د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

افغان ښځینه شاعره ایټالیا کې د یوې ادبي فیستوال جایزې ګټوونکې شوه

10 مې 2026
افغان ښځینه شاعره ایټالیا کې د یوې ادبي فیستوال جایزې ګټوونکې شوه

افغان ښځینه شاعره شمیم فروتن ایټالیا کې د «فرانکو لوی» نړیوالې ادبي فیستوال د اوولسمې جایزې ګټوونکې شوه.

رخشانه: د دې ادبي فیستوال ګټوونکي تازه د آیټالیا په «ګروتاماره» ښار کې وستایل شول.

شمیم فروتن په آیټالوي ژبه د یوه شعر په ویلو سره وتوانېده، چې د دې ادبي جشنوارې افتخاري دپلوم تر لاسه کړي.

د شمیم فروتن خاوند رفیع وفايي په خپله فسبوک پاڼه لیکلي، چې هغه د سلو ګډونوالو تر منځ د دې ادبي جایزې په ترلاسه کولو بریالۍ شوې ده.

وفايي لیکلي دي: «دا لویه لاس ته راوڼه دې تا او زموږ د ګران هېواد ټولو ښځو او نجونو ته مبارکه وي، هغه ښخې چې نن ورځ له خپلو ډېرو انساني او اساسي حقونو بې برخې دي، خو بیا هم ځلېږي.»

فرانکور لوی فیستوال یوه نړیواله ادبي پېښه ده، چې د آیتالوي او غیر آیټالوي لیکوالانو لپاره جوړېږي او موخه یې له معاصرو ادبیاتو، شعر او کیسو لیکولو ملاتړ دی.

شمیم فروتن د ۲۰۲۱ په اګست کې د طالبانو له بیا واکمنېدو مخکې، کابل کې د خبریالې په توګه فعالیت کاوه.

هغې په هېواد کې د جمهوریت له نسکورېدو او آیټالیا ته تر کډوالۍ وروسته، خپلو ادبي او کلتوري فعالیتونو ته دوام ورکړی دی.

طالبانو د تېر کال په اوړي کې د «مشاعرو د تنظیم» قانون توشېح کړ او د هغې له مخې، د مینې، انتقادي او د دې ډلې پر مشر ملاهبت الله د نیوکو کولو پر شعرونو بندیز ولګېده.

په دې اړه نور ولولئ...

ننګرهار کې دوه ماشومان د اوبو ذخیرې ته لوېدلي او مړه شوي

طالبانو تخار کې یوه ښځینه شاعره نیولې او زنداني کړې

د طالبانو د «مشاعرو د تنظیم» په قانون کې راغلي، د مینې او د نجونو او هلکانو په باره کې شعرونه ویل بند دي او په شعرونو کې باید د نجونو او هلکانو له ستاینې او یا هغوی مینې ته له رابللو باید ډډه وشي.

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت په دې وروستیو کې د کندهار په (انارګل» مشاعره کې له شاعرانو وغوښتل، چې له «اسلامي امارت» نه د دفاع او ملاتړ شعرونه و وايي.

اړوندې لیکنې

طالبان: په ټولنیزو شبکو په ناسمو خبرونو باور کول «لویه ګناه» ده
خبر

طالبان: په ټولنیزو شبکو په ناسمو خبرونو باور کول «لویه ګناه» ده

1 اکتوبر 2026
د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه
خبر

د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه

1 اکتوبر 2026
د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله
خبر

د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله

30 سپتمبر 2026
ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل
خبر

ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل

30 سپتمبر 2026
د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه
خبر

د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه

29 سپتمبر 2026
ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي
خبر

ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي

29 سپتمبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه