د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

د «همایون خواهاني» مېرمن: طالبانو زما خاوند له فوزیې کوفي سره د کورني تړاو په تور نیولی

4 مې 2026
د «همایون خواهاني» مېرمن: طالبانو زما خاوند له فوزیې کوفي سره د کورني تړاو په تور نیولی

عکس: همایون خواهانی/ارسالی به رسانه رخشانه.

د «انجینر همایون خواهاني» په نوم د یوه کس مېرمن ادعا کړې، چې طالبانو یې خاوند، د بشري حقونو د فعالې او ولسي جرګې د پخوانۍ غړې فوزیې کوفي سره د کورني تړاو له امله نیولی دی.

رخشانه: د دې سړي مېرمن سیاموی خواهاني ویلي، چې خاوند یې اووه ورځې وړاندې کابل ښار کې طالبانو نیولی دی.
مېرمن خواهاني وايي، خاوند یې یوازې له فوزیې کوفي سره د کورني تړاو په دلیل نیول شوی دی.
نوموړې زیاته کړې، تر اوسه هغې د ځای، روغتیايي وضعیت او برخلیک په اړه معلومات نه دي تر لاسه کړي.

دې مېرمنې ویلي، خاوند یې بې ګناه دی او «پنځه میاشتې کېږي، چې د (طالبانو) له کومت سره کار او خپل هېواد ته خدمت کوي.»

مېرمن خواهاني، د طالبانو له لوري د خپل خاوند نیول کېدل، د انساني، اسلامي او حقوقي اصولو خلاف کار بللی او د هغه د ژر تر ژره او له قید و شرط پرته خوشي کېدو غوښتنه یې کړې ده.

فوزیې کوفي هم دوه ورځې وړاندې اعلان وکړ، چې طالبانو د دې څلور تنه خپلوان او «ان بدخشاني وطنوال یې» چې له دې سره هېڅ ډول تړاو نه لري نیولي او په کابل کې یې د دې د استوګنې کور غصب کړی دی.

په دې اړه نور ولولئ...

ننګرهار کې دوه ماشومان د اوبو ذخیرې ته لوېدلي او مړه شوي

طالبانو تخار کې یوه ښځینه شاعره نیولې او زنداني کړې

طالب چارواکو تر اوسه په دې تړاو څه نه دي ویلي.
طالبانو په تېرو نېږدې پنځو کلونو کې په وار وار د یو شمېر سیاسي څېرو او مخالفینو شخصي ملکیتونه او جایدادونه غصب کړي دي.

اړوندې لیکنې

طالبان: په ټولنیزو شبکو په ناسمو خبرونو باور کول «لویه ګناه» ده
خبر

طالبان: په ټولنیزو شبکو په ناسمو خبرونو باور کول «لویه ګناه» ده

1 اکتوبر 2026
د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه
خبر

د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه

1 اکتوبر 2026
د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله
خبر

د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله

30 سپتمبر 2026
ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل
خبر

ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل

30 سپتمبر 2026
د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه
خبر

د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه

29 سپتمبر 2026
ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي
خبر

ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي

29 سپتمبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه