هرات ښار کې سیمه ییزې سرچینې وايي، د طالبانو د امربالمعروف ځواکونو یو ځل بیا، په دې ښار کې د ښځو او نجونو پر جامو او تګ راتګ د سختو محدودیتونو او څار په پلي کولو سره هغوی ته سپکاوی کوي.
رخشانه: هرات ښار کې لږ تر لږه دریو سرچینو رخشانې رسنۍ ته ویلي، په دې وروستیو کې یو ځل بیا د ښځو او نجونو پر جامو او تګ راتګ د طالبانو محدودیتونونه زیات شوي دي.
د سرچینو په وینا، د طالبانو امربالمعروف مامورین د دې ډلې د وسله والو ځواکونو سره یو ځای، ټوله ورځ د ښار له ګڼې ګوڼې ډکو څلور لارو کې لیني موټر څاري، چې مانتو اغوښتونکې ښځې پورته نه کړي.
سرچینو د هویت پټ ساتلو سره زیاته کړې، هرات ښار کې د ښځو او نجونو پر جامو او تګ راتګ د طالبانو د څار له زیاتوالي سره ښاري لکه د ملي بس او فلانکوچونو موټر چلوونکو په خپلو موټرونو کې د پردو په راځړولو سره جنسیتي جلاوالي ته مخه کړې ده.
هراتي ښځو او نجونو د طالبانو د محدودیتونو له زیاتوالي ناخوښي ښودلې وايي، ښاري موټر چلوونکي د طالبانو له وېرې «مانتو اغوښتونکې» ښځې موټر کې نه سپروي.
هرات کې د غنچه ګل په (مستعار) نوم یوې ښځې ویلي، د طالبانو له لوري د ښځو او نجونو پر جامو د محدودیتونو سختوالی د «ښځو د سپکاوي» لامل کېږي.
هغې ویلي، د هراتي ښځو او نجونو پر جامو د طالبانو د محدودیتونو سختوالی، د دې لامل کېږي، چې ښځې لږ له کورونو ووځي.
هرات ښار کې یوې ځوانې ښځې، (مستعار) نومې شېرین هم په لیني موټرو کې د پردو ځړولو په غبرګون کې وايي، هغه فضا چې د ښځو لپاره په پام کې نیول شوې، د یوه کوتي په شان ده.
هغې و ویل: «هغه فضا چې د ښځو لپاره په پام کې نیول شوې، دې ته ورته ده، چې ښځې د ننه زنداني کوي. هلته په کافي کچه آکسیجن هم شتون نه لري. زه چې تر څو اړه شوې نه وم، په لیني موټرو کې نه سپرېږوم.»
په (مستعار) نوم مرجان هم هرات ښار کې د ښځو او نجونو پر جامو د طالبانو د څار زیاتوالي ته په اشارې ویلي، د طالبانو د امربالمعروف ځواکونه د لیني موټرو موټر چلوونکي د مانتو اغوښتونکو ښځو د پورته کولو له امله ربړوي.
په یوه ویډیو کې چې په ټولنیزو شبکو خپره شوې، لیدل کېږي، چې د طالبانو وسله وال ځواکونه د هرات حوزوي روغتون په دروازه کې درېدلې او له هغه ښځو سره چې «مانتو» یې اغوستی لفظي شخړه کوي.
د کابل ښار په ځینو سیمو کې هم طالبانو د ښځو او نجونو پر جامو او تګ راتګ څار زیات کړی دی.
په هغه ویډیو کې چې په پراخه کچه په ټولنیزو شبکو خپره شوې ده، لیدل کېږي چې د کابل ښار په تایمني سیمه کې، د طالبانو د امربالمعروف ځواکونه هڅه کوي، چې د یوې تور حجاب لرونکې ښځې پر مټ یوه بله ښځه ونیسي.
په دې ویډیو کې لیدل کېږي، چې تورو جامو واله ښځه، یوه بله ښځه چې رنګه جامې یې پر تن دي، لاس او ګرېوان کېږي.
د طالبانو امربالمعروف ځواکونو په وار وار د هېواد په لویو ښارونو کې د ښځو او نجونو پر جامو د څار په زیاتوالي سره، په ښار، بازارونو، روغتونونو او دولتي ادارو کې د هغوی د شتون مخنیوی کوي.
دې ډلې په تېرو پنځو کلونو کې په وار وار په یو شمېر ولایتونو کې ښځې او نجونې، د دوی د خوښې وړ حجاب نه مراعت کولو له امله نیولې او په ځینو مواردو کې یې زنداني کړې دي.
له ښځو او نجونو سره د طالبانو چلند تل د بشري حقونو د مدافعانو او ښځو د حقونو فعالانو له خوا غندل شوی او د بشري حقونو فعالانو هغه «جنستي توپير» بللی او د نړیوالې ټولنې له خوا یې د جرم په توګه د هغې په رسمیت پېژندولو غوښتنه کړې ده.







