د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

استرالیا کې د یوې غونډې ګډونوالو د ښځو په وړاندې له بشري حقونو د طالبانو د سرغړونو او محدودیتونو په اړه اندېښنه وښوده

27 اپریل 2026
استرالیا کې د یوې غونډې ګډونوالو د ښځو په وړاندې له بشري حقونو د طالبانو د سرغړونو او محدودیتونو په اړه اندېښنه وښوده

عکس: ارسالی به رسانه رخشانه.

استرالیا کې د «ملي خبرو اترو ناستې» ګډنوالو د افغان ښځو په وړاندې له بشري حقونو د طالبانو د سرغړونو او محدودیتونو په اړه اندېښنه ښودلې ده.

رخشانه: دا ناسته پرون (یکشنبې د غوايي ۶ مه) د استرالیا ملبورن ښار کې د یو شمېر جلا وطنه افغان سیاسي او ټولینزو څېرو په ګډون جوړه شوې وه.

د ملي خبرو اترو د غونډې ګډنوالو د سیاسي انزوا، بېوزلۍ، بېکارۍ، له بشري حقونو د سرغړونې او د افغان ښځو په وړاندې د طالبانو له محدودیتونو اندېښنه وښوده.

دوی «د مشروع نظام او اساسي قانون نه شتون، قومي او سیمه ییز تعصوبونه، ټولنیزه بې باوري، له بشري حقونو سرغړونې او د افغان ښځو په وړاندې د طالبانو محدودیتونه، اقتصادي او د کډوالو بحرانونه» د افغانستان عمده ننګونې وبللې.

افغان سیاسي او ټولنیزو څېرو د هېواد اوسني وضعیت او د خلکو په وړاندې د طالبانو محدودیتونو ته په اشارې، د ملي خبرو اترو، ملي یووالي، سیاسي اجماع، د بشري حقونو مراعت کولو او افغانستان کې د یوه مشروع نظام په رامنځ ته کېدو ټيڼګار وکړ.
د دې ناستې ګډنوالو، د ملي خبرو اترو لپاره د یوه منظم چوکات جوړېدو، د سیاسي اجماع لپاره د لارې جوولو، د باور پیاوړتیا او کاري فرستونو د رامنځ ته کولو غوښتنه وکړه.

په دې اړه نور ولولئ...

ننګرهار کې دوه ماشومان د اوبو ذخیرې ته لوېدلي او مړه شوي

طالبانو تخار کې یوه ښځینه شاعره نیولې او زنداني کړې

هغوی «د ستونزو د حل لپاره د تخصصي شبکو جوړولو، نړیوالو بنسټونو ته د افغان وګړو د غږ رسولو، د ښځو حقونو د خوندیتوب لپاره د هڅو او ملي خبرو اترو په پراختیا» هم ټيڼګار وکړ.

له دې غونډې مخکې، د ملي خبرو اترو ناستې، د یو شمېر جلا وطنه افغان سیاسي او ټولنیزو څېرو په ګډون، په لندن، برلین، سکرمنتو، کولن، برمینګهام، هامبورک، تورنټو، والسال او فرانکفورت کې جوړې شوې وې.

اړوندې لیکنې

طالبان: په ټولنیزو شبکو په ناسمو خبرونو باور کول «لویه ګناه» ده
خبر

طالبان: په ټولنیزو شبکو په ناسمو خبرونو باور کول «لویه ګناه» ده

1 اکتوبر 2026
د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه
خبر

د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه

1 اکتوبر 2026
د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله
خبر

د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله

30 سپتمبر 2026
ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل
خبر

ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل

30 سپتمبر 2026
د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه
خبر

د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه

29 سپتمبر 2026
ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي
خبر

ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي

29 سپتمبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه