حوا جوادي
د آلبر کامو وروستي لیک د مقاومت په څرنګوالي او د فاشېزم او نازیانو د اشغال په وړاندې د هغې د احتمالي بریا د لاملونو په اړه رڼا اچوي. هغه دا لیک د ۱۹۴۴ کال په پسرلي کې لیکلی دی، هغه مهال چې د پاریس سړوکونه لا هم د آلماني ځواکونو په ولکه کې وو او د مقاومت هستې په ښار کې په پټه او تر پوست لاندې فعالیت کاوه. کامو د بدلونونو نبض درک کړ او پوهېده، چې فاشېزم له ماتې پرته بل برخلیک نه لري او ډېر ژر به له پښو ولوېږي، په همدې خاطر هغه په خپل لیک کې په ډاډ سره له بریا یادونه کوي.
هغه مهم ټکی چې کامو په دې لیک کې ورته نغوته کوي، هغه د فاشېزم په ذات کې پټ «خالیتوب» یا «نهیلېزم» دی. د هغه په اند فاشېزم په طبیعي ډول بې مانا دی او په حقیقت باور نه لري، له همدې کبله، فاشیستي رژیمونه په دوکه او تاوتریخوالي ولاړ دي او د خپلو پلویانو یا ملاتړو لپاره درواغجن جوش رامنځ ته کوي.
په فاشېستي نظامونو کې اخلاقي ارزښتونه شتون نه لري او هر څه د واکمنو په زړه او خپله خوښه تعریفېږي. فاشېزم د تاوتریخوالي او دوکې په لېوالتیا سره خپل پلویان د نشه کولو له لارې، نه پرېږدي، چې د فاشېزم په ذات کې د شته تشې او نهیلېزم څخه خبر شي. د ناسم جوش له لارې دا یو علمي خنډ رامنځ ته کوي تر څو هېڅوک ونه پوهېږي، چې جګړه، جرم او ویجاړي له سقوط او پاشلتیا پرته بل څه له ځان سره نه لري.
د همدې لپاره فاشېست انسان له «عدالت» سره پردی دی او دا نه شي درک کولای، چې زورواکي او د نورو په حقونو تېری ناروا دی. هغه زور وايي او ګمان کوي چې زور لري نو حق هم لري. هغه د خپلو ناوړه چلندونو په ماهیت نه پوهېږي او له همدې کبله د انسانانو له سپکاوي خوند اخلي. ایډیولوژیک دروغ هغه یوې خیالي او پر وېرې ولاړې بشپړه پوچې او بې مانا نړۍ لور ته بېولی دی. فاشېست انسان او د فاشېستي نظام ملاتړي د دروغو، جرمونو، جګړې او لېونتوب په خټو کې لاس او پښې وهي، خو هغه مقدسه شمېري او چمتو دي چې د هغو لپاره و وژل شي.
فاشېست انسان په وهم او ځان دوکه کولو کې ډوب دی، د ځواک وېره، له وطن، قوم او مذهب څخه د دفاع وېره، پرته له دې چې پوه شي هغه څه چې دی یې کوي، هر څه د بربادۍ او ویجاړۍ لور ته وړي، هغه هم خپل ځان، هم ټولنه او هم خپل هېواد د سقوط کندې ته کشوي او پای یې له ذلت، شرمیندګۍ او زوال پرته بل څه نه لري.
له همدې کبله د فاشېزم په وړاندې مقاومت، په ژورو اخلاقي ارزښتونو کې ریښه لري، البته که چېرې دا مقاومت خپله د فاشېستي انګېزو سره مل نه وي. د کامو په اند د فرانسې مقاومت د ژوند، عدالت او حقیقت سره د ژورې ژمنې څخه سرچینه اخلي او له همدې امله، دا ښايي د سمدستي او لنډ مهاله کړاو سره مل وي، خو په پای کې له بریا پرته چې د ټولو خوله خوږوي، په بل څه نه تمامېږي.
د فاشېزم له منځه وړل د جرم، جګړې او لېونتوب له منځه وړلو په مانا دي، په مقاومت ولاړه اراده، په عدالت او حقیت ولاړه اراده هم ده. مقاومت د ټولنې اصلي خوبونه او آرمانونه بېرته را ژوندي کوي او نه پرېږدي هر څه د شرارت، دوکې او جرم په جال کې ونښلي، مقاومت په حقیقت کې د خلاصون په مانا دی، د ویجاړۍ او وینو تویولو له غوښتنې خلاصون، د ظلم، زورواکۍ او وینو څښلو له جال څخه خلاصون.
هغه څه چې کامو پر فاشېزم له برلاسي کېدو وړاندې ویلي وو، له بریا وروسته کره همغه وشول. د فاشېزم په ماتې سره اروپا او نړیوال نظم له سره وزېږد او اخلاقي ارزښتونو له سیاسي نظامونو ورپورته حقوقي ملاتړ وموند او عدالت او حقیقت د فردي او ډلیز ژوند په محور کې ځای ونیو. اروپايي ټولنو حقوقي او قانوني ترتیبات رامنځ ته کړل، تر څو د شر او جرم غوښتنې په ساده ډول په سیاسي نظامونو کې د راڅرګندېدو او عمل کولو فرصت پیدا نه کړي.
آلماني ملګري ته د کامو څلورم لیک
دا چې ستاسو د ماتې شېبه رارسېدلې ده، زه د نړۍ په کچه له آوازو ډک ښار څخه تا ته لیکم، هغه ښار چې ستاسو د آزادۍ د ورځې لپاره چمتوالی نیسي. دا ښار پوهېږي، چې دا کار آسانه نه دی او په پیل کې باید له تورې تیارې شپې ووځي، د هغې تیاره شپې څخه ووځي، چې څلور کاله د مخه ستاسو راتګ ورسره راوړې وه.
زه له هغه ښاره لیکم، چې هر څه یې له لاسه ورکړي دي، له رڼا او تودوخې څخه محروم دی او لوږه تېروي. خو هېڅکله په ګونډو شوی نه دی. ډېر ژر به په دې ځای کې تازه ساه پو کړای شي، چې ته یې تر اوسه هېڅ فکر هم نه لرې. که بخت له موږ سره یاري وکړه، مخامخ به یو بل ته ودرېږو، هغه وخت بیا کولی شو [د جګړې په ډګر] سره وجنګېږو، زه ستاسو د انګېزو په ریښتینې پوهې سره او ته د هغه څه په ژورې پوهې سره، چې موږ یې مقاومت ته وهڅولو.
د جولای دا شپې هم څه سپکې او درندې دي. د سن سیند په غاړه د ونو لاندې سپکې دي، خو د هغو کسانو په زړونو کې درنې دي، چې د آزادۍ د سهار په تمه دي.
تا هېڅکله دا باور نه درلود، چې دا نړۍ بې مانايي لري او له دې موضوع دې داسې پایله واخیسته، چې هر څه یوه بیه لري او «ښېګڼه» او «شرارت» کولی شو په خپل زړه تعریف کړو. ګمان د وکړ، چې د هر ډول انساني یا الهي اخلاقو په نشتوالي کې، یوازې واکمن ارزښتونه همغه دي، چې د څارویو په نړۍ حکم چلوي، یعنې تاوتریخوالی او دوکه.
له دې باوره دې پایلې ته ورسېدې، چې انسان هېڅ شی دی، کولی شو روح یې و وژنو او د ژوند په دې بې مانا کیسه کې، د فرد لپاره یوازینۍ ستونزوه د هغه د ځواک او وړتیا کارول دي او دا چې د هغه اخلاق د هغه د لاسته راوړنو حقیقت څخه پرته بل څه نه دي. تا خپله ناامیدي په نشه بدله کړه او د هغې په بدلولو سره دې، په یوه ډول ځان ترې خلاص کړ او په دې توګه تاسو د انسانۍ تباهۍ لپاره ځان کمربند کړ او د هغو پر وړاندې مو د جګړې اعلان وکړ، تر څو یې فلاکت او بدبختۍ ته د پای ټکی کېږدۍ.
خو ما د هغه ناامیدۍ، ناهیلۍ او هغه ځوروونکې نړۍ په ردولو سره، یوازې غوښتل، چې انسانان خپل پیوستون بېرته تر لاسه کړي او د هغه برخلیک په وړاندې جګړه وکړي، چې په ظالمانه توګه پر دوی تحمیل شوی وو.
ته ګورې؟ موږ له یوه واحد اصل [د نړۍ تشوالي] څخه بېلا بېل اخلاقي درسونه واخیستل، تا د روغ عقل ساده والی پرېښود او دا درته آسانه وه، چې ستا او د نورو میلیونونو آلمانیانو پر ځای بل څوک فکر وکړي. د وجود د مانا سره د مبارزې څخه ستړي شوی، په دې تخریبوونکې ماجراجویۍ کې مو ځان بیا وموند، یوه داسې ماجراجويي، چې په کې ستاسو ماموریت د روحونو وژل او د نړۍ له منځه وړل دي. په یوه ټکي کې تا بې عدالتي غوره کړه او ځان دې له خدایانو سره یو وباله، ستا منطق یو په وېره لړلی منطق پاتې کېږي.
ما، پر عکس عدالت غوره کړ، تر څو دې نړۍ ته وفاداره پاتې شم. خو له دې سره لا هم په دې باور یم، چې دا نړۍ [ په ځان کې د انسان څخه] لوړه مانا نه لري. پوهېږو، چې په دې منځ کې یو څه د مانا غوښتونکی دی او هغه انسان دی، ځکه هغه یوازینۍ موجود دی، چې اړتیا لري د ځان لپاره یوه مانا تر لاسه کړي.
دا نړۍ لږ تر لږه د انسان له حقیقت څخه برخمنه ده او زموږ دنده دا ده، چې هغه دې ته اړ کړو، تر څو له هغه برخلیک سره جګړه وکړي، چې د هغه وړ نه دی او هغه د هغو د «انسان کېدو» پرته بل دلیل نه لري. موږ باید انسان وژغورو، که غواړو چې د ژوند په اړه خپله پوهه وژغورو. ته ښايي په موسکا او سپکاوي له ما وپوښتې: انسان ژغورنه په څه مانا ده؟ خو زه به په ټول وجود سره چیغې وهم: انسان ژغورنه یعنې دا چې هغه ونه شرموو، یعنې دا چې د عدالت ټول امکانات یې په واک کې ورکړو، هغه عدالت چې یوازې دی یې په پوهېدو قادر دی.
په همدې دلیل ده، چې موږ ستاسو په وړاندې ودرېدو..







