د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

ملګري ملتونه:په غیر رسمي مېشت ځایونو کې مېشتې افغان مېرمنې له اقلیمي بدلونو زیانمنې دي

27 اپریل 2026
ملګري ملتونه:په غیر رسمي مېشت ځایونو کې مېشتې افغان مېرمنې له اقلیمي بدلونو زیانمنې دي

عکس: UN-Habitat

د ملګرو ملتونو د هستوګنې پروګرام (UN-Habitat) ویلي، په غیررسمي مېشت کې مېشتې افغان مېرمنې د اقلیمي بدلونو په وړاندې زیانمنونکې دي.

رخشانه: دې بنسټ نن (دوشنبې د غوايي ۷ مه) په یوه راپور کې لیکلي، افغانستان په نړۍ کې د اقلیمي بدلونونو په واندې یو له تر ټولو زیانمنو هېوادونو څخه دی.

د ملګرو ملتونو د هستوګنې پروګرام په خپل راپور کې زیاته کړې، غیر رسمي مېشتېدنې، چې شمېر یې په ټول افغانستان کې له ۱۰۰۰ سایټونو اوړي، سخت زیانمنوونکي دي.

راپور کې راوړل شوي، ډېر دا مېشت ځایونه په ښارونو یا خطر لرونکو سیمو کې موقعیت لري او دوی د مهمو زېربناوو او پایښت لرونکو کورونو نه درلودونکي دي.

د راپور له مخې، په غیر رسمي مېشت ځایونو کې مېشتې افغان مېرمنې له سختو اقلیمي خطرونو سره مخ دي. همدارنګه هغوی د اقتصادي او ټولنیزو فعالیتونو لپاره د طالبانو له سختو محدودیتونو سره هم مخ دي، چې د اقلیمي بدلونونو په وړاندې بحرانونه نور هم زیاتوي.

په دې راپور کې ټینګار شوي، چې د افغانستان د اقلیم بحران د جنسیت ساتنې د بحران په منځ کې رامنځ ته کېږي، کوم چې د ښځو د زیان مننې لامل کېږي او د اقدام نشتوالی به د هغو مېرمنو زیان مننه لا زیاته کړي، چې په غیر رسمي مېشت ځایونو کې ژوند کوي.

دې بنسټ زیاته کړې، د اقلیمي بحرانونو پر مهال د ښځو رول زیاتوالی مومي، دا «ښځینه کول» جنسیتي نابرابری لا پسې زیاتوي.

ملګرو ملتونو د طالبانو امربالمعروف قانون ته په اشارې ویلي، دې قانون، کار، زده کړې او عمومي ځایونو ته د ښځو لاسرسی لا محدود کړی او په پایله کې یې د صدمې په وخت کې یې د منفي مقابلې کړنلارې زیاتې کړې دي.

ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی، چې د طالبانو د محدودیتونو له امله ښځې په کور ناستې دي، هغوی د اقلیمي بدلونونو او زلزلو په وړاندې د نورو په پرتله ډېر له ګواښ او مرګ سره مخ دي.

په دې اړه نور ولولئ...

ریچارد لیندسي: د افغانستان د باثباته راتلونکې لپاره د ښخو د حقونو رعایت کول اړین دي

راتلونکی کال به افغانستان کې په شدیده خوارځواکۍ د اخته ماشوم شمېر ۱.۱ میلیون ته ورسېږي

راپور کې راغلي، د ښځو ژوند د طالبانو له لوري د پلو شویو محدودیتونو پر مټ محدود شوی. د ښځو کار تر کورنیو صنایعو پورې محدود شوی او هغوی د خپلو لګښتونو پوره کولو لپاره د کورنۍ په نارینه وو تکیه کوي.

همدارنګه ملګرو ملتونو زیاته کړې، په افغانستان کې د ځایونو ستونزه په شدت سره جنسیتي ده، په ځانګړې توګه د کورنیو د هغو سرپرستو ښځو لپاره، چې په اوسط ډول کم عاید لري.

اړوندې لیکنې

بسم الله تابان: افغان ښځو له نورو زیات د طالبانو له محدودیتونو زیان لیدلی
خبر

بسم الله تابان: افغان ښځو له نورو زیات د طالبانو له محدودیتونو زیان لیدلی

15 اکتوبر 2026
اروپايي ټولنه: پر ښځو د طالبانو محدودیتونه له دې ډلې سره د اړیکو عادي کولو خنډ دی
خبر

اروپايي ټولنه: پر ښځو د طالبانو محدودیتونه له دې ډلې سره د اړیکو عادي کولو خنډ دی

15 اکتوبر 2026
یوناما د طالبانو له لوري د بې حجابۍ په تور له ۵۰ د زیاتو ښځو نیول مستند کړي
خبر

یوناما د طالبانو له لوري د بې حجابۍ په تور له ۵۰ د زیاتو ښځو نیول مستند کړي

15 اکتوبر 2026
کندهار او پروان کې ترافیکي پېښو د یوې ښځې او دوه ماشومانو په ګډون ۱۱ تنه و وژل
خبر

کندهار او پروان کې ترافیکي پېښو د یوې ښځې او دوه ماشومانو په ګډون ۱۱ تنه و وژل

15 اکتوبر 2026
د استرالیا نیوساوت ولز ایالت پارلمان د هزاره ګانو نسل وژنه په رسمیت وپېژنده
خبر

د استرالیا نیوساوت ولز ایالت پارلمان د هزاره ګانو نسل وژنه په رسمیت وپېژنده

15 اکتوبر 2026
«ګابریلا هرسټ» برنډ او فیروزکوه بنسټ: د پاریس فېشن اوونۍ کې ګلدوزي شوې نمونه د هزاره ګانو اصلي هنر دی
خبر

«ګابریلا هرسټ» برنډ او فیروزکوه بنسټ: د پاریس فېشن اوونۍ کې ګلدوزي شوې نمونه د هزاره ګانو اصلي هنر دی

15 اکتوبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه