د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

ملګري ملتونه: قابلې خوندي زېږون ته لاسرسی او له زېږون وروسته خدمات پراخوي

5 مې 2026
ملګري ملتونه: قابلې خوندي زېږون ته لاسرسی او له زېږون وروسته خدمات پراخوي

عکس: WHO Afghanistan

افغانستان کې د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق (UNFPA) ویلي، قابلې د امیدوارۍ پر مهال د پاملرنې، خوندي زېږون او له زېږون وروسته خدماتو ته لاسرسی پراخوي.

رخشانه: دې بنسټ نن (سه شنبې د غوايي ۱۵ مه) د قابلو نړیوالې ورځې په مناسبت په یوه اعلامیه کې لیکلي، «قابلې ټولنې ته د مهارت، زړورتیا او امید په راوړلو سره، د انسانانو ژوند ژغوري.»

د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق په اعلامیه کې راغلي، د قابلو د روزنې لپاره پانګونه، د میندو او ماشومانو د ژوند ژغورلو تر ټولو ګټوره لار ده.

دې سازمان زیاته کړې، په افغانستان کې له یو میلیون څخه په زیاتو قابلو د پانګونې اړتیا ده.

د طالبانو تر واک لاندې افغانستان د روغتیايي ښځینه پرسونل له کمښت سره مخ دی. ملګرو ملتونو څه موده وړاندې په یوه راپور کې لیکلي وو، د افغان نجونو په زده کړه او د ښځو پر کار د طالبانو محدودیتونه، کولی شي تر ۲۰۳۰ میلادي کال پورې دا هېواد له ۲۵ میلیونه زیاتو ښځینه ښوونکو او روغتیايي کارکوونکو له کمښت سره مخ کړي.

ملګرو ملتونو لیکلي «د روغتیا برخه کې د ښځینه روغتیايي کارکوونکو کمښت، په مستقیم ډول روغتیايي خدماتو ته د میندو، نوزېږدو او ماشومانو لاسرسی کموي او ښځې او ماشومان له لا زیات ګواښ سره مخ کوي.»

طالبانو د ښځینه روغتیايي کارکوونکو پر فعالیت د محدودیتونو تر څنګ، هېواد کې د نجونو پر مخ د طبي انستېتیوتونو دروازې هم تړلي دي.

په دې اړه نور ولولئ...

د هزاره ټولنې ځینو فعالانو غوښتني، چې د «مهر دسمال» ډیزان دې د یوه مهشور برانډ شرکت له خوا په رسمیت وپېژندل شي

ربابه محمدي کاناډا کې د «کال غوره هنرمندې» جایزه وګټله

ملګرو ملتونو په وار وار ویلي، پر زده کړو او ښخینه روغتیايي کارکوونکو د طالبانو محدودیتونو، د افغانستان روغتیايي نظام کمزوری کړی دی.

طالبان د ۲۰۲۱ په اګست کې له بیا ځلي واکمنېدو وروسته، ناروغانو ته د روغتیايي خدماتو وړاندې کولو په کړنلاره او ښځینه روغتیايي کارکوونکو پر فعالیت بندیزونه لګولي دي.

په اوس وخت کې ښځینه روغتیايي کارکوونکې باید له شرعي محرم سره یو ځای روغتیايي مرکزونو ته ولاړې شي او نارینه ډاکتران حق نه لري، چې د ښځینه ناروغانو درملنه وکړي.

اړوندې لیکنې

یونیسف: له هرو دو افغان نجونو یوه یې ۱۸ کلنۍ ته تر رسېدو وړاندې واده کوي
خبر

یونیسف: له هرو دو افغان نجونو یوه یې ۱۸ کلنۍ ته تر رسېدو وړاندې واده کوي

11 اکتوبر 2026
یونسکو: له وخته مخکې واده او امیندواري د نجونو د زده کړو په وړاندې لوی خنډ دی
خبر

یونسکو: له وخته مخکې واده او امیندواري د نجونو د زده کړو په وړاندې لوی خنډ دی

11 اکتوبر 2026
ملګري ملتونه: نړۍ کې له هرو ۸ نجونو یوې یې له ۱۸ کلنۍ وړاندې تجاوز یا جنسي تېری تجربه کړی
خبر

ملګري ملتونه: نړۍ کې له هرو ۸ نجونو یوې یې له ۱۸ کلنۍ وړاندې تجاوز یا جنسي تېری تجربه کړی

11 اکتوبر 2026
کرزي د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونو د پرانستو غوښتنه وکړه
خبر

کرزي د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونو د پرانستو غوښتنه وکړه

11 اکتوبر 2026
شبانه راسخ: د افغان ښځو د تحصیلي بورسیو لپاره مې ۲.۵ میلیون ډالره ځانګړي کړي
خبر

شبانه راسخ: د افغان ښځو د تحصیلي بورسیو لپاره مې ۲.۵ میلیون ډالره ځانګړي کړي

11 اکتوبر 2026
ملګرو ملتونو افغانستان کې د ماشومانو له حقونو د جدي سرغړونو د څلور زره او ۵۸۲ پېښو د ثبت خبر ورکړی
خبر

ملګرو ملتونو افغانستان کې د ماشومانو له حقونو د جدي سرغړونو د څلور زره او ۵۸۲ پېښو د ثبت خبر ورکړی

10 اکتوبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه