د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

یونسکو: په ټوله نړۍ کې د خبریالانو تر منځ ځان سانسورول ۶۳ سلنه زیات شوی

3 مې 2026
یونسکو: په ټوله نړۍ کې د خبریالانو تر منځ ځان سانسورول ۶۳ سلنه زیات شوی

د ملګرو ملتونو، عملي، ښوونیز او کلتوري سازمان اعلان کړی، چې له ۲۰۱۲ راهیسې په ټوله نړۍ کې د خبریالانو تر منځ د ځان سانسورولو کچه ۶۳ سلنه زیاته شوې ده.

رخشانه: دې بنسټ نن (یکشنبې د غوايي ۱۳مه) د مۍ درېیمه د مطبوعاتو آزادۍ د نړیوالې ورځې په تړاو یوه اعلامیه کې لیکلي، خبریالان د فساد، بشري حقونه او چاپېریالي موضوعاتو په څېر مسلو له پوښښ څخه ډډه کوي.

د یونسکو په اعلامیه کې راغلي، آزدۍ په ټولنو کې د سولې یو له ستنو ده، خو نن ورځ دغه ستنه تر فشار لاندې ده.

د یونسکو سازمان په وینا، د نړۍ په کچه له ۲۰۱۲ کال راهیسې د بیان آزادي ۱۰ سلنه کمه شوې او د خبریالانو تر منځ د ځان سانسورولو کچه ۶۳ سلنه لوړه شوې ده.
یونسکو ویلي، د خبریالانو په وړاندې د جرمونو سزا ورکولو څخه خوندیتوب ۸۵ سلنه پر ځای پاتې دی.

دې بنسټ ټينګار کړي، چې آزاد معلومات ځوبوینه او بشري حقونه پیاوړي کوي او د «سوله ییزه او عادلانه ټولنو جوړولو لپاره د باور وړ او تاييد شويو معلوماتو ته لاسرسی اړین دی.»
د ملګرو ملتونو دې سازمان ویلي «کله چې په معلوماتو کې لاسوهنه کېږي، کرکې ته لمن وهي او باور کمزوری کوي.»

یونسکو د مطبوعاتو آزادۍ په نړیوالو ورځ، د بیان له آزادۍ د ساتنې او د سولې د ستنو په توګه د خبریالۍ د ملاتړ غوښتنه کړې ده.

د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې دوه ورځې وړاندې په یوه راپور کې لیکلي وو، کابو نیمايي ښځینه خبریالانې په ټولینزو شبکو د آنلاین تاوتریخوالي له امله ځان سانسوروي او ۲۲ سلنه هم په خپل مسلک کې په ځان سانسورولو لاس پورې کوي.

په دې اړه نور ولولئ...

ننګرهار کې دوه ماشومان د اوبو ذخیرې ته لوېدلي او مړه شوي

طالبانو تخار کې یوه ښځینه شاعره نیولې او زنداني کړې

دې بنسټ زیاته کړې، د ښځینه ځواب ورکوونکو ۴۱ سلنه ویلي، دوی په ټولنیزو رسنیو کې د ځورونې څخه د مخینوي لپاره ځان سانسوروي او ۱۹ سلنه د آنلاین تاوتریخوالي له امله په خپل مسلکي کار کې ځان سانسوروي. دا وضعیت د ښځینه خبریالانو او رسنیو د کارکوونکو لباره نوره هم د اندېښنې وړ ده.

د ملګروملتونو راپور راوړي، په ۲۰۲۵ کال کې ۴۵ سلنه ښځینه خبریالانو او د رسنیو کارکوونکو په ټولنیزو رسنیو کې د ځان سانسور راپور ورکړی او نېږدې ۲۲ سلنه ویلي، دوی په کار کې په ځان سانسور کې ښکېل دي.

اړوندې لیکنې

طالبان: په ټولنیزو شبکو په ناسمو خبرونو باور کول «لویه ګناه» ده
خبر

طالبان: په ټولنیزو شبکو په ناسمو خبرونو باور کول «لویه ګناه» ده

1 اکتوبر 2026
د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه
خبر

د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه

1 اکتوبر 2026
د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله
خبر

د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله

30 سپتمبر 2026
ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل
خبر

ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل

30 سپتمبر 2026
د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه
خبر

د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه

29 سپتمبر 2026
ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي
خبر

ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي

29 سپتمبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه