د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

ملالې یوسفزۍ او د سکاټلېنډ لومړي وزیر د افغان ښځو په وړاندې «د جنستي توپیر» د په رسمیت پېژندلو غوښتنه وکړه

30 اپریل 2026
ملالې یوسفزۍ او د سکاټلېنډ لومړي وزیر د افغان ښځو په وړاندې «د جنستي توپیر» د په رسمیت پېژندلو غوښتنه وکړه

عکس: Malala Fund

د بشري حقونو فعالې او د نوبل جایزې ځوانې ګټونکې ملالې یوسفزۍ د سکاټلېنډ له لومړي وزیر جان سوین سره لیدنه کې، د افغان ښځو او نجونو په وړاندې د جنستیي توپير «په نړیوالو حقونو کې د جرم» په توګه د په رسمیت پېژندلو غوښتنه وکړه.

رخشانه: ملالې بنسټ نن (پنشنبې د غوايي ۱۰ مه) په یوه اعلامیه کې لیکلي، یوسفزۍ او سوین په «ادینبرو» کې سره ولیدل او د طالبانو له لوري د افغان ښځو او نجونو «منظم محرومیت» او د «جنسیتي توپیر په رسمیت پېژندولو لپاره د مخ په زیاتېدونکي نړیوال کمپاین» په اړه یې خبرې اترې وکړې.

اعلامیه کې راوړل شوي، هغوی په دې خبرو اترو کې «د افغان ښځو د مشرتابه رول او د حساب ورکولو د ډاډمن کولو لپاره د همغږۍ قانوني، سیاسي او نړیوال اقدام په اړتیا» باندې ټينګار وکړ.

ملالې له افغان نجونو د سکاټلېنډ د ملاتړ هرکلی وکړ ویلي یې دي «کله چې نړۍ ومني، چې د ښځو د حقونو منظم محرومول یو جرم دی، کولی شي طالبان او ملاتړ یې ځواب ویوونکي» کړي.

د بشري حقونو دې فعالې تمه ښودلې، چې د نورو هېوادونو مشران او رهبران به هم «د سکاټلېنډ له لومړي وزیره پیروي وکړي او جنستي توپیر به د بشریت په وړاندې د جرم په توګه په رسمیت وپېژني»

د سکاټلېنډ لومړي وزیر جان سوین هم ویلي، چې په نړیوالو حقونو کې د جرم په توګه د جنسیتي توپیر د په رسمیت پېژندلو له نړیوال کمپاین څخه ملاتړ کوي.

په دې اړه نور ولولئ...

د افغانستان لپاره د عدالت غوښتنې پر پاشلتیا نیوکه، ګډ ارزښتونه باید محور وي

د پولیو نړیواله ورځ: افغانستان کې په دې ناروغۍ اخته کسان دوه برابره شوي

هغه زیاته کړې: «څرګنده ده، چې طالبان د افغان ښځو او نجونو په وړاندې د منظمې ځپنې یو بنسټیز سیستم پلی کوي. دا مسله بېړني اقدام ته اړتیا لري. هېڅ یوه ټولنه چې د ښځو او نجونو حقونه ترې اخلي، نه باید د دوام اجازه ورکړل شي.»

د سکاټلېنډ لومړي وزیر «افغانستان کې د نجونو د زده کړې د حق ملاتړ او د هغوی د غږونو د پیاوړتیا په پار د عملي ملاتړ لپاره د نړیوالې ټولنې د یووالي په اړتیا» ټینګار کړی دی.

هغه ژمنه وکړه چې «سکاټلېنډ به د بشري حقونو د سرغړونو په وړاندې د درېدو او د نړۍ له ګوټ ګوټ نه د ظلم څخه د تښتېدونکو خلکو په هرکلي سره خپل رول لوبولو ته دوام ورکړي.»

سکاټلېنډ په ۲۰۲۱ میلادي کال کې له افغان نجونو د ملاتړ په پار د طب څانګې ۱۹ نجونې ولېږدولې او هغوی ته یې د هېواد په پوهنتونونو کې د خپلو زده کړو د دوام فرصتونه برابر کړل.

اړوندې لیکنې

رباب فاطمه: د افغانستان په وړاندې پراته خنډونه د پام وړ دي
خبر

رباب فاطمه: د افغانستان په وړاندې پراته خنډونه د پام وړ دي

24 اکتوبر 2026
مریم رحمتي: د «ملګرو ملتونو د خبریالانو ټولنې» افتخاري جایزه د افغان ښځو اړوند ده
خبر

مریم رحمتي: د «ملګرو ملتونو د خبریالانو ټولنې» افتخاري جایزه د افغان ښځو اړوند ده

24 اکتوبر 2026
فایق: هېڅ دین او کلتور له زده کړو د ښځو محرومول نه توجیه کوي
خبر

فایق: هېڅ دین او کلتور له زده کړو د ښځو محرومول نه توجیه کوي

24 اکتوبر 2026
فاریاب کې د یوې ترافیکي پېښې له امله ۲۴ ښځې او ماشومان ټپیان شول
خبر

فاریاب کې د یوې ترافیکي پېښې له امله ۲۴ ښځې او ماشومان ټپیان شول

24 اکتوبر 2026
ملګري ملتونه: هر ښوونیز کال کابو ۳۹۷ زره افغان نجونې له زده کړو پاتې کېږي
خبر

ملګري ملتونه: هر ښوونیز کال کابو ۳۹۷ زره افغان نجونې له زده کړو پاتې کېږي

22 اکتوبر 2026
فایق: طالبانو د بشري حقونو مدافعین په ځانګړې توګه ښځې د خپل سرو نیونو او ربړونې له لارې په نښه کوي
خبر

فایق: طالبانو د بشري حقونو مدافعین په ځانګړې توګه ښځې د خپل سرو نیونو او ربړونې له لارې په نښه کوي

21 اکتوبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه