د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

افغان لوبغاړې فاطمه جعفري د پاکستان د سوک وهنې اتله شوه

10 مې 2026
افغان لوبغاړې فاطمه جعفري د پاکستان د سوک وهنې اتله شوه

افغان کډواله لوبغاړې فاطمه جعفري، د پاکستان د سوک وهنې څانګه کې، د پاکستان د «بلوچستان لپاره سولې» سوک وهنې سیالیو اتله شوه.

رخشانه: دا سیالۍ نن (یکشنبې د غوايي ۲مه) د یو شمېر پاکستاني لوبغاړو په ګډون په کویټه ښار کې تر سره شوې.

ټاکل شوې وه، چې فاطمه جعفري نن له خپلې پاکستانۍ سیالې سره د اتلولۍ ملابند تر لاسه کولو لپاره سیالي وکړي، خو د پاکستانۍ لوبغاړې د نه حاضرېدو له امله دغه لوبه تر سره نه شوه.

لوبڅارانو د پاکستانۍ لوبغاړې د نه حاضرېدو له آمله، بریا د جعفري په ګټه اعلان کړه او د دې سیالیو د اتلولۍ ملا بند د دې افغان لوبغاړې په نوم شو.

فاطمې جعفري تر اوسه پورې په خپلو مسلکي لوبو کې دوه بریاوې او یو د اتلولۍ ملا بند لري او پاکستان کې د مېشت پېژندل شوي افغان روزونکي بسم الله تاصیح تر روزنې لاندې، د فجر سوک وهنې په آکاډمۍ کې تمرین کوي.

جعفري په خپله فسبوک پاڼه لیکلي دي: «نن له ویاړه په ډک زړه او مننې، د اتلولۍ ملابند د سوک وهنې لوی کور فجر ته وړاندې کوم.»

هغې پرون د وزن اخیستو پړاو له تېرېدو وروسته په خپله فسبوک پاڼه لیکلي وو، چې د اتلولۍ د ملا بند تر لاسه کولو لپاره چمتو ده.

هغې ولیکل: «کوم لار چې تر نن پورې طی شوې ساده نه وه، شپې او ورځې په ډېرو سختو تمرینونو، فشار، ستړیا، درد او له ساه سره په مبارزې تېر شول، تر څو وکولی شم په بشپړ چمتوالي سره په دې لویو سیالیو کې حاضره شم.»

په دې اړه نور ولولئ...

اوچا: افغانستان کې د چاودېدونکو توکو ۷۸ سلنه قربانیان ماشومان دي

معترضې ښځې: ډېری افغان ښوونکي د کار او زده کړې له حقه پاتې دي

د «بلوچستان لپاره سوله» سیالۍ د Riayath Boxing Promotion له خوا پاکستان کې د یووالي او سوک وهنې څانګې د ودې په موخه تنظیم شوې وې.

دا افغان لوبغاړې نجلۍ په داسې حال کې د دې سیالیو اتله شوه، چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې ښځې او نجونې له هر ډول ورزش کولو بندې دي.

طالبانو د ۲۰۲۱ په اګست کې د بیا واک تر لاسه کولو وروسته، پر ښځو او نجونو د نورو محدودیتونو سربېره، هغوی له لوبو هم بندې کړې او د افغانستان د ښځینه لوبو لوبډلې یې منحل کړې.

اړوندې لیکنې

د جرمونو نړیوالې محکمې د څلورو طالبانو د نیولو امرونه له پټ حالته وایستل
خبر

د جرمونو نړیوالې محکمې د څلورو طالبانو د نیولو امرونه له پټ حالته وایستل

5 اکتوبر 2026
د نسل وژنې څار ډله: هزاره ښځې د طالبانو د تبعیضي، محرومیت او جنسیتي ځورونې نظام له خطر سره مخ دي
خبر

د نسل وژنې څار ډله: هزاره ښځې د طالبانو د تبعیضي، محرومیت او جنسیتي ځورونې نظام له خطر سره مخ دي

5 اکتوبر 2026
معترضې ښځې: له زده کړو د نجونو محرومیت، له ښوونکو او راتلونکي متخصص نسل څخه د افغانستان محرومول دي
خبر

معترضې ښځې: له زده کړو د نجونو محرومیت، له ښوونکو او راتلونکي متخصص نسل څخه د افغانستان محرومول دي

5 اکتوبر 2026
امریکا او ائتلافي هېوادونو افغانستان کې د جنګي جرمونو او بشري حقونو د سرغړونو تاوان ورکولو زمینه نه ده برابره کړې
خبر

امریکا او ائتلافي هېوادونو افغانستان کې د جنګي جرمونو او بشري حقونو د سرغړونو تاوان ورکولو زمینه نه ده برابره کړې

5 اکتوبر 2026
د کاناډا ونکوور کې د «هزاره ګانو د نسل وژنې کلیزې» یاد غونډه جوړه شوه
خبر

د کاناډا ونکوور کې د «هزاره ګانو د نسل وژنې کلیزې» یاد غونډه جوړه شوه

5 اکتوبر 2026
غور کې یوه مېرمن د مېړه له خوا په «وحشتناکه» ډول وژل شوې
خبر

غور کې یوه مېرمن د مېړه له خوا په «وحشتناکه» ډول وژل شوې

4 اکتوبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه