د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

د «ریښو او اغېزو» نندارتون د هزاره کلتور ښودلو په موخه فنلنډ کې جوړ شو

11 مې 2026
د «ریښو او اغېزو» نندارتون د هزاره کلتور ښودلو په موخه فنلنډ کې جوړ شو

عکس: خانه فرهنگ هزاره‌ها در فنلند/ ارسالی به رسانه رخشانه

«فنلنډ کې د هزاره کلتور کور» اعلان وکړ، چې د ریښو او اغېزو «Roots and Reflections» نندارتون د هزاره کلتوري میراث د سپړنې او لمانځې د پېژندنې په موخه فنلنډ کې جوړ شو.

رخشانه: دا نندارتون د شنبې په ورځ (د غوايي ۱۹ مه) د فنلنډ د «اسپو» ښار په «هیلینا راوتاوارا» موزیم کې جوړ شو.

دې نندارتون کې په هزاره کلتور پورې تړلي آثار او توکي چې په کې دودیزې ګاڼې، سیمه ییزې جامې، لاسي صنایع، دودونه او رواجونه، د موسقۍ آلې، تاریخي آثار او کلتوري توکي نندارې ته وړاندې شول.

د دې نندارتون ګډونوالو د کلتوري هویت ساتنې پر اهمیت، د ټولنو په کلتوري بډایتوب کې د کډوالو د رول په اړه بحث وکړ او د هغې د ساتنې په اهمیت یې ټینګار وکړ.

په دې نندارتون کې فنلنډ کې د مېشتو افغان کډوالو او کوربه هېواد د سیاسي، ټولنیزو او کلتوري څېرو په ګډون په جلا جلا ګردي مېزنو کې بحثونه هم تر سره شول.

د دې ګردي مېزنونو ګډونوالو هر یوه د هزاره ګانو او هزارګي کلتور څخه د پېژندنې په اړه خپلې تجربې له مخاطبینو سره شریکې کړې او د کډوالو ټولنې د هویت په ساتلو کې د کلتور رول، د کلتوري خبرو اترو اهمیت، د کډوالۍ ننګونې او د فنلنډ د کلتوري تنوع په پیاوړتیا کې د هزاره ټولنې د ونډې په اړه خبرې اترې وکړې.

په دې اړه نور ولولئ...

د افغانستان لپاره د عدالت غوښتنې پر پاشلتیا نیوکه، ګډ ارزښتونه باید محور وي

د پولیو نړیواله ورځ: افغانستان کې په دې ناروغۍ اخته کسان دوه برابره شوي

د دې نندارتون جوړونکو د فیض محمد کاتب هزاره له خوا لیکل شوی «سراج التواریخ کتابونه او د محمد ګلزاري له خوا د «امیرعبدالرحمان په دوره کې د هزاره ګانو د قتل عام او ځورونې» ترتیب شوی کتاب، د افغانستان د تاریخ مهم کتابونه او سرچینې معرفي کړې.

د نندارتون په یوه برخه کې د آزر ځمکې لرغوني آثار» مستند فلم، چې د هزاره ګانو ژوند او د هغوی دودونه او رواجونه انځوروي، نندارې ته وړاندې شو.

فنلنډ کې د هزاره ګانو کلتوري کور ویلي، د ریښو او انعکاسونو نندارتون به د آګست میاشتې تر پای پورې د لیدونکو پر مخ پرانستی وي.

اړوندې لیکنې

رباب فاطمه: د افغانستان په وړاندې پراته خنډونه د پام وړ دي
خبر

رباب فاطمه: د افغانستان په وړاندې پراته خنډونه د پام وړ دي

24 اکتوبر 2026
مریم رحمتي: د «ملګرو ملتونو د خبریالانو ټولنې» افتخاري جایزه د افغان ښځو اړوند ده
خبر

مریم رحمتي: د «ملګرو ملتونو د خبریالانو ټولنې» افتخاري جایزه د افغان ښځو اړوند ده

24 اکتوبر 2026
فایق: هېڅ دین او کلتور له زده کړو د ښځو محرومول نه توجیه کوي
خبر

فایق: هېڅ دین او کلتور له زده کړو د ښځو محرومول نه توجیه کوي

24 اکتوبر 2026
فاریاب کې د یوې ترافیکي پېښې له امله ۲۴ ښځې او ماشومان ټپیان شول
خبر

فاریاب کې د یوې ترافیکي پېښې له امله ۲۴ ښځې او ماشومان ټپیان شول

24 اکتوبر 2026
ملګري ملتونه: هر ښوونیز کال کابو ۳۹۷ زره افغان نجونې له زده کړو پاتې کېږي
خبر

ملګري ملتونه: هر ښوونیز کال کابو ۳۹۷ زره افغان نجونې له زده کړو پاتې کېږي

22 اکتوبر 2026
فایق: طالبانو د بشري حقونو مدافعین په ځانګړې توګه ښځې د خپل سرو نیونو او ربړونې له لارې په نښه کوي
خبر

فایق: طالبانو د بشري حقونو مدافعین په ځانګړې توګه ښځې د خپل سرو نیونو او ربړونې له لارې په نښه کوي

21 اکتوبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه