کال غوره هنرمندې» جایزه وګټله

12 اکتوبر 2026
یونیسف: له هرو دو افغان نجونو یوه یې ۱۸ کلنۍ ته تر رسېدو وړاندې واده کوي
خبر

یونیسف: له هرو دو افغان نجونو یوه یې ۱۸ کلنۍ ته تر رسېدو وړاندې واده کوي

11 اکتوبر 2026
یونسکو: له وخته مخکې واده او امیندواري د نجونو د زده کړو په وړاندې لوی خنډ دی
خبر

یونسکو: له وخته مخکې واده او امیندواري د نجونو د زده کړو په وړاندې لوی خنډ دی

11 اکتوبر 2026
ملګري ملتونه: نړۍ کې له هرو ۸ نجونو یوې یې له ۱۸ کلنۍ وړاندې تجاوز یا جنسي تېری تجربه کړی
خبر

ملګري ملتونه: نړۍ کې له هرو ۸ نجونو یوې یې له ۱۸ کلنۍ وړاندې تجاوز یا جنسي تېری تجربه کړی

11 اکتوبر 2026
کرزي د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونو د پرانستو غوښتنه وکړه
خبر

کرزي د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونو د پرانستو غوښتنه وکړه

11 اکتوبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه