د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

بنټ: لږ تر لږه څلور خبریالان او رسنیز کارکوونکي لا هم د طالبانو په بند کې دي

3 مې 2026
بنټ: لږ تر لږه څلور خبریالان او رسنیز کارکوونکي لا هم د طالبانو په بند کې دي

انځور: د ریچارد بنټ له پاڼې

د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارد بنټ ویلي، لږ تر لږه څلور خبریالان او د رسنیو کارکوونکي لا هم په افغانستان کې د طالبانو په بند کې دي

رخشانه: بنټ نن (یکشنبې د غوايي ۱۳ مه) د مۍ درېیمه د مطبوعاتو د آزادۍ نړیوالې ورځې سره سم، په خپله اېکس پاڼه یو ځل بیا د خبریالانو او هغه کسانو چې «په خپل سرې توګه» افغانستان کې د طالبانو له خوا نیول شوي د غوښتي کېدو غوښتنه وکړه.

هغه لیکلي: «د دې کار لپاره تر نن ورځې بل ښه وخت نشته، په ځانګړې توګه د مۍ ۳ مه چې د مطبوعاتو د آزادۍ نړیواله ورځ ده.»

بنټ د جمعې په ورځ هم د مطبوعاتو د آزادۍ نړیوالې ورځې د رارسېدو په تړاو په یوه اعلامیه کې د طالبانو له زندان نه د خبریالانو د خوشي کولو غوښتنه کړې وه.

هغه ویلي وو، د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې د ښځینه خبریالانو لپاره رسنیز کار خورا سخت دی، ځکه هغوی د تګ راتګ د آزادۍ له محدودیتونو او همدارنګه د جبري حجاب د شرایطو له امله له ژور تبعیضي خنډونو سره مخ کېږي.

د افغان خبریالانو مرکز د راپور له مخې، په تېر یوه کال کې په هېواد کې د رسنیو ځپل او سانسور په بې سارې اندېښمنونکې توګه زیاتوالی کړی دی.

دې مرکز ویلي، په دې موده کې یې د طالبانو له لوري د رسنیو او خبریالانو له آزادۍ د سرغړونې لږ تر لږه ۱۵۰ پېښې ثبت کړې، چې ۱۲۷ پېښې د ګواښلو او ۲۰ پښې یې د خبریالانو د نیولو دي.

په دې اړه نور ولولئ...

د افغانستان د رسنیو فعالان: د نړیولې ټولنې اعلامیې نه شي کولی افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت ته اغېزمن ځواب وي

فاریاب کې یوه سړي خپله ښځه او خواښې وژلې دي

په تېر یوه کال کې، هېواد کې پر ښځینه خبریالانو محدودیتونه زیات شوي، په څو ولایتونو کې په رسمي ډول د ښځو په غږ بندیز لګول شوی او څو ځلې د طالبانو په خبري ناستو کې د ښځینه خبریالانو غږ سانسور کړای شوی دی.

همدارنګه په دې موده کې ۲۰ خبریالان او د رسنیو کارکوونکي د طالبانو له لوري نیول شوي او بندي شوي دي. څلور خبریالان لا هم د طالبانو په بند کې دي.

د بې پولې خبریالانو سازمان هم په خپل کلني راپور کې لیکي، افغانستان د نړۍ د ۱۸۰ هېوادونو تر منځ د مطبوعاتو آزادۍ په درجه بندۍ کې ۱۷۵ ام ځای لري.

د دې سازمان د راپور له مخې، افغانستان د خبریالانو، په ځانګړې توګه د ښځینه خبریالانو لپاره یو له تر ټولو خطرناکو هېوادونو څخه دی.

اړوندې لیکنې

یونیسف: افغانستان کې ۳.۷ میلیونه ماشومان له سختې خوارځواکۍ کړېږي
خبر

یونیسف: افغانستان کې ۳.۷ میلیونه ماشومان له سختې خوارځواکۍ کړېږي

12 نوومبر 2026
افغان ښځو د ۲۰۲۶ کال د «چتم هاوس» جایزه وګټله
خبر

افغان ښځو د ۲۰۲۶ کال د «چتم هاوس» جایزه وګټله

10 نوومبر 2026
کونړ کې یوه ښځه او ځوان زوی یې وژل شوي
خبر

کونړ کې یوه ښځه او ځوان زوی یې وژل شوي

9 نوومبر 2026
اوچا: لوږه او د طالبانو محدودیتونه افغان ښځې او ماشومان ګواښي
خبر

اوچا: لوږه او د طالبانو محدودیتونه افغان ښځې او ماشومان ګواښي

9 نوومبر 2026
غور او لغمان کې ترافیکي پېښو د ښځو او ماشومانو په ګډون د ۱۲ تنو ژوند واخیست
خبر

غور او لغمان کې ترافیکي پېښو د ښځو او ماشومانو په ګډون د ۱۲ تنو ژوند واخیست

8 نوومبر 2026
ننګرهار کې د یو ښوونځي د دوو زده کوونکو نجونو مړي موندل شوي
خبر

ننګرهار کې یوه مېړه خپله ښځه وژلې ده

7 نوومبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه