د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

کونړ کې یو ماشوم په «بې رحمه» ډول و وژل شو

10 مې 2026
کونړ کې یو ماشوم په «بې رحمه» ډول و وژل شو

کونړ کې سیمه ییز طالب چارواکي واييو د دې ولایت مرکز اسعد آباد ښار کې یو ماشوم په «بې رحمه» توګه وژل شوی دی.

رخشانه: کونړ کې د طالبانو د امنیه قوماندانۍ ویاند فرید دهقان وايي، د دې ماشوم جسد نن (یکشنبې د غوايي ۲۰مه) د دې ولایت مرکز کې موندل شوی دی.

دهقان زیاته کړې، دا ماشوم پنځه کلن وو او عثمان نومېده.

کونړ کې د طالبانو د امنیه قوماندانۍ ویاند ویلي، چې هغه پرون ماښام د دې ولایت مرکز د «نوآباد» سیمې څخه ورک شوی وو.

په ورته وخت د همدې سیمې دوه تنو اوسېدونکي د دې پېښې د پخلي تر څنګ ویلي، ناپېژانده کسانو له عثمان څخه «د چاقو پر مټ سرپرېکړی» او د هغه جسد یې د ښار په یوه څنډه کې غورځولی وو.

معلومه نه ده، چې دا ماشومان د چا له خوا او په څه دلیل وژل شوی دی.

په دې اړه نور ولولئ...

د پولیو نړیواله ورځ: افغانستان کې په دې ناروغۍ اخته کسان دوه برابره شوي

رباب فاطمه: د افغانستان په وړاندې پراته خنډونه د پام وړ دي

د سیمې اوسېدونکو له طالبانو غوښتي، چې د دې وژنې عاملین پیدا او ویې نیسي.

طالبانو هم ادعا کړې، چې د دې وژنې د څرګندتیا لپاره یې خپلې پلټنې پیل کړې دي.

په دې وروستیو دوه اونیو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې جنايي پېښې بې مخینې زیاتې شوې دي.

اړوندې لیکنې

مریم رحمتي: د «ملګرو ملتونو د خبریالانو ټولنې» افتخاري جایزه د افغان ښځو اړوند ده
خبر

مریم رحمتي: د «ملګرو ملتونو د خبریالانو ټولنې» افتخاري جایزه د افغان ښځو اړوند ده

24 اکتوبر 2026
فایق: هېڅ دین او کلتور له زده کړو د ښځو محرومول نه توجیه کوي
خبر

فایق: هېڅ دین او کلتور له زده کړو د ښځو محرومول نه توجیه کوي

24 اکتوبر 2026
فاریاب کې د یوې ترافیکي پېښې له امله ۲۴ ښځې او ماشومان ټپیان شول
خبر

فاریاب کې د یوې ترافیکي پېښې له امله ۲۴ ښځې او ماشومان ټپیان شول

24 اکتوبر 2026
ملګري ملتونه: هر ښوونیز کال کابو ۳۹۷ زره افغان نجونې له زده کړو پاتې کېږي
خبر

ملګري ملتونه: هر ښوونیز کال کابو ۳۹۷ زره افغان نجونې له زده کړو پاتې کېږي

22 اکتوبر 2026
فایق: طالبانو د بشري حقونو مدافعین په ځانګړې توګه ښځې د خپل سرو نیونو او ربړونې له لارې په نښه کوي
خبر

فایق: طالبانو د بشري حقونو مدافعین په ځانګړې توګه ښځې د خپل سرو نیونو او ربړونې له لارې په نښه کوي

21 اکتوبر 2026
د استرالیا نیوساوت ولز ایالت پارلمان د هزاره ګانو نسل وژنه په رسمیت وپېژنده
خبر

د هزاره ګانو د نسل وژنې د بندولو او جبري کډه کولو د مخنیوي لپاره نړیواله غوښتنه پیل شوه

21 اکتوبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه