د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

د مطبوعاتو د آزادۍ نړیواله ورځ: د خبریالانو په خوندیتوب او امنیت د ملګرو ملتونو ټینګار

3 مې 2026
د مطبوعاتو د آزادۍ نړیواله ورځ: د خبریالانو په خوندیتوب او امنیت د ملګرو ملتونو ټینګار

د مطبوعاتو د آزادۍ له نړیوالې ورځې سره سم، د ملګرو ملتونو یو شمېر چارواکو، په ټولنه نړۍ کې د خبریالانو په خوندیتوب او امنیت باندې ټینګار کړی دی.

رخشانه: د ملګرو ملتونو سرمنشي آنتونیو ګوترش نن (یکشنبې د غوايي ۱۳ مه) په خپله اېکس پاڼه لیکلي، د رسنیو کارکوونکي د سانسور، څار، حقوقې ځورونې او ان مرګ سره مخ دي.

ګوترش لیکلي دي چې «ډېری وخت، لومړني قربانیان هغه خبریالان دیو چې د حقیقت راپورته کولو لپاره ټول څه په خطر کې اچوي، نه یوازې په جګړه، بلکې هر ځای کې د واک خاوندان له څارنې او ځواب ورکولو څخه وېره لري.»

د ملګرو ملتونو سرمنشي په ټولنه کې د بیان آزادۍ پر رول ټینګار کړی وايي «ټولې خپلواکۍ د مطبوعاتو په آزادۍ پورې تړلې دي. له هغو پرته، نه بشري حقونه مانا لري، نه تل پاتې پراختیا او نه هم سوله.»

ښاغلي ګوترش ویلي، کله چې «د باور وړو معلوماتو ته لاسرسی له منځه لاړ شي، بې باوري خپلې ریښې غځوي او کله چې خبریالان کمزوري کړای شي، د بحرانونو مخنوی او حل خورا ستونزمن کېږي.»

هغه زیاته کړې، په وروستیو کلونو کې د هغو خبریالان شمېر چې وژل شوي د پام وړ زیاتوالی کی. ډېری د هغوی په جګړیزه سیمو کې په قصدي توګه په نښه کړای شوي دي.

په دې اړه نور ولولئ...

اوچا: د مرستو کمېدو افغانستان کې د ۵.۷ میلیونه ماشومانو او میندو د تغذیې پروګرامونه ګواښي

ننګرهار کې د یوه کور د چت لوېدو د څلورو ماشومانو یو سړي ژوند واخیست

د ده په وینا، د خبریالانو په وړاندې شوي جرمونه پنځه اتیا سلنه له څېړلو او سزا ورکولو پرته پاتې شوي. اقتصادي فشارونو، نوې ټیکنالوژۍ او هدفمنده لاسوهنې هم د مطبوعاتو آزادۍ په بې مخینې توګه تر فشار لاندې راوستې ده.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیاله آمنه محمد هم پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، «یوه آزاده او خپلواکه رسنۍ د سولې او عدالت لید دی، او معتبره خبریالي کولی شي، له ناسمو معلوماتو سره مقابله وکړي او متقابل درک پیاوړی کړي.»

هغې ټینګار کړی، چې د بیان آزادي، د ټکنالوژۍ د اخلاقو کارونه او د خبریالانو امنیت، د سوله غوښتونکو ټولنو لپاره اړین دی.

د ملګرو ملتونو عالي کمېشنر ولکر تورک هم په خپله اېکس پاڼه ویلي، کله چې په رسنیو برید عادي کړای شي، خپله آزادۍ د له منځه تلو په لور ځي.

هغه زیاته کړې، په اوس وخت کې خبریالي په یوه ناخوندي او خطرناکه مسلک اوښتې ده. د رسنیو کارکوونکي په خپلو موټرونو کې بمبارېږي، له دفترونو تښتول کېږي، د زندان د تمبو تر شا غلي او له دندو لرې کېږي.

د ملګرو ملتونو عالي کمېشنر زیاته کړې، یوازې په ۲۰۲۶ کال کې لږ تر لږه ۱۴ خبریالان وژل شوي. په تېرو ۲۰ کلونو کې له هرو لسو وژنو یوازې د یوې حساب ورکول په بشپړه توګه تر سره شوی دی. هغه ویلي، لبنان د رسنیو د کارکوونکو لپاره تر ټولو خونړۍ هېواد دی.

د هغه په وینا، دا مهال په ټوله نړۍ کې ۳۳۰ خبریالان او د رسنیو کارکوونکي په بند کې دي او ۵۰۰ ملکي خبریالان او د بشري حقونو وېبلاک لیکوالان هم په زندان کې ژوند تېروي.

د ملګرو ملتونو عالي کمېشنر د رسنیو په وړاندې آنلاین ځورونې او زور وینې ته اشاره کړې وايي، دا وضعیت د دې لامل کېږي، چې رسنۍ د خپلو فعالیتونو د دوام لپاره واقعیتونه پټ کاندي.

نوموړي زیاته کړې آنلاین ځورونه او زور وینه، په نااندوله توګه ښځې په نښه کوي. یو په څلورمه برخه ښځینه خبریالانې له آنلاین ځورونې، له هغې جملې د تخریبي کمپاینونو او جنسي تاوتریخوالي سره مخ شوې دي.

د ملګرو ملتونو عالي کمېشنر ویلي، دولتونه باید د رسنیو ځورولو او څارلو ته د پای ټکی کېږي، خپل سري محدودیتونه لري کړي او ناوړه ګټه اخیستوونکي قوانین له منځه یوسي.

اړوندې لیکنې

ښځینه فعالانو له ملګرو ملتونو افغانستان کې د پراخ بنسټ حکومت د زمینې جوړېدو غوښتنه وکړه
خبر

ښځینه فعالانو له ملګرو ملتونو افغانستان کې د پراخ بنسټ حکومت د زمینې جوړېدو غوښتنه وکړه

26 جولای 2026
دایکنډي کې یوه پلار خپله لور له «کوره د تېښتې» په خاطر په بادي ټوپک و وژله
خبر

دایکنډي کې یوه پلار خپله لور له «کوره د تېښتې» په خاطر په بادي ټوپک و وژله

26 جولای 2026
برېتانیا کې «دختر ناپدید شده‌ی کابل» کتاب مخکتنه وشوه
خبر

برېتانیا کې «دختر ناپدید شده‌ی کابل» کتاب مخکتنه وشوه

25 جولای 2026
د ودونو لپاره د طالبانو نوي امرونه: د ناوې او زوم یو ځای کېناستل «بې غیرتي» ده، د ښځو لپاره سینګار، عطر او سندرې ویل بند دي
خبر

د ودونو لپاره د طالبانو نوي امرونه: د ناوې او زوم یو ځای کېناستل «بې غیرتي» ده، د ښځو لپاره سینګار، عطر او سندرې ویل بند دي

23 جولای 2026
۱۴ هېوادونو د بشریت ضد جرم معاهده کې «افغانستان کې د جنسیتي توپیر» ځایولو له طرحې ملاتړ وکړ
خبر

۱۴ هېوادونو د بشریت ضد جرم معاهده کې «افغانستان کې د جنسیتي توپیر» ځایولو له طرحې ملاتړ وکړ

22 جولای 2026
سمنګان کې یوه درنده وحشي ځناور د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۹ تنه ټپیان کړي
خبر

سمنګان کې یوه درنده وحشي ځناور د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۹ تنه ټپیان کړي

22 جولای 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه