د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

ننګرهار کې د راکټ مرمۍ چاودنې د یوه ماشوم ژوند واخیست

6 مې 2026
ننګرهار کې یوه ماشومه نجلۍ د اوبو ډنډ تر لوېدو وروسته مړه شوې

عکس تزئینی است.

ننګرهار کې سیمه ییز طالب چارواکي وايي، د دې ولایت رودات ولسوالۍ کې د جګړې مهال د یوې پاتې شوې راکټ مرمۍ د چاودنې له امله، یوه ماشوم ژوند له لاسه ورکړی او یو بل ټپی شوی دی.

رخشانه: ننګرهار کې د طالبانو د امنیه قوماندانۍ ویاند سید طیب حماد ویلي، دا پېښه نن ماسپښین (چهارشنبې د غوايي ۱۶ مه) د رودات ولسوالۍ د «قطرغي» په سیمه کې رامنځ ته شوې ده.
ننګرهار کې د طالبانو د امنیه قوماندانۍ ویاند زیاته کړې، دې ماشومانو د څارویو څرولو پر مهال د راکټ یوه ناچاودې پخوانۍ مرمۍ موندلې وه.

نوموړي زیاته کړې، دې مرمۍ د ماشومانو د لاسوهنط له امله چاودنه کړې، چې په ترڅ کې یې یو ماشوم وژل شوی او یو بل ټپي شوی دی.

د دې پېښې ټپي ماشوم روغتون ته د درملنې لپاره وړل شوی دی.

ننګرهار کې د طالبانو د امنیه قوماندنۍ ویاند د دې پېښې د ټپي د روغتیايي وضعیت په اړه څه نه دي ویلي.

طالبانو له خلکو غوښتي، چې له جګړو پاتې شویو ناچاودو توکو باندې له لاس وهلو په جدي توګه ډډه وکړي.
په هېواد کې د تېرو جګړو څخه پاتې ناچاودي توکي او ماینونه تل له هېوادوالو په ځانګړې توګه له ماشومانو قرباني اخلي.

یوناما څه موده وړاندې په یوه راپور کې لیکلي وو، افغانستان کې د ماینونو او ناچاودو توکو د چاودنط ۸۰ سلنه قربانیان ماشومان دي.

د یوناما په وینا، افغانستان د ناچاودنو توګو د مرګ ژوبلې له پلوه په نړۍ کې درېیم هېواد دی.

په دې اړه نور ولولئ...

ننګرهار کې دوه ماشومان د اوبو ذخیرې ته لوېدلي او مړه شوي

طالبانو تخار کې یوه ښځینه شاعره نیولې او زنداني کړې

په دوه نورو جلا پېښه کې بیا یوه ښځه او یو ماشومان د دوه کورونو د چت او دېوال له امله مړه شوي دي.

دغه پېښې د ننګرهار په شېرزاد او چپرهار ولسوالیو کې رامنځ ته شوې، چې په کې یوه ښځه او دوه نور ماشومان هم ټپیان شوي دي.

لومړی پېښه د شېرزاد ولسوالۍ د امان خېلو په «ګندمک» سیمه کې د یوه کور چت لوېدلي، چې له امله یې یوې ښځې ژوند له لاسه ورکړی او یوه بله ښځه ټپي شوې ده.

بل پېښه د چپرهار ولسوالۍ د «ګل دره» په سیمه کې د یوه کور د دېوال چپه کېدو له امله رامنځ ته شوې، چې په کې یوه اته کلن ماشوم ژوند له لاسه ورکړی او دوه نور ماشومان ټپیان شوي دي.

اړوندې لیکنې

طالبان: په ټولنیزو شبکو په ناسمو خبرونو باور کول «لویه ګناه» ده
خبر

طالبان: په ټولنیزو شبکو په ناسمو خبرونو باور کول «لویه ګناه» ده

1 اکتوبر 2026
د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه
خبر

د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه

1 اکتوبر 2026
د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله
خبر

د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله

30 سپتمبر 2026
ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل
خبر

ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل

30 سپتمبر 2026
د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه
خبر

د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه

29 سپتمبر 2026
ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي
خبر

ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي

29 سپتمبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه