د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

معترضې ښځې: د طالبانو له لوري د رسنیو ځپل د عدالت پلټنې مخنیوی کوي

3 مې 2026
معترضې ښځې: د طالبانو له لوري د رسنیو ځپل د عدالت پلټنې مخنیوی کوي

د «افغان ښځو د سیاسي ګډون شبکې» ویلي، په هېواد کې د طالبانو له لوري د رسنیو د ځپلو او بیان له آزادۍ د سرغړونو دوام، د خلکو غږونه غلي کوي او په ټولنه کې د عدالت پلټنې مخه نیسي.

رخشانه: د دې اعتراضي غورځنګ غړو نن (یکشنبې د غوايي ۱۳ مه) د مطبوعاتو نړیوالۍ ورځې په تړاو یوه اعلامیه کې د [طالبانو تر واک لاندې] افغانستان کې د «د بیان آزادۍ خرابېدونکي وضعیت، د رسنیو ځپلو او د بشري حقونو څخه د پراخو سرغړونو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.

په اعلامیه کې راوړل شوي، د افغانستان په اوسنیو شرایطو کې، خبریالان، مدني فعالان، ښوونکي او د رسنیو کارکوونکي له منظم سانسور، ګواښ، نیونې او پراخو فشارونو سره مخ دي.

دغه بنسټ زیاته کړې، د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې خپلواکه رسنۍ له سختو محدودیتونو سره مخ دي او معلوماتو ته د خلکو آزاد لاسرسی په جدي توګه کمزوری شوی دی.

معترضې ښځې وايي، د بیان آزادي او معلوماتو ته لاسرسی د یوې عادلانه او دموکراتیکې ټولنې له اساسي اصولو څخه دي.
د «افغان ښځو د سیاسي ګډون شبکې» له نړیوالې ټولنې، د بشري حقونو له بنسټونو او خپلواکه رسنیو غوښتي، چې له ګواښ سره مخ خبریالانو او فعالانو عملي ملاتړ وکړي.

همدارنګه دوی هېواد کې د بشري حقونو د سرغړونو مستند کولو غوښتنه کړې وايي، «د افغانستان د خلکو په ځانګړې توګه د اساسي حقونو او بیان آزادۍ بېرته راژوندي کولو لپاره باید ګټور او بېړني ګامونه» تر سره شي.

د افغان خبریالانو مرکز د راپور له مخې، په تېر یوه کال کې په هېواد کې د رسنیو ځپل او سانسور په بې سارې اندېښمنونکې توګه زیاتوالی کړی دی.

په دې اړه نور ولولئ...

تخار کې د یوه ماشوم هلک جسد موندل شوی دی

افغانستان کې د پولیو مثبتې پېښې ۳۶ مورده ته رسېدلې دي

دې مرکز ویلي، په دې موده کې یې د طالبانو له لوري د رسنیو او خبریالانو له آزادۍ د سرغړونې لږ تر لږه ۱۵۰ پېښې ثبت کړې، چې ۱۲۷ پېښې د ګواښلو او ۲۰ پښې یې د خبریالانو د نیولو دي.

دغه مرکز لیکلي، په تېرو دولسو میاشتو کې، هېواد کې پر ښځینه خبریالانو محدودیتونه زیات شوي، په څو ولایتونو کې په رسمي ډول د ښځو په غږ بندیز لګول شوی او څو ځلې د طالبانو په خبري ناستو کې د ښځینه خبریالانو غږ سانسور کړای شوی دی.

په دې موده کې ۲۰ خبریالان او د رسنیو کارکوونکي د طالبانو له لوري نیول شوي او بندي شوي دي. څلور خبریالان لا هم د طالبانو په بند کې دي.

اړوندې لیکنې

ایران کې یوه افغان وګړي خپله ۱۵ کلنه مېرمن وژلې ده
خبر

ایران کې یوه افغان وګړي خپله ۱۵ کلنه مېرمن وژلې ده

13 اکتوبر 2026
د هزاره ټولنې ځینو فعالانو غوښتني، چې د «مهر دسمال» ډیزان دې د یوه مهشور برانډ شرکت له خوا په رسمیت وپېژندل شي
خبر

د هزاره ټولنې ځینو فعالانو غوښتني، چې د «مهر دسمال» ډیزان دې د یوه مهشور برانډ شرکت له خوا په رسمیت وپېژندل شي

12 اکتوبر 2026
ربابه محمدي کاناډا کې د «کال غوره هنرمندې» جایزه وګټله
خبر

ربابه محمدي کاناډا کې د «کال غوره هنرمندې» جایزه وګټله

12 اکتوبر 2026
یونیسف: له هرو دو افغان نجونو یوه یې ۱۸ کلنۍ ته تر رسېدو وړاندې واده کوي
خبر

یونیسف: له هرو دو افغان نجونو یوه یې ۱۸ کلنۍ ته تر رسېدو وړاندې واده کوي

11 اکتوبر 2026
یونسکو: له وخته مخکې واده او امیندواري د نجونو د زده کړو په وړاندې لوی خنډ دی
خبر

یونسکو: له وخته مخکې واده او امیندواري د نجونو د زده کړو په وړاندې لوی خنډ دی

11 اکتوبر 2026
ملګري ملتونه: نړۍ کې له هرو ۸ نجونو یوې یې له ۱۸ کلنۍ وړاندې تجاوز یا جنسي تېری تجربه کړی
خبر

ملګري ملتونه: نړۍ کې له هرو ۸ نجونو یوې یې له ۱۸ کلنۍ وړاندې تجاوز یا جنسي تېری تجربه کړی

11 اکتوبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه