د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

فوزیه کوفي: طالبانو زما درې خپلوان نیولي دي

2 مې 2026
فوزیه کوفي: طالبانو زما درې خپلوان نیولي دي

د ښځو د حقونو فعاله او ولسي جرګې پخوانۍ غړې فوزیه کوفي ادعا کوي، چې طالبانو د دې درې تنه خپلوان نیولي او درې میاشتې وړاندې یې د دې په کور په یرغل سره هغه غصب کړی دی.

رخشانه: مېرمن کوفي نن (سه شنبې د غوايي ۱۲ مه) په خپله اېکس پاڼه لیکلي، طالبانو په خپلې غیر مشروع واکمنۍ سره د خلکو ژوند ورځ تر بلې سخت کړی دی.

نوموړې ادعا کړې، چې طالبانو درې میاشتې وړاندې د دې په شخصي کور یرغل کړی، هغه یې غصب کړی او د کورنۍ او خپلوانو څو تنه غړي یې د سیمې پرېښودو ته اړ شوي دي.

کوفي همدارنګه زیاته کړې، چې د تېرې اوونۍ د سه شنبې په ورځ یې د خپلوانو استوګنځای هم د طالبانو تر برید لاندې راغلی او یو شمېر خپلوان «ان بدخشاني وطنوال، چې له ما سره هېڅ ډول کورنۍ تړاو نه لري.» نیول شوي دي.

نوموړې د هغوی له برخلیکه بې خبري ښودلې لیکي «له هغه وخته تر اوسه د دې کسانو کورنۍ د هغوی له برخلیک، روغتیايي وضعیت او شرایطو معلومات نه لري، له هغوی د دو تنو روغتیايي ستونزې هم درلودې.»

د هېواد د ولسي جرګې دې پخوانۍ غړې همدارنګه لیکلي، د طالبانو له لوري دا ډول کړنې بې غیرتي ده او ښيي چې دا ډله له یوې خوا د پاشل کېدو په حال کې ده او له بل لوري، د افغان ښځو مبارزې اغېزمنې او ټاکل کوونکې دي.

مېرمن کوفي د دې طالبانو دې اقدام ته په اشارې ویلي، د خپلو خلکو د آزدۍ حق تر لاسه کولو، د عزت د اعادې او انساني کرامت لپاره به خپلې مبارزې ته دوام ورکړي.

هغې له مسوولو بنسټونو غوښتي، چې د نیول شویو کسانو د وضعیت څېړلو په موخه ګام پورته کړي او د هغوی کورنیو ته د دوی له روغتیا او خوندیتوبه ډاډه کړي.

په دې اړه نور ولولئ...

د پولیو نړیواله ورځ: افغانستان کې په دې ناروغۍ اخته کسان دوه برابره شوي

رباب فاطمه: د افغانستان په وړاندې پراته خنډونه د پام وړ دي

مېرمن کوفي دا نه دي ویلي، چې کور یې کابل کې او که بدخشان کې د طالبانو له لوري غصب شوی دی.

تر اوسه طالب چارواکو هم په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی.

طالبانو په تېرو څه کم پنځو کلونو کې په وار وار د سیاسي څېرو او خپلو مخالفینو ملکیتونه غصب کړي دي.

اړوندې لیکنې

مریم رحمتي: د «ملګرو ملتونو د خبریالانو ټولنې» افتخاري جایزه د افغان ښځو اړوند ده
خبر

مریم رحمتي: د «ملګرو ملتونو د خبریالانو ټولنې» افتخاري جایزه د افغان ښځو اړوند ده

24 اکتوبر 2026
فایق: هېڅ دین او کلتور له زده کړو د ښځو محرومول نه توجیه کوي
خبر

فایق: هېڅ دین او کلتور له زده کړو د ښځو محرومول نه توجیه کوي

24 اکتوبر 2026
فاریاب کې د یوې ترافیکي پېښې له امله ۲۴ ښځې او ماشومان ټپیان شول
خبر

فاریاب کې د یوې ترافیکي پېښې له امله ۲۴ ښځې او ماشومان ټپیان شول

24 اکتوبر 2026
ملګري ملتونه: هر ښوونیز کال کابو ۳۹۷ زره افغان نجونې له زده کړو پاتې کېږي
خبر

ملګري ملتونه: هر ښوونیز کال کابو ۳۹۷ زره افغان نجونې له زده کړو پاتې کېږي

22 اکتوبر 2026
فایق: طالبانو د بشري حقونو مدافعین په ځانګړې توګه ښځې د خپل سرو نیونو او ربړونې له لارې په نښه کوي
خبر

فایق: طالبانو د بشري حقونو مدافعین په ځانګړې توګه ښځې د خپل سرو نیونو او ربړونې له لارې په نښه کوي

21 اکتوبر 2026
د استرالیا نیوساوت ولز ایالت پارلمان د هزاره ګانو نسل وژنه په رسمیت وپېژنده
خبر

د هزاره ګانو د نسل وژنې د بندولو او جبري کډه کولو د مخنیوي لپاره نړیواله غوښتنه پیل شوه

21 اکتوبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه