د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

فیفا: جلا وطنه افغان ښځینه فوټبال لوبډله په رسمي سیالیو کې د افغانستان استازولي کولی شي

29 اپریل 2026
فیفا: جلا وطنه افغان ښځینه فوټبال لوبډله په رسمي سیالیو کې د افغانستان استازولي کولی شي

عکس: Jalal Morchidi/EPA

د فوټبال نړیوال فدراسیون (فیفا) اعلان کړی، چې جلا وطنه افغان ښځینه فوټبال لوبډله، د طالبانو د تایید له اړتیا پرته، کولي شي، په رسمي سیالیو کې د افغانستان استازولي وکړي.

رخشانه: فیفا نن (چهارشنبې د غوايي ۹ مه) په یوه اعلامیه کې لیکلي، دا پرېکړه فوټبالرو ښځو ته لار هواروي، تر څو د آسیا فوټبال فدراسیون (AFC) سره په همغږۍ د فیفا په لوبو کې د خپل هېواد استازیتوب وکړي.

د فوټبال نړیوال فدراسیون ویلي، د (Afghan Women United)فوټبال ټیم، چې د جلا وطنه افغان ښځینه لوبغاړو له خوا جوړ شوی، ملاتړي ملاتړ کوي.

د فوټبال د نړیوال فدراسیون مشر جیاني اینفانتینو وايي، «دا پرېکړه د نړۍ په لوبو کې یو پیاوړی او بې مخینې ګام دی.»

د فیفا مشر زیاته کړې، چې د دې لوبغاړو خبرې یې اورېدلې او د خپل مسوولیت په چوکاټ کې یې د فوټبال د لوبې او خپل هویت له استازیتوب څخه د عمل لپاره د هر نجلۍ او ښځې د حق ساتنه کړی ده.

د افغان ښځینه فوټبال ملي لوبډلې پخوانۍ غړې نادیه ندیم وايي، «دا پرېکړه افغان ښځینه لوبغاړې د شرایطو د قربانیانو په توګه نه، بلکې د مسلکي لوبغاړو په توګه پېژني، چې د سیالۍ کولو، لیدل کېدو او درناوي حق لري.»

ټاکل شوې د Afghan women united لوبډلې راتلونکی رونیز کمپ د روان کال د جون میاشتې له لومړنۍ نېټې تر نهمې پورې په نیوزیلنډ کې تر سره شي.

په دې اړه نور ولولئ...

ننګرهار کې دوه ماشومان د اوبو ذخیرې ته لوېدلي او مړه شوي

طالبانو تخار کې یوه ښځینه شاعره نیولې او زنداني کړې

دې لوبډلې څو میاشتې وړاندې د «فیفا د ښځو یووالۍ راولي» لوبلړۍ په څلور اړخیزه سیالیو کې د افغانستان په استازیتوب، د چاد، تونس او لیبیا ښځینه فوټبال لوبډلو سره سیالۍ وکړې.

دا د طالبانو له واکمنېدو وروسته، لومړی ځل دی، چې د افغان فوټبال ښځینه ملي لوبډله په نړیوالو سیالیو کې برخه اخلي.

طالبانو واک ته له بیا راتګ وروسته، د ښځو او نجونو په وړاندې د نورو محدودیتونو تر څنګ، د ښځو لوبې هم بندې کړې.

د دې محدودیت له لګولو وروسته، د افغانستان د ښځینه فوټبال ملي لوبډلې غړو هېواد پرېښود او په استرالیا، برېتانیا، آلبانیا، پرتګال او امریکا کې یې پناه واخیسته.

اړوندې لیکنې

طالبان: په ټولنیزو شبکو په ناسمو خبرونو باور کول «لویه ګناه» ده
خبر

طالبان: په ټولنیزو شبکو په ناسمو خبرونو باور کول «لویه ګناه» ده

1 اکتوبر 2026
د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه
خبر

د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه

1 اکتوبر 2026
د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله
خبر

د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله

30 سپتمبر 2026
ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل
خبر

ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل

30 سپتمبر 2026
د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه
خبر

د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه

29 سپتمبر 2026
ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي
خبر

ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي

29 سپتمبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه