د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

د اروپا پارلمان غړې: افغانستان ته د کډوالو ستنول یوه ستراتېژیکه تېروتنه ده

6 مې 2026
د اروپا پارلمان غړې: افغانستان ته د کډوالو ستنول یوه ستراتېژیکه تېروتنه ده

عکس: Brigitte Hase via Press Portfolio Hannah Neumann

د اروپا پارلمان غړې هانا نیومن وايي، له اروپا د طالبانو تر واک لاندې افغانستان ته، د افغان کډوالو ایستل «نه یوازې یوه انساني ماتې»، بلکې یوه ستراتېژيکه تېروتنه ده.

رخشانه: نیومن نن (چهارشنبې د غوايي ۱۶ مه) په خپله اېکس پاڼه د یوه پوسټ په خپرولو سره، له اروپا د طالبانو تر واک لاندې افغانستان ته د افغان کډوالو د ایستلو په تړاو غبرګون ښودلی دی.

هغې لیکلي دي: «که اروپا افغان ځوان نارینه بېرته بېوزلۍ او ناهیلۍ ته ورستانه کړي، ډېری د هغو به د طالبانو له هغو شبکو او دیني مدرسو» سره یو ځای شي، چې د دې ډلې تر کنټرول لاندې دي.

نیومن وايي، ناهیلي کوونکو شرایطو ته د خلکو په ستنولو طالبان کمزوري کېږي نه، بلکې د هغه جوړښت د پیاوړتیا لامل کېږي، چې دا ډله په واک کې ساتي.

د اروپا پارلمان دې غړې ټینګار کړي، چې دا کار به په نړیوال کچه طالبان عادي او مشروع کړي.

هغې خبرداری ورکړی، چې د افغان کډوالو ایستل به د دې ډلې تر کنټرول لاندې «افراطي شبکو او جوړښتونو» د پیاوړتیا لامل شي.

په دې اړه نور ولولئ...

د پولیو نړیواله ورځ: افغانستان کې په دې ناروغۍ اخته کسان دوه برابره شوي

رباب فاطمه: د افغانستان په وړاندې پراته خنډونه د پام وړ دي

په دې وروستیو کې داسې راپورونه ورکړل شوي، چې اروپايي ټولنه د افغان کډوالو د بېرته ستنولو په اړه د خبرو اترو لپاره د طالب چارواکو کوربه توب کوي.

د اروپايي ټولنې دې ګام د بشري حقونو د بنسټونو اندېښنې راپارولې دي.

اړوندې لیکنې

مریم رحمتي: د «ملګرو ملتونو د خبریالانو ټولنې» افتخاري جایزه د افغان ښځو اړوند ده
خبر

مریم رحمتي: د «ملګرو ملتونو د خبریالانو ټولنې» افتخاري جایزه د افغان ښځو اړوند ده

24 اکتوبر 2026
فایق: هېڅ دین او کلتور له زده کړو د ښځو محرومول نه توجیه کوي
خبر

فایق: هېڅ دین او کلتور له زده کړو د ښځو محرومول نه توجیه کوي

24 اکتوبر 2026
فاریاب کې د یوې ترافیکي پېښې له امله ۲۴ ښځې او ماشومان ټپیان شول
خبر

فاریاب کې د یوې ترافیکي پېښې له امله ۲۴ ښځې او ماشومان ټپیان شول

24 اکتوبر 2026
ملګري ملتونه: هر ښوونیز کال کابو ۳۹۷ زره افغان نجونې له زده کړو پاتې کېږي
خبر

ملګري ملتونه: هر ښوونیز کال کابو ۳۹۷ زره افغان نجونې له زده کړو پاتې کېږي

22 اکتوبر 2026
فایق: طالبانو د بشري حقونو مدافعین په ځانګړې توګه ښځې د خپل سرو نیونو او ربړونې له لارې په نښه کوي
خبر

فایق: طالبانو د بشري حقونو مدافعین په ځانګړې توګه ښځې د خپل سرو نیونو او ربړونې له لارې په نښه کوي

21 اکتوبر 2026
د استرالیا نیوساوت ولز ایالت پارلمان د هزاره ګانو نسل وژنه په رسمیت وپېژنده
خبر

د هزاره ګانو د نسل وژنې د بندولو او جبري کډه کولو د مخنیوي لپاره نړیواله غوښتنه پیل شوه

21 اکتوبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه