د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

ملګري ملتونه: افغانستان کې د نړۍ یو له خوا سختو او پېچلو محافظتي بحرانونو رامنځ ته کېدونکی دی

30 اپریل 2026
ملګري ملتونه: افغانستان کې د نړۍ یو له خوا سختو او پېچلو محافظتي بحرانونو رامنځ ته کېدونکی دی

عکس: UN Afghanistan

ملګرو ملتونو اعلان کړی، چې افغانستان کې د نړۍ یو له خوا سختو او پېچلو محافظتي بحرانونو رامنځ ته کېدونکی دی او دې وضعیت په هېواد کې بشردوستانه اړتیاوې زیاتې کړې دي.

رخشانه: ملګرو ملتونو نن (پنشنبې د غوايي ۱۰ مه) د یوه راپور په خپرولو سره لیکلي «د دې بحران په زړه کې د جنسیت پر بنسټ محدودیتونو یو سیستم دی، چې زده کړې، کارموندنې، عامه ګډون او اساسي خدماتو ته د ښځو او نجونو لاسرسی په جدي توګه محدودوي.»

ملګرو ملتونو د طالبانو له لوري د ښځو او نجونو د حقونو او خپلواکیو په وړاندې پراخو محدودیتونو ته په اشارې وايي، دې محدودیتونو د نیمايي وګړو وړتیاوې کمزورې کړې او د بشردوستانه مرستو د وړاندې کولو لپاره یې د مرستندویه بنسټونو توان د پام وړ کم کړی دی.

دې بنسټ زیاته کړې، د نجونو لپاره د منځنیو او لوړو زده کړو بندیز، په مهمو سکتورونو کې د ښځو په کار کولو بندیز او د ښځینه بشري کارمندانو په اړه دوامداره محدودیتونه ټول د خوندیتوب د خطرونو له زیاتوالي سره مرسته کړې ده.

د ملګرو ملتونو راپور کې راغلي، هممهاله افغانستان د راستنېدونکو کډوالو یوې لویې څپې سره مخ دی. په تېرو دوه کلونو کې شاوخوا ۵ میلیونه کډوال له ګاونډیو هېوادونو راستانه شوي، چې د نفوس د نېږدې لس سلنې زیاتوالي سره برابر دی.

راپور کې راوړل شوي، ډېری دا خلک د فشار لاندې، پرته له اسنادو، شتمنیو یا ملاتړو شبکو څخه هېواد ته راغلي، چې په هغو خدماتو فشار یې زیات کړی، چې د مخه یې کارمندان وو.

ملګرو ملتونو ویلي، افغانستان د اقلیمي ناورینونو له څپې سره مخ دی، وچکالي، د ځمکې لاندې اوبو کمېدونکې سرچینې، سېلابونهو ځمک ښویدنې او پرله پسې زلزلې کورونه او حیاتي زېربناوې ویجاوړي.

په دې اړه نور ولولئ...

ننګرهار کې دوه ماشومان د اوبو ذخیرې ته لوېدلي او مړه شوي

طالبانو تخار کې یوه ښځینه شاعره نیولې او زنداني کړې

د دې بنسټ په وینا، افغانستان کې له ۷۰ سلنه زیاتې کورنۍ کافي خواړه نه لري. دا وضعیت د پانګو د پاشل کېدو، کم عمره ودونونو او روغتیايي او زده کړیزو خدماتو ته د لاسرسي د کمېدو سبب شوي.

ملګري ملتونه وايي، هیله لري نړیواله ټولنه به په افغانستان کې د اړمنو خلکو ملاتړ ته دوام ورکړي، ځکه چې په هېواد کې د میلیونونو خلکو لپاره بشري مرستو ته سخته اړتیا ده.

اړوندې لیکنې

طالبان: په ټولنیزو شبکو په ناسمو خبرونو باور کول «لویه ګناه» ده
خبر

طالبان: په ټولنیزو شبکو په ناسمو خبرونو باور کول «لویه ګناه» ده

1 اکتوبر 2026
د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه
خبر

د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه

1 اکتوبر 2026
د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله
خبر

د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله

30 سپتمبر 2026
ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل
خبر

ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل

30 سپتمبر 2026
د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه
خبر

د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه

29 سپتمبر 2026
ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي
خبر

ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي

29 سپتمبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه