د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

بدخشان کې یوه ښځه د وسله والو کسانو په ډزو ووژل شوه

7 مې 2026
بدخشان کې یوه ښځه د وسله والو کسانو په ډزو ووژل شوه

بدخشان کې سیمه ییزې سرچینې وايي، د دې ولایت اشکاشم ولسوالۍ کې یوه ښځه د وسله والو کسانو له خوا په ډزو وژل شوه.

رخشانه: بدخشان کې یوې سرچینې د هویت پټ ساتلو سره رخشانې رسنۍ ته و ویل، یو ښځه نن (پنشنبې د غوايي ۱۷ مه) سهار کابو ۸ بجې د اشکاشم ولسوالۍ په «صیاد» کلي کې و وژل شوه.

د سرچینې په وینا، دا ښځه له خپل پنځه کلن ماشوم سره، د اشکاشم ولسوالۍ مرکز کې خپل د خیاطۍ دوکان پر لار، د ناپېژانده وسله والو کسانو له خوا د «ښکاري ټوپک» په ډز وژل شوې ده.

سرچینې زیاته کړې، دې ښځې شاوخوا ۳۱ کاله عمر درلود، لیلما نومېده او د بدخشان د یوه محلي سندري غاړي عبدالسلام مفتون مېرمن وه.

د سرچینې له قوله، دې ښځه اشکاشم ولسوالۍ کې دولتي روغتون ته تر لېږدولو وروسته، ژوند له لاسه ورکړی، خو ماشوم یې روغ رمټ دی.

له مېرمن لیلما څخه پنځه کم عمره ماشومان، چې درې زامن او دوه لوڼې دي، پاتې شوې.
معلومه نه دهو چې دا ښځه په کوم دلیل او د چا له خوا وژل شوې ده.

په دې اړه نور ولولئ...

ننګرهار کې دوه ماشومان د اوبو ذخیرې ته لوېدلي او مړه شوي

طالبانو تخار کې یوه ښځینه شاعره نیولې او زنداني کړې

تر اوسه بدخشان ولایت کې سیمه ییزه طالب چارواکو هم په دې اړه څه نه دي ویلي.

په دې وروستیو دوه ورځو کې د هېواد په ځینو ولایتونو کې د ښځو وژنې په بې مخینې توګه زیاتې شوې دي.

تېره ورځ هرات کې سیمه یزه سرچینو رخشانې رسنۍ ته ویلي و، چې د دې ولایت د مرکز هرات ښار اووه ناحیه کې یو سړي له خپلې ښځې سر پرې کړی دي. همدارنګه له کابل، تخار او دایکنډي ولایتونو څخه هم د دریو ښځو د وژل کېدو خبرونه رسنیز شوي دي.

اړوندې لیکنې

طالبان: په ټولنیزو شبکو په ناسمو خبرونو باور کول «لویه ګناه» ده
خبر

طالبان: په ټولنیزو شبکو په ناسمو خبرونو باور کول «لویه ګناه» ده

1 اکتوبر 2026
د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه
خبر

د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه

1 اکتوبر 2026
د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله
خبر

د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله

30 سپتمبر 2026
ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل
خبر

ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل

30 سپتمبر 2026
د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه
خبر

د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه

29 سپتمبر 2026
ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي
خبر

ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي

29 سپتمبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه