د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

خبریالانو ته سپکاوی: ننګرهار کې نارنج ګل مشاعره له خبریالانو پرته وشوه

5 مې 2026
خبریالانو ته سپکاوی: ننګرهار کې نارنج ګل مشاعره له خبریالانو پرته وشوه

عکس: برنامه فرهنگی در ننگرهار- ارسالی به رسانه‌ی رخشانه.

ننګرهار کې سیمه ییزه سرچینې وايي، د دې ولایت مرکز جلال آباد ښار کې د «نارنج ګل» په کلنۍ مشاعره کې، په دې پروګرام کې ګډونوالو خبریالانو ته «سپکاوی» وکړ او هغوی یې «جاسوسان» وبلل.

رخشانه: دا پروګرام پرون (دوشنبې د غوايي ۱۴ مه) د ننګرهار مرکز جلال آباد ښار په «سراج العمارت) بڼ کې د یو شمېر شاعرانو او ننګرهار د سیمه ییزې ادارې طالب چارواکو په ګډون تر سره شوه.

دوه تنه خبریالان چې نارنج ګل مشاعرې ته د خبري پوښښ لپاره ورغلي وو وايي، د پروګرام یو چلوونکی چې د طالبانو غړی وو، خبریالانو ته سپکاوی وکړ او له هغوی سره یې په ستوغه لحجه خبرې وکړې.

یو له خبریالانو د هویت پټ ساتلو سره رخشانې رسنۍ ته ویلي، د پروګرام چلوونکی (انانسر) چې د طالبانو غړی وو، خبریالانو ته د میګروفون اېښودو اجازه ورنه کړه.

د دې سرچینې په وینا، د طالبانو دغه غړی، چې له کابله جلال آباد ته ورغلی وو، له تونده لحجه خبریالانو ته ویلي دي «تاسو خبریالان له سره د سړي زامن نه یاستی.»

د طالبانو د دې غړي له چلند وروسته، ټولو خبریالانو د دې سپکاوي په اعتراض کې پروګرام ځای پرېښود او لاړل.

په دې اړه نور ولولئ...

یونیسف: له هرو دو افغان نجونو یوه یې ۱۸ کلنۍ ته تر رسېدو وړاندې واده کوي

یونسکو: له وخته مخکې واده او امیندواري د نجونو د زده کړو په وړاندې لوی خنډ دی

په دې پروګرام کې یوې حاضرې سرچینې ویلي، د طالبانو یوه غړي د خبریالانو له خوا د پروګرام پرېښودو په غبرګون کې ویلي: «خبریالان ټول جاسوسان دي.»

سرچینې د دې طالب غړو د نومونو او کاري ځای په اړه معلومات نه درلودل.

رخشانې رسنۍ ته رسېدلې ویډیو کې، له دې پروګرامه د خبریالانو د وتلو شېبه هم ښودل کېږي.

جلال آباد کې خبریالانو، په نارنج ګل مشاعره کې له خبریالانو سره د طالبانو د دې غړو چلند غندلی او هغه یې سپکوونکې بللې دي.

په دې ولایت کې خبریالان وايي، طالب چارواکي د بیان پر آزادۍ هېڅ باور نه لري او هغه څه چې په خوله وايي، په عمل کې یې نه دي ثابت کړي.

تر اوسه ننګرهار کې د طالبانو د سیمه ییزې ادارې چارواکو په دې اړه څه نه دي ویلي.

نارنج ګل مشاعره یو کلتوري پروګرام دی، چې هر کال د هېواد د ختیځو ولایتونو د شاعرانو او فرهنګیانو په شتون کې، د جلال آباد ښار په کوربه توب په ننګرهار ولایت کې ترسره کېږي.

طالبانو په تېرو نېږدې پنځو کلونو کې، په هېواد کې د رسنیو په کار سخت محدودیتونه لګولي دي. دې ډلې په دغه موده کې په وار وار خبریالان، رسنیز کارکوونکي او فعالان نیولي، ربړولي او زنداني کړي یې دي.

د افغان خبریالانو مرکز دوه ورځې وړاندې په یوه راپور کې اعلان کړی وو، چې په تېر یوه کال یې د رسنیو له آزادۍ او د خبریالانو له حقونو د سرغړونې ۱۵۰ پېښې ثبت کړې دي.

د دې مرکز د راپور له مخې، څلور خبریالان لا هم د طالبانو په زندان کې شپې ورځې تېروي.

اړوندې لیکنې

ملګري ملتونه: نړۍ کې له هرو ۸ نجونو یوې یې له ۱۸ کلنۍ وړاندې تجاوز یا جنسي تېری تجربه کړی
خبر

ملګري ملتونه: نړۍ کې له هرو ۸ نجونو یوې یې له ۱۸ کلنۍ وړاندې تجاوز یا جنسي تېری تجربه کړی

11 اکتوبر 2026
کرزي د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونو د پرانستو غوښتنه وکړه
خبر

کرزي د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونو د پرانستو غوښتنه وکړه

11 اکتوبر 2026
شبانه راسخ: د افغان ښځو د تحصیلي بورسیو لپاره مې ۲.۵ میلیون ډالره ځانګړي کړي
خبر

شبانه راسخ: د افغان ښځو د تحصیلي بورسیو لپاره مې ۲.۵ میلیون ډالره ځانګړي کړي

11 اکتوبر 2026
ملګرو ملتونو افغانستان کې د ماشومانو له حقونو د جدي سرغړونو د څلور زره او ۵۸۲ پېښو د ثبت خبر ورکړی
خبر

ملګرو ملتونو افغانستان کې د ماشومانو له حقونو د جدي سرغړونو د څلور زره او ۵۸۲ پېښو د ثبت خبر ورکړی

10 اکتوبر 2026
ملګري ملتونه: د طالبانو د واکمنۍ پر مهال تېرو دریو کلونو کې یو زر ۴۱۵ ماشومان وژل شوي او معلول شوي دي
خبر

ملګري ملتونه: د طالبانو د واکمنۍ پر مهال تېرو دریو کلونو کې یو زر ۴۱۵ ماشومان وژل شوي او معلول شوي دي

10 اکتوبر 2026
ملګرو ملتونو د طالبانو په واکمنۍ کې د ماشومانو په وړاندې د جنسي تاوتریخوالي د ۲۴ پېښو د ثبت خبر ورکړی
خبر

ملګرو ملتونو د طالبانو په واکمنۍ کې د ماشومانو په وړاندې د جنسي تاوتریخوالي د ۲۴ پېښو د ثبت خبر ورکړی

10 اکتوبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه