د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

یونیسف: افغانستان به تر ۲۰۳۰ میلادي پورې له ۲۵ زره زیاتو ښځینه ښوونکو او روغتیايي کارمندانو له کمښت سره مخ شي

28 اپریل 2026
یونیسف: افغانستان به تر ۲۰۳۰ میلادي پورې له ۲۵ زره زیاتو ښځینه ښوونکو او روغتیايي کارمندانو له کمښت سره مخ شي

عکس: رسانه رخشانه

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو له ماشومانو ملاتړی صندوق وايي، د افغان نجونو په زده کړو او د ښځو پر کار د طالبانو محدودیتونه کولی شي، تر ۲۰۳۰ پورې دا هېواد د ۲۵ زره زیاتو ښځینه ښوونکو او روغتیايي کارمندانو له کمښت سره مخ کړي.

رخشانه: دې بنسټ نن (سه شنبې د غوايي ۸ مه) د یوه راپور په خپرولو سره، د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې، د نجونو د زده کړې او د ښځو پر کار د محدودیتونو د منفي پایلو په اړه خبرداری ورکړی دی.

د ملګرو متونو د ماشومانو ملاتړي صندوق «په افغانستان کې د نجونو د زده کړې او ښځو د کار ځواک د ګډون په اړه د بې عملۍ لګښت» راپور کې ویلي، په ملکي خدماتو کې د ښځو ونډه په ۲۰۲۳ کال کې له ۲۱ سلنې په ۲۰۲۵ کال کې ۱۷.۷ سلنې ته راټيټه شوې ده.

یونیسف زیاته کړې، وروسته له هغې، چې طالبانو د ۲۰۲۱ سپټمبر کې د نجونو منځنۍ زده کړې بندې کړې، له یو میلیون زیاتې افغان نجونې د زده کړې له حق نه بې برخې شوې دي.

دې بنسټ د دغه محدودیتونو د دوام په اړه خبرداری ورکړی لیکي: «که دا وضعیت تر ۲۰۳۰ پورې دوام وکړي، له دوه میلیونه ډېرې نجونې به په داسې یوه هېواد کې، چې دا مهال په نړۍ کې د ښځینه سواد تر ټولو ټیټه کچه لري، له لومړنیو زده کړو پورته زده کړو څخه محرومې شي.»

په دې راپور کې راغلي، افغانستان د «روزل شویو ښځینه مسلکي کسانو له لاسه ورکولو او د راتلونکي نسل لپاره د دوی د ځای ناستي کېدو مخنیوي» له دوه ګوني بحران سره مخ دی.

د یونیسف د راپور له مخې، تر ۲۰۳۰ پورې ښايي دا هېواد تر ۲۰ زره ښځینه ښوونکې او ۵۴۰۰ روغتیايي کارمندانې له لاسه ورکړي.

راپور وايي، د لومړنیو ښوونځیو د ښځینه ښوونکو شمېر له ۹ سلنې ډېر ټيټ شوی دی او په ۲۰۲۲ کال کې نېږدې د ۷۳ زرو کسانو څخه په ۲۰۲۴ کې ۶۶ زره کسانو ته رسېدلی دی.

دا کمښت ماشومانو ته ښوونه ګواښي، په ځانګړې توګه د هغو نجونو لپاره، چې د ښځینه ښوونکو د شتون په صورت کې یې د زده کړې دوام او ګډون زیات دی.

په دې اړه نور ولولئ...

یان اګلنډ: د افغانانو د ژوند شرایط او اساسي حقونه ورځ تر بلې خرابېږي

طالب ځواکونو خوست کې دوولس خبریالان په «سپکوونکې توګه» د یوه نندارتون پر مهال نیولي

یونیسف افغانستان کې د روغتیا برخه کې د ښځو پر کار د طالبانو محدودیتونو ته په اشارې سره وايي «په روغتیايي برخه کې د ښځینه کارمندانو د شمېر کمښت، د میندو، نوزېږدو او ماشومانو روغتیايي خدماتو ته لاسرسی کموي او ښځې او ماشومان له لا زیات ګواښ سره مخ کوي.»
دې بنسټ ویلي، همدارنګه د نجونو او ښځو په زده کړه او کار محدودیتونه، د اقتصادي تولید د کمښت له امله، د افغانستان اقتصاد ته هر کال ۸۴ میلیون ډالره زیان رسوي او اټکل کېږي، چې له زده کړې او کار د ښځو او نجونو د محرومیت په دوام سره به دا زیانونه نور هم زیات شي.

د یونیسف اجرائیوي مدیرې کاترین راسل ویلي دي: «افغانستان نه شي کولی د ښوونکو، نرسانو، ډاکترانو، قابلو او ټولنیزو مرستندویانو په له لاسه ورکولو سره، یوه داسې راتلونکې، چې اساسي خدمات خوندي کوي، وزغمي. که چېرې نجونې همداسې له زده کړو محرومې پاتې شي، دا به ښايي واقعیت وي.»

هغې له طالبانو غوښتي، چې د نجونو د منځنۍ زده کړو محدودیت لغوه کړي. راسل له نړیوالې ټولنې هم غوښتي، چې د نجونو د زده کړې له حق نه ملاتړ ته ژمن پاتې ښي.

مېرمن راسل و ویل: «له منځنیو زده کړو د افغان نجونو محرمول، یو بشپړ ملت له وړتیاوو محروموي. دا روغتیا سکتور کمزوری کوي او هغه اقتصادي ارټ چې کولی شي، د ښځو یو تحصیل کړی نسل په څرخېدو راولي، غلی کوي.»

اړوندې لیکنې

اوچا: افغان ماشومان د زده کړو لپاره له ګڼو خنډونو سره مخ دي
خبر

اوچا: افغان ماشومان د زده کړو لپاره له ګڼو خنډونو سره مخ دي

8 سپتمبر 2026
د بشري حقونو فعاله: نړیواله ټولنه دې افغانستان کې د هزاره ګانو نسل وژنه په رسمیت وپېژني
خبر

د بشري حقونو فعاله: نړیواله ټولنه دې افغانستان کې د هزاره ګانو نسل وژنه په رسمیت وپېژني

8 سپتمبر 2026
افغانستان کې د طالبانو له خوا جنسیتي ځور او تعقیب له پخوا ډېر بنسټیز شوی
خبر

افغانستان کې د طالبانو له خوا جنسیتي ځور او تعقیب له پخوا ډېر بنسټیز شوی

8 سپتمبر 2026
بنټ: ملګري ملتونه د افغان ښځو له حقونو یوازې په کلماتو نه بلکې په عمل دفاع وکړۍ
خبر

بنټ: ملګري ملتونه د افغان ښځو له حقونو یوازې په کلماتو نه بلکې په عمل دفاع وکړۍ

7 سپتمبر 2026
ملګري ملتونه: د ښځینه کارکوونکو له شتون پرته افغان ښځو ته سمې مرستې نه شو وړاندې کولی
خبر

ملګري ملتونه: د ښځینه کارکوونکو له شتون پرته افغان ښځو ته سمې مرستې نه شو وړاندې کولی

7 سپتمبر 2026
طالبانو کابل کې دوه رسنۍ وتړلې
خبر

طالبانو کابل کې دوه رسنۍ وتړلې

7 سپتمبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه