د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

د برېتانیا سیمه ییزو شوراګانو ټاکنو کې د درې افغان توکمه برېتانوي مېرمنو بریا

9 مې 2026
د برېتانیا سیمه ییزو شوراګانو ټاکنو کې د درې افغان توکمه برېتانوي مېرمنو بریا

رابعه نسیمي، شهیره کریمي او پیمانه اسد درې افغان توکمه برېتانوي مېرمنې او د برېتانیا د کارګر ګوند غړو، د دې هېواد د سیمه ییزو شوراګانو په ټاکنو کې بریالي شوې.

رخشانه: د لند د سیمه یزو شوراګانو ټاکنې د پنشنبې او جمعې په ورځو (د غوايي ۱۷ او ۱۸ مه) تر سره شوې.

افغان – برېتانوي مېرمنې رابعه نیسمي د لندن د لوېدیځ سیمه ییزو شوراګانو په ټاکنو کې د ۱۲۰۰ رایو په تر لاسه کولو سره، یو له دریو بریالیو نوماندانو اعلان شوه.

هغې په خپله اېکس پاڼه لیکلي: «ډېره ویاړمو چې د ختیځ لپاره د کارګر ګوند د شورا د غړې په توګه، د اټیفن دانلی او هیتش تیلور تر څنګ وټاکل شوم. دا کمپاین اوږد او خورا ستونزمن وو او له زره ټولو هغو کسانو، چې پر ما یې باور کړی او رایه یې راکړې د زړه له تله منندویه یم.»

رابعه نسیمي په ۱۹۹۹ کې د طالبانو د لومړنۍ واکمنۍ پر مهال، هغه وخت چې پنځه کلنه وه، له خپلې کورنۍ سره یو ځای افغانستان پرېښود او برېتانیا ته کډواله شوه.

پیمانه اسد هغه بله افغان – برېتانوي وګړې ده، چې د لند د سیمه ییزو شوراګانو ټاکنو کې یې له بریا خوښي ښودلې ده.
هغې په خپله اېکس پاڼه لیکلي: «دا مې د ژوند تر ټولو سختې ټاکنې وې. خو بریالۍ شو. د دریمې دورې لپاره، یو ځل بیا د «راکست» ناحیې د استازې په توګه وټاکل شوم.»

مېرمن اسد پر دوام لیکلي: «دا پیغام هغو کسانو ته دی، چې له ما یې کرکه درلوده، همغه کسان چې خلکو ته یې ویل زه ریښتینې مسلمانه نه یم، زه یې صهیونسته بللم، ځکه چې پلار مې یو پښتو ژبی او د جنوب اوسېدونکی دی. ما ته یې د طالب خطاب کاوه او د بهرني سیاسیت په اړه یې د خبرو کولو د غلي کولو لپاره په مرګ ګواښلم.»

مېرمن اسد د رخشانې رسنۍ د خوندیتوب بورډ غړې هم ده.

په دې اړه نور ولولئ...

ننګرهار کې دوه ماشومان د اوبو ذخیرې ته لوېدلي او مړه شوي

طالبانو تخار کې یوه ښځینه شاعره نیولې او زنداني کړې

شهیره کریمي یوه بله افغان-برېتانوي وګړې او د کارګر ګوند نومانده، د «پیټ شنکر» ناحیې د «ایلینګ» ښار شورا د غړې په توګه ټاکل شوې ده.

دا مېرمنې په داسې حال کې د کوربه هېواد په ټاکنو کې بریا ته رسي، چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان کې ښځې، له خپلو لومړنیو انساني حقونو بې برخې دي. افغانستان په نړۍ کې یوازینی هېواد دی، چې نجونې نه شي کولی، له شپږم ټولګي پورته ښوونځي ته لاړې شي.

اړوندې لیکنې

طالبان: په ټولنیزو شبکو په ناسمو خبرونو باور کول «لویه ګناه» ده
خبر

طالبان: په ټولنیزو شبکو په ناسمو خبرونو باور کول «لویه ګناه» ده

1 اکتوبر 2026
د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه
خبر

د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه

1 اکتوبر 2026
د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله
خبر

د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله

30 سپتمبر 2026
ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل
خبر

ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل

30 سپتمبر 2026
د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه
خبر

د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه

29 سپتمبر 2026
ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي
خبر

ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي

29 سپتمبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه