د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

دوه ښځینه لیکوالې د بلخ «اوسانه» ادبي فیستوال دیارلسم پړاو ګټوونکې شوې

11 مې 2026
دوه ښځینه لیکوالې د بلخ «اوسانه» ادبي فیستوال دیارلسم پړاو ګټوونکې شوې

عکس: آرشیف- ارسالی‌ به رسانه‌ی رخشانه

بلخ کې د «اوسانه» لنډو کیسو فیستوال جوړونکي وايي، د کیسو لیکلو سیالۍ د دیارلسم پړاو ګټونکو په منځ کې دوه ځوانې ښځینه کیسه لیکوونکې هم د جایزو په تر لاسه کولو بریالۍ شوې.

رخشانه: د بلخ د کیسو کور نن (یکشنبې د غوايي ۲۱ مه) په خپله فسبوک پاڼه د کیسو لیکلو سیالۍ د دې پړاو ګټوونکي اعلان کړي دي.
دا فیستوال هر کال د هېواد د ځوانو کیسو لیکوونکو د ودې او پیاوړتیا په موخه، د بلخ د کیسو کور له خوا جوړېږي.

د دې فیستوال اجرايي مدیر شفیع بیریا ویلي دي، د اوسانه لنډو کیسو فیستوال په دیارلسم پړاو کې د هېواد د ځوانونو لیکوالو ۱۱۰ لنډې کیسې په درې پړاونو کې و ارزول شوې.

د هغه په وینا، د دې فیستوال تر ټولو غوره کیسې د شپږو څارونکو له خوا په دریو پړاونو کې و ارزول شوې، چې په پای کې یې درې کیسې تر ټولو غوره او دوه نورې کیسې د ستاینې وړ وپېژندل شوې.
د کیسو وروستۍ کره کتنه د خالد نویسا، فاطمه خاورې او محمد امین محمدي له خوا تر سره شوه. دې کره کتوونکو، کیسې د دریو معیارونو پر بنسټ، د کیسې نثر، د کیسې جوړښت او کرکټر جوړونکې پر اساس وکړې.

د «اوسانه» لنډو کیسو فیستوال د دیارلسم پړاو د کره کتونکي پلاوي د رایو له مخې، د زهره حسیني لنډه کیسه «څه چې په کلي کې پاتې دي» د دې پړاو لومړی مقام خپل کړ.
سارا کامګار په دې فیستوال کې د خپلې لنډې کیسې «ښکلي بوټان» سره دویم او علي آغا فیاض د «بې نومه بستر» لنډې کیسې سره درېیم مقام وګاټه.
د دې فیستوال کره کتوونکي پلاوي د محمد ضیا جویا د «موږک لندۍ» او د آسیه دانشیار «زړه ماتې» لنډې کیسې د ستاینې وړ وګڼلې.
طالبانو د دې فیستوال جوړونکو ته د «ښځو او نارینه وو په یوه وخت کې د شتون» په دلیل اجازه نه ده ورکړې، چې د دریالسم پړاو د ګټوونکو مراسم اعلان کړي.

د بلخ د کیسې کور په ۱۳۸۷ کال کې د یوې ډلې فرهنګیانو او کیسو لیکوونکو په همکارۍ جوړ شوی او هر کال د «اوسانه» فیستوال د کیسو لیکلو په برخه کې د غوره استعدادونو د پېژندنې او هڅونې په موخه جوړي.

په دې اړه نور ولولئ...

ننګرهار کې دوه ماشومان د اوبو ذخیرې ته لوېدلي او مړه شوي

طالبانو تخار کې یوه ښځینه شاعره نیولې او زنداني کړې

اړوندې لیکنې

طالبان: په ټولنیزو شبکو په ناسمو خبرونو باور کول «لویه ګناه» ده
خبر

طالبان: په ټولنیزو شبکو په ناسمو خبرونو باور کول «لویه ګناه» ده

1 اکتوبر 2026
د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه
خبر

د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه

1 اکتوبر 2026
د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله
خبر

د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله

30 سپتمبر 2026
ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل
خبر

ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل

30 سپتمبر 2026
د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه
خبر

د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه

29 سپتمبر 2026
ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي
خبر

ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي

29 سپتمبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه