د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

د روغتیا نړیوال سازمان: افغانستان کې هر ساعت یوه مور د مخنیوي وړ پېچلتیاوو له امله مري

5 مې 2026
د روغتیا نړیوال سازمان: افغانستان کې هر ساعت یوه مور د مخنیوي وړ پېچلتیاوو له امله مري

عکس: رسانه رخشانه.

افغانستان کې د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) وايي، په هر ساعت کې یوه افغان مور، د مخنیوي وړ پېچلتیاوو لکه، خونرېزۍ، د وینې لوړ فشار، انتان او سخت زېږون له امله، خپل ژوند له لاسه ورکوي.

رخشانه: دې بنسټ نن (سه شنبې د غوايي ۱۵ مه) یوه راپور کې لیکلي، لا هم ډېری افغان مېرمنې، د امیدوارۍ او زېږون پر مهال له مرګونو خطرونو سره مخ دي.

د روغتیا نړیوال سازمان په خپل راپور کې لیکلي، افغانستان کې د میندو مړینه لوړه ده. د دې بنسټ په وینا، په دې هېواد کې د میندو مړینه، په هرو ۱۰۰ زرو ژوندیو زېږونونو کې ۵۲۱ پېښې ده.

راپور کې راغلي، له ۲۰۰۷ میلادي کال راهیسې تر اوسه، له زېږون مخکې څارنې له ۳۱ سلنې و ۷۶ سلنې ته او د زېږون پر مهال د ماهرو کارکوونکو حضور له ۲۴ سلنې و ۶۷ سلنه زیاتوالی کړی دی.

دې بنسټ په خپل راپور کې لیکلي: «ډېری میندو ته چې [د اولاد له پیدا کېدو وروسته) ژوندۍ پاتېږي [زېږون] کولی شي تل پاتې پایلې ولري.

د روغتیا نړیوال سازمان ویلي، «د زېږون فیسټولای، ټپ چې د اوږده او ستونزمن زېږون له امله رامنځ ته کېږي، د اوږدمهاله روغتیا ستونزو او ټولینزې نوم بدۍ لامل کېږي.»

دې بنسټ ویلي، ډېری هغه مېرمنې چې له زېږون وروسته، د ولادي فیسټولای سره مخ کېږي، د کار کولو توان نه لري او له سختو رواني فشارونو سره مخ کېږي. هغو تر ډېره د شرم، تخصصي خدماتو ته د محدود لاسرسي او د درملنې له امکان څخه د نه خبرتیا له امله، په چوتیا کې رنځېږي.

د روغتیا نړیوال سازمان وايي، په ټول افغانستان کې د ښځو او ماشومانو لپاره د بنسټيزو روغتیايي خدماتو د پراخولو په حال کې دي، تر څو له میندو سره مرسته وکړي، چې خوندي زېږون ولري.

په دې اړه نور ولولئ...

ننګرهار کې دوه ماشومان د اوبو ذخیرې ته لوېدلي او مړه شوي

طالبانو تخار کې یوه ښځینه شاعره نیولې او زنداني کړې

دې سازمان زیاته کړې، شاوخوا زرو تنو روغتیايي کارکوونکو ته یې روزنه ورکړې، تر څو هغوی له میندو او نوزېږدو څار لا ښه کړي او د میندو سره د [زېږون] پېچلتیاوو په مخنیوي کې مرسته وکړي.

افغانستان کې د روغتیا نړیوال سازمان استازي ډاکتر ادوین سنیزا سالوادور ویلي: «هېڅ یوه مور باید د امیندوارۍ او زېږون پر مهال له مراقبت څخه پاتې نه شي او هر نوزېږدی، د یوه ښه ژوند د پیل وړ دی.»

هغه زیاته کړې: «د روغتیا نړیوال سازمان اساسي خدماتو ته د لاسرسي د پراختیا په حال کې دی او په ورته وخت کې ډاډ تر لاسه کوي، چې د زېږون له پېچلتیاوو زیانمنې ښځې، هغه پاملرنه، عزت او ملاتړ تر لاسه کولی شي، چې دوی یې وړ دي.»

اړوندې لیکنې

طالبان: په ټولنیزو شبکو په ناسمو خبرونو باور کول «لویه ګناه» ده
خبر

طالبان: په ټولنیزو شبکو په ناسمو خبرونو باور کول «لویه ګناه» ده

1 اکتوبر 2026
د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه
خبر

د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه

1 اکتوبر 2026
د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله
خبر

د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله

30 سپتمبر 2026
ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل
خبر

ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل

30 سپتمبر 2026
د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه
خبر

د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه

29 سپتمبر 2026
ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي
خبر

ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي

29 سپتمبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه