د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

افغان خبریالان لا هم په سختو شرایطو کې خپل حیاتي کار ته دوام ورکوي

3 مې 2026
افغان خبریالان لا هم په سختو شرایطو کې خپل حیاتي کار ته دوام ورکوي

د افغانستان لپاره د برېتانیا ځانګړي استازي ریچارد لیندسي ویلي، سره له دې، چې شرایط سخت دي، خو افغان خبریالان لا هم خپل حیاتي کار ته دوام ورکوي او د افغانستان د خلکو غږ پورته کوي.

رخشانه: لیندسي نن (یکشنبې د غوايي ۱۳ مه) د مطبوعاتو نړیوالې ورځې سره سم په خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې تېره اوونۍ یې کابل کې له یو شمېر افغان خبریالانو سره ولیدل.

هغه لیکلي: «تېره اوونۍ مې له یو شمېر افغان خبریالانو سره وکتل، هغو سره له دې، چې شرایط سخت دی، خو خپلو حیاتي کارونو ته دوام ورکوي، د افغانستان د خلکو اندېښنې او غوښتنې روښانه کوي.»

د افغانستان لپاره د برېتانیا ځانګړي استازي د بیان آزادۍ پر اهمیت ټینګار کړی وايي، خبریالان «هغه کسانو ته چې تر ټولو زیات غږ پورته کولو ته اړتیا لري، غږ ورکوي.»

د افغان خبریالانو مرکز پرون په یوه راپور کې لیکلي، په تېر یوه کال کې په هېواد کې د رسنیو ځپل او سانسور په بې سارې اندېښمنونکې توګه زیاتوالی کړی دی.
د راپور له مخې، په دې موده کې یې د طالبانو له لوري د رسنیو او خبریالانو له آزادۍ د سرغړونې لږ تر لږه ۱۵۰ پېښې ثبت کړې، چې ۱۲۷ پېښې د ګواښلو او ۲۰ پښې یې د خبریالانو د نیولو دي.

په تېر یوه کال کې هېواد کې پر ښځینه خبریالانو محدودیتونه زیات شوي، په څو ولایتونو کې په رسمي ډول د ښځو په غږ بندیز لګول شوی او څو ځلې د طالبانو په خبري ناستو کې د ښځینه خبریالانو غږ سانسور کړای شوی دی.

په دې اړه نور ولولئ...

ننګرهار کې دوه ماشومان د اوبو ذخیرې ته لوېدلي او مړه شوي

طالبانو تخار کې یوه ښځینه شاعره نیولې او زنداني کړې

همدارنګه په دې موده کې ۲۰ خبریالان او د رسنیو کارکوونکي د طالبانو له لوري نیول شوي او بندي شوي دي. څلور خبریالان لا هم د طالبانو په بند کې دي.

د بې پولې خبریالانو سازمان هم په خپل کلني راپور کې لیکي، افغانستان د نړۍ د ۱۸۰ هېوادونو تر منځ د مطبوعاتو آزادۍ په درجه بندۍ کې ۱۷۵ ام ځای لري.

د دې سازمان د راپور له مخې، افغانستان د خبریالانو، په ځانګړې توګه د ښځینه خبریالانو لپاره یو له تر ټولو خطرناکو هېوادونو څخه دی.

اړوندې لیکنې

طالبان: په ټولنیزو شبکو په ناسمو خبرونو باور کول «لویه ګناه» ده
خبر

طالبان: په ټولنیزو شبکو په ناسمو خبرونو باور کول «لویه ګناه» ده

1 اکتوبر 2026
د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه
خبر

د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه

1 اکتوبر 2026
د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله
خبر

د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله

30 سپتمبر 2026
ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل
خبر

ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل

30 سپتمبر 2026
د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه
خبر

د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه

29 سپتمبر 2026
ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي
خبر

ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي

29 سپتمبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه