د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

د طالبانو تر واک لاندې افغانستان د مطبوعاتو آزادۍ نړیوال شاخص کې ۵۳ پوړه راټيت شوی

30 اپریل 2026
د طالبانو تر واک لاندې افغانستان د مطبوعاتو آزادۍ نړیوال شاخص کې ۵۳ پوړه راټيت شوی

عکس: AFP

د بې پولو خبریالانو سازمان (RSF) د ۲۰۲۶ کال د نړۍ د مطبوعاتو آزادۍ په شاخص کې ویلي، د طالبانو تر واک لاندې افغانستان د نړۍ د مطبوعاتو آزادۍ په شاخص کې ۵۳ پوړه راټیټ شوی دی.

رخشانه: دې سازمان نن (پنشنبې د غوايي ۱۰ مه) د مطبوعاتو آزادۍ د نړیوالۍ ورخې په نېږدې کېدو، په ۲۰۲۶ کال کې د نړۍ د مطبوعاتو آزادۍ د شاخص راپور خپرو کړی دی.

د بې پولې خبریالانو راپور کې راغلي، د طالبانو تر واک لاندې افغانستان د ۱۸۰ هېواد تر منځ په ۱۷۵ رده کې ځای لري او په تېرو نېږدې پنځو کلونو کې یې د مطبوعاتو آزادۍ د شاخص له پلوه ۵۳ پوړه ټیټوالی کړی دی.

راپور کې راوړل شوي، د ۲۰۲۱ اګست کې د طالبانو بیا واک ته رسېدو سره، دې ډلې په رسنیو فعالیتونو ډېر محدودیتونه لګولي او خپلواکه رسنۍ یې ځپلې دي.

افغانستان په ۲۰۲۱ میلادي او د طالبانو تر واک مخکې د نړۍ د مطبوعاتو آزادۍ په شاخص کې ۱۲۲ ځای درلود. د طالبانو په راتګ سره یې ۳۴ پوړه ټیټوالی کړی او په ۱۵۶ رده کې شو.

د مطبوعاتو د آزادۍ د شاخص د راپور له مخې، افغانستان په ۲۰۲۳ میلادي کال کې د ۱۸۰ هېوادونو له ډلې څخه ۱۵۲ ام، په ۲۰۲۴ کې ۱۷۸ ام او تېر کال ۱۷۵ ام ځای درلود.

ناروې هېواد د ۲۰۲۶ کال د مطبوعاتو آزادۍ د نړیوالې درجه بندۍ په سر کې دی، افغانستان او ایران په ترتیب سره په ۱۷۵ او ۱۷۷ ام ځای کې دي او اریتریا د درجه بندۍ په پای کې دی.

د بې پولې خبریالانو سازمان ویلي، د نړۍ د مطبوعاتو آزادۍ د شاخص په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره د نړۍ له نیمايي ډېر هېوادونه اوس د مطبوعاتو آزادۍ د کچې له مخې په «سخت» یا «ډېر جدي» کټګورۍ کې دي.

طالبانو د خپلې واکمنۍ په نېږدې پنځو کلونو کې پر رسنیو او رسنیزو فعالیتونو سخت محدودیتونه لګولي دي.

په دې اړه نور ولولئ...

ننګرهار کې دوه ماشومان د اوبو ذخیرې ته لوېدلي او مړه شوي

طالبانو تخار کې یوه ښځینه شاعره نیولې او زنداني کړې

دا ډله د محدودیتونو په لګولو سره د لسګونه غږیزو، تصویري او چاپي رسنیو د فعالیت بندېدو سبب شوي او څو خبریالان، کارکوونکي او رسنیز فعالان یې نیولي او زنداني کړي دي.

د بې پولې خبریالانو سازمان ویلي، دا مهال افغانستان کې څلور خبریالان او رسنیز کارکوونکي د طالبانو په بند کې دي.

اړوندې لیکنې

طالبان: په ټولنیزو شبکو په ناسمو خبرونو باور کول «لویه ګناه» ده
خبر

طالبان: په ټولنیزو شبکو په ناسمو خبرونو باور کول «لویه ګناه» ده

1 اکتوبر 2026
د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه
خبر

د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه

1 اکتوبر 2026
د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله
خبر

د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله

30 سپتمبر 2026
ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل
خبر

ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل

30 سپتمبر 2026
د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه
خبر

د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه

29 سپتمبر 2026
ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي
خبر

ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي

29 سپتمبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه