د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

معترضې ښځې: د طالبانو محدودیتونه د ښځو وژنې د زیاتوالي لامل شوي

7 مې 2026
معترضې ښځې: د طالبانو محدودیتونه د ښځو وژنې د زیاتوالي لامل شوي

د «افغان ښځو د تاریخ د بدلون غورځنګ» غړو ویلي، په ښځو باندې د طالبانو پراخه محدودیتونه او د مجرمینو تعقیب ته نه پاملرنه، په هېواد کې د «ښځو هدفي وژنو» د زیاتېدو لامل شوي دي.

رخشانه: د دې غورځنګ غړو نن (پنشنبې د غوايي ۱۷ مه) په یوه اعلامیه کې په هېواد کې «د ښځو د هدفي وژنو، کورني تاوتریخوالي او له بشري حقونو د پراخو سرغړونو» د زیاتوالي په اړه اندېښنه ښودلې ده.

په دې اعلامیه کې راغلي، هېواد کې د ښځو او نجونو په وړاندې تاوتریخوالی بې مخینې زیات شوی او قانون د حاکمیت، خپلواک قضايي سیستم او ملاتړو کړنلارو په نه شتون کې، قربانیان عدالت ته له هر ډول لاسرسي څخه بې برخې دي.

معترضو ښځو په دې وروستیو کې هېواد کې د ښځو هدفي وژنو زیاتېدو ته په اشارې ویلي، داپېښې «د جنسیت پر بنسټ ولاړ تاوتریخوالی، د معافیت کلتور او په افغانستان کې د عدالت او حساب ورکولو سیستم بشپړ پاشلتیا منعکسه کوي.»

اعلامیه کې راوړل شوي د طالبانو سیاستونه او چلند، له هغې جملې د ټولنیزو برخو څخه د ښځو منظم ایستل، په زده کړو او کار سخت محدودیتونه او د تاوتریخوالي د عاملینو د محاکمې لپاره بې پروايي، د دې نازک وضعیت په خپرېدو کې مرسته کړې ده.
د افغان ښځو د تاریخ د بدلون غورځنګ غړو له نړیوالې ټولنې او نړیوالو بنسټونو غوښتي، چې افغانستان کې «جنسیتي توپير» په رسمیت وپېژني او د عاملینو د مستند کولو او تعقیب لپاره ګام پورته کړي.

دوی د یوه خپلواک او واک لرونکي نړیوال میکانېزم جوړولو غوښتنه کړې، چې د بشري حقونو سرغړونو، په ځانګړې توګه د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د مرتکبینو پلټنه، مستند او محاکمه کول یې تر سره کړي.

په دې اړه نور ولولئ...

ننګرهار کې دوه ماشومان د اوبو ذخیرې ته لوېدلي او مړه شوي

طالبانو تخار کې یوه ښځینه شاعره نیولې او زنداني کړې

د دې اعتراضي غورځنګ غړو ویلي، نړیواله ټولنه د افغانانو د آزادې رایې پر بنسټ د یوه مشروع او ټولګډونه سیاسي نظام د جوړولو ملاتړ وکړي او بشري حقونو او جنسیتي برابرۍ په اړه نړیوالو ژمنو ته ژمن پاتې شي.

معترضو ښځو ټينګار کړي، چې نړیواله ټولنه دې «د بشري حقونو د سرغړونو د مشروعیت مخنیوي لپاره پرېکنده ګامونه پورته کړي» او د بشري حقونو د سرغړونو قربانیانو په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو خوندیتوب ته د لومړیتوب ورکړي.

دوی خبرداری ورکړی، چې د دې وضعیت دوام د بشري حقونو د بنسټیزو اصولو څخه ښکاره سرغړونه ده، له هغې جملې د ژوند حق، انساني کرامت، برابرۍ او عدالت ته لاسرسی او د بشري بحران، د جوړښتي تاوتریخوالي خپرېدو، د ټولنیز بې ثباتۍ زیاتوالي او جبري کډوالۍ لامل به شي.

اړوندې لیکنې

طالبان: په ټولنیزو شبکو په ناسمو خبرونو باور کول «لویه ګناه» ده
خبر

طالبان: په ټولنیزو شبکو په ناسمو خبرونو باور کول «لویه ګناه» ده

1 اکتوبر 2026
د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه
خبر

د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه

1 اکتوبر 2026
د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله
خبر

د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله

30 سپتمبر 2026
ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل
خبر

ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل

30 سپتمبر 2026
د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه
خبر

د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه

29 سپتمبر 2026
ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي
خبر

ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي

29 سپتمبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه