د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

کابل کې د مطبوعاتو آزادۍ د نړیوالۍ ورځې لمانځل، ښځینه خبریالانې د پردې شا ته کېناستې

3 مې 2026
کابل کې د مطبوعاتو آزادۍ د نړیوالۍ ورځې لمانځل، ښځینه خبریالانې د پردې شا ته کېناستې

عکس: AJSC

د مۍ درېیمه د مطبوعاتو د آزادۍ نړیوالې ورځې سره سم، د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمېټې (AJSC) کابل کې د طالب چارواکو او یو شمېر خبریالانو په شتون کې غونده وکړه، هغه ناسته، چې په کې ښځینه خبریالانې اړ شوې، چې د پردې شا ته کېني.

رخشانه: په هغه انځورونو کې چې له دې غوندې نن (یکشنبې د غوايي ۱۳ مه) د دې بنسټ په فسبوک پاڼه خپاره شوي، لیدل کېږي، چې نارینه خبریالان یوې خوا او ښځینه خبریالانې د پردې شا ته ناستې دي.

په دې ناسته کې په هېواد کې د رسنیو د کار د وضعیت، اطلاعاتو ته د لاسرسي په اسانتیاوو، د رسنیو اقتصادي ستونزو ته د رسیدګۍ، د خبریالانو لپاره د روزنیزو پروګرامونو برابرول او له رسنیو او خبریالانو په ملاتړ خبرې اترې وشوې.

د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمېتې د پروګرامونو مسوول حسیب الله فرارون ویلي، دا بنسټ د خبریالانو د خوندي کاري چاپېریال برابرولو پر تمرکز سربېره، هڅه کوي، چې د خبریالانو د وړتیاوو لوړولو لپاره رونیز پروګرامونه هم پیل کړي.

د ناستې ګډونوالو د رسنیو ننګونو ته د رسیدګۍ، په ځانګړې توګه اقتصادي ستونزو، معلوماتو ته د ښه لاسرسي او د رسنیو او خبریالانو لپاره د ملاتړ په اړه ټينګار وکړ.

طالبانو په تېرو نېږدې پنځو کلونو کې خپلواکې رسنۍ ځپلې او په هېواد کې یې د خبریالانو، رسنیزو کارکوونکو او فعالانو نیونې ته زور ورکړی دی.

په دې اړه نور ولولئ...

ننګرهار کې دوه ماشومان د اوبو ذخیرې ته لوېدلي او مړه شوي

طالبانو تخار کې یوه ښځینه شاعره نیولې او زنداني کړې

دې ډلې په رسنیو کې د ښځو غږ خپرول بند کړي او په وار وار یې په رسمي خبري ناستو کې د ښځینه خبریالانو غږ سانسور کړی دی.

پرون د افغان خبریالانو مرکز (AFJC) په یوه اعلامیه کې لیکلي وو، چې په تېرو دولسو میاشتو کې یې د طالبانو له لوري د رسنیو او خبریالانو له آزادۍ د سرغړونې لږ تر لږه ۱۵۰ پېښې ثبت کړې، چې ۱۲۷ پېښې د ګواښلو او ۲۰ پښې یې د خبریالانو د نیولو دي.

د دې مرکز په وینا، طالبانو په دې یوه کال کې پر رسنیو فشارونه زیات کړي او د پروګرامونو او له خلکو سره د مرکو په څرنګوالي کې لاسوهنه کوي.

پر ښځینه خبریالانو محدودیتونه زیات شوي، په څو ولایتونو کې په رسمي ډول د ښځو په غږ بندیز لګول شوی او څو ځلې د طالبانو په خبري ناستو کې د ښځینه خبریالانو غږ سانسور کړای شوی دی.

په تېر یوه کال کې لږ تر لږه ۲۰ خبریالان او د رسنیو کارکوونکي د طالبانو له لوري نیول شوي او بندي شوي دي. څلور خبریالان لا هم د طالبانو په بند کې دي.

د بې پولې خبریالانو سازمان هم په خپل کلني راپور کې لیکي، افغانستان د نړۍ د ۱۸۰ هېوادونو تر منځ د مطبوعاتو آزادۍ په درجه بندۍ کې ۱۷۵ ام ځای لري. د طالبانو تر واک لاندې افغانستان د خبریالانو، په ځانګړې توګه د ښځینه خبریالانو لپاره یو له تر ټولو خطرناکو هېوادونو څخه دی.

اړوندې لیکنې

طالبان: په ټولنیزو شبکو په ناسمو خبرونو باور کول «لویه ګناه» ده
خبر

طالبان: په ټولنیزو شبکو په ناسمو خبرونو باور کول «لویه ګناه» ده

1 اکتوبر 2026
د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه
خبر

د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه

1 اکتوبر 2026
د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله
خبر

د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله

30 سپتمبر 2026
ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل
خبر

ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل

30 سپتمبر 2026
د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه
خبر

د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه

29 سپتمبر 2026
ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي
خبر

ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي

29 سپتمبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه