د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

اوچا: پر کونړ د پاکستان هوايي برید کې اووه تنه وژل شوي او ۷۹ ټپیان دي

29 اپریل 2026
اوچا: پر کونړ د پاکستان هوايي برید کې اووه تنه وژل شوي او ۷۹ ټپیان دي

عکس تزئینی است.

افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) وايي، د کونړ ولایت په ځینو برخو د پاکستان په هوايي بریدونو کې اووه تنه وژل شوي او د ۱۳ ښځو او ۳۹ ماشومانو په ګډون ۷۹ تنه ټپیان شوي دي.

رخشانه: اوچا نن (چهارشنبې د غوايي ۹ مه) په یوه راپور کې ویلي، پاکستان د روانۍ اوونۍ د دوشنبې ورځ، د کونړ مرکز اسعدآباد ښار، سرکاڼو او مرورې ولسوالیو هوايي او توغندیز بریدونه کړي دي.

طالبانو د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ، چې د کونړ ولایت په مرکز او ولسوالیو، د پاکستان په راکېټي او هوايي بریدونو کې، درې تنه وژل شوي او ۴۵ نور ټپیان دي.

د اوچا راپور کې، چې د ۲۰۲۶ کال د اپرېل له اولې تر ۲۷ مې موده رانغاړي راغلي، د طالبانو او پاکستان تر منځ نښتو کې په جګړیزه سیمو کې ۱۹ روغتیايي مرکزونه، پوره یا نیمه تړل شوي، چې روغتیايي خدماتو ته یې د ۷۸ زره کسانو لاسرسی لنډ کړی دی.

د دې بنسټ په وینا، دا جګړې د دې لامل شوې، چې د ناامنۍ له امله مرکزونه وتړل شي او ښځې او نجونې د بدني او زېږون روغتیايي خدماتو لاسرسی په جدي توګه ورته محدود کړي.

راپور کې راوړل شوي، د جګړو له امله کونړ او ننګرهار کې لسګونه ښوونځیو زیان لیدلی او ۱۳ زره او ۲۱۵ زده کوونکي په دې دوه ولایتونو کې له زده کړو پاتې شوي دي.

اوچا وايي، د فبرورۍ له وروستیو د دې راپور د چمتو کولو تر وخته پورې، شاخوا ۱۰۰ زره او ۹۰۰ کسان د پاکستان او طالبانو تر منځ جګړو له امله بې ځایه شوي دي.

د دې بنسټ په وینا، په زیانمنو سیمو کې د بشري مرستو اړتیا لا هم لوړه ده، په داسې توګه، چې شاوخوا ۱۶۰ زره کسان د خوړو له سخت کمښت سره مخ دي او آتکل کېږي، چې ۵۰ زره کسان د جنسیت پر بنست ولاتړ تاوتریخوالي سره مخ دي.

په دې اړه نور ولولئ...

افغانستان کې د پولیو مثبتې پېښې ۲۳ مورده ته ورسېدې

یان اګلنډ: د افغانانو د ژوند شرایط او اساسي حقونه ورځ تر بلې خرابېږي

راپور زیاته کړې، ښځې، نجونې، ماشومان، عمر خوړلي او معلولیت لرونګي کسان له نورو زیات، د جنسیت پر بنسټ ولاړ، رواني خفګان او اړنیو خدماتو ته د محدود لاسرسي له ګواښونو سره مخ دي.

د اوچا په راپور کې ویل شوي، په زیانمن شویو سیمو کې ۵۰ زره او ۲۵۵ تنه د جنسیت پر بنسټ ولاړ تاوتریخوالي له ګواښ سره مخ دي، چې په کې ۴۸ زره او ۳۰۰ نجونې هم شاملې دي.

دا بنسټ وايي، په بشر دوستانه فعالیتونو د طالبانو محدودیتونه، د لارو خرابوالی او امنیتي ستونزې د دې لامل شوې، چې ښځینه روغتیايي کارکوونکې ونه شي کولی زیانمنو سیمو ته سفرونه وکړي.

راپور زیاتوي، د طالبانو له خوا په ښځینه کارکوونکو محدودیتونو، ښځو او نجونو ته خوندي او د جنسیت له پلوه حساس لاسرسی او د خوندیتوب خدماتو چمتو کول محدودوي.

د اوچا د راپور له مخې، په خوست، کونړ، ننګرهار، پکتیا، پکتیکا او نورستان ولایتونو کې شاوخوا ۳ زره او ۱۵۸ تر پنځو کلونو کم عمره ماشومان او ۹ زره او ۶۷۷ تنه امیدواره او شېدې ورکوونکې مېرمنې د خوړو ملاتړ ته اړتیا لري.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر ویلي، محدودې سرچینې او د بودیجې کمښت د شخړو او طبیعي پېښو څخه اغېزمنو سیمو کې اړمنو خلکو ته په وخت ځواب ویلو مخه نیسي.

اړوندې لیکنې

طالب ځواکونو خوست کې دوولس خبریالان په «سپکوونکې توګه» د یوه نندارتون پر مهال نیولي
خبر

طالب ځواکونو خوست کې دوولس خبریالان په «سپکوونکې توګه» د یوه نندارتون پر مهال نیولي

8 سپتمبر 2026
اوچا: افغان ماشومان د زده کړو لپاره له ګڼو خنډونو سره مخ دي
خبر

اوچا: افغان ماشومان د زده کړو لپاره له ګڼو خنډونو سره مخ دي

8 سپتمبر 2026
د بشري حقونو فعاله: نړیواله ټولنه دې افغانستان کې د هزاره ګانو نسل وژنه په رسمیت وپېژني
خبر

د بشري حقونو فعاله: نړیواله ټولنه دې افغانستان کې د هزاره ګانو نسل وژنه په رسمیت وپېژني

8 سپتمبر 2026
افغانستان کې د طالبانو له خوا جنسیتي ځور او تعقیب له پخوا ډېر بنسټیز شوی
خبر

افغانستان کې د طالبانو له خوا جنسیتي ځور او تعقیب له پخوا ډېر بنسټیز شوی

8 سپتمبر 2026
بنټ: ملګري ملتونه د افغان ښځو له حقونو یوازې په کلماتو نه بلکې په عمل دفاع وکړۍ
خبر

بنټ: ملګري ملتونه د افغان ښځو له حقونو یوازې په کلماتو نه بلکې په عمل دفاع وکړۍ

7 سپتمبر 2026
ملګري ملتونه: د ښځینه کارکوونکو له شتون پرته افغان ښځو ته سمې مرستې نه شو وړاندې کولی
خبر

ملګري ملتونه: د ښځینه کارکوونکو له شتون پرته افغان ښځو ته سمې مرستې نه شو وړاندې کولی

7 سپتمبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه