د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

طالبانو کابل کې دوه خبریالان نیولي دي

10 مې 2026
طالبانو کابل کې دوه خبریالان نیولي دي

انځور: طلوع نیوز

طلوع نیوز اعلان کړی، چې د دې رسنۍ دوه خبریالان، عمران دانش او منصور نیازی، کابل کې د طالبانو له خوا نیول شوي دي.

رخشانه: طلوع نیوز نن (یکشنبې د غوايي ۲۰ مه) په خپله فسبوک پاڼه د دې دوه خبریالانو د نیول کېدو موضوع شریکه کړې ده.

طلوع نیوز مشخصه کړې نه ده، چې دا دوه خبریالان په کوم دلیل او د کابل ښار په کومه برخه کې د طالبانو له خوا نیول شوي دي.

دې رسنۍ ویلي، طالبانو د دې دوه خبریالانو د نیولو پخلی کړی او د «اړونده قانوني پړاونو له طی کولو وروسته به په دې اړه نور جزیات خپاره کړي.»

د طلوع تلوېزیون مشر فریدالله محمدي څه موده وړاندې ارګ کې د طالبانو له لوري په یوه جوړه شوې ناسته کې ادعا وکړه، چې «هغه آزادي چې افغانستان کې حاکمه ده، په سیمه کې ساری نه لري.»

په وروستۍ یوه اوونۍ کې د طالبانو له خوا د خبریالانو نیونه زیاته شوې ده.

دوه ورځې وړاندې له افغان رسنیو د ملاتړ سازمان (امسو) اعلان وکړ، چې د طالبانو استخباراتي ځواکونو د «پیګرد خبري آژانس» مسوول احمد جاوید نیازی نیولی دی.

په دې اړه نور ولولئ...

ننګرهار کې دوه ماشومان د اوبو ذخیرې ته لوېدلي او مړه شوي

طالبانو تخار کې یوه ښځینه شاعره نیولې او زنداني کړې

طالبانو په تېرو کابو پنځو کلونو کې په وار وار خبریالان او د رسنیو کارکوونکي او فعالان نیولي او په ځینو مواردو کې یې زنداني کړي هم دي.

د افغان خبریالانو مرکز اوونۍ وړاندې په یوه راپور کې اعلان وکړ، چې په تېر یوه کال کې یې د رسنیو له آزادۍ او د خبریالانو له حقونو د سرغړونو ۱۵۰ پېښې ثبت کړې دي.

د دې مرکز د راپور له مخې، څلور خبریالان لا هم د طالبانو په زندان کې شپې ورځې تېروي.

اړوندې لیکنې

طالبان: په ټولنیزو شبکو په ناسمو خبرونو باور کول «لویه ګناه» ده
خبر

طالبان: په ټولنیزو شبکو په ناسمو خبرونو باور کول «لویه ګناه» ده

1 اکتوبر 2026
د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه
خبر

د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه

1 اکتوبر 2026
د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله
خبر

د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله

30 سپتمبر 2026
ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل
خبر

ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل

30 سپتمبر 2026
د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه
خبر

د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه

29 سپتمبر 2026
ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي
خبر

ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي

29 سپتمبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه