د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

د یوناما راپور: تېرې درې میاشتې د طالبانو او پاکستان نښتو کې ۳۷۲ ملکي وګړي وژل شوي

12 مې 2026
د یوناما راپور: تېرې درې میاشتې د طالبانو او پاکستان نښتو کې ۳۷۲ ملکي وګړي وژل شوي

عکس: اداره ملی رسیدگی به حوادث زیر حاکمیت طالبان.

افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ دفتر (یوناما) په خپل راپور کې لیکلي، د روان میلادي کال د جنورۍ له اولې د مارچ تر ۳۱ مې، د طالبانو او پاکستان تر منځ سرحدي نښتو کې، ۳۷۲ ملکي افغانان وژل شوي او ۳۹۷ نور ټپیان شوي دي.

رخشانه: یوناما په خپل تحقیقي راپور کې چې نن (سه شنبې د غوايي ۲۲مه) یې خپور کړی ویلي، یوازې ۲۶۹ تنه کابل کې د نشه یانو د درمنلې په امید مرکز د پاکستان په هوايي برید کې وژل شوي او د یوې ښځې په ګډون ۱۲۲ تنه نور ټپیان شوي دي.

د یوناما د راپور له مخې، دا شمېر کسان د افغانستان پر خاوره د پاکستان د ۹۵ هوايي او راکټي بریدونو کې قرباني شوي. قربانیانو کې ۷۲ تنه ښځې، ۵۵۴ تنه نارینه، ۴۸ نجونې او ۹۵ هلکان شامل دی.

یوناما لیکلي، دا کسان په نورستان، کندهار، پکتیا، پکتیکا، خوست، ننګرهارو کونړ او کابل ولایتونو کې د پاکستان د هوايي او راکېټي بریدونو او د پاکستان او طالبانو تر منخ سرحدي نښتو کې قرباني شوي دي.

دې بنسټ زیاته کړې، چې کابل ښار کې د امید د نشه یانو د درملنې په مرکز د مارچ د ۱۶ مې تر برید وړاندې، د ثبت شویو ملکي مرګ ژوبلې له نیمايي زیات ښځې او ماشومان جوړوي.

دغه دفتر وايي، د دې پېښې ډېری قربانیان په نشه يي توکو روږدي کسان وو، چې په دې مرکز کې تر درملنې لاندې وو.

راپور راوړي، دا روغتون د پاکستان تر درې هوايي بریدونو لاندې راغلی دی. په دې بریدونو کې ۲۶۹ تنه وژل شوي او ۱۲۲ نور ټپیان شوي دي.

یوناما په خپل راپور کې وايي، د دې پېښې د ځینو قربانیانو جسدونه، د ژورو ټپونو او سوځېدو له امله د پېژندو وړ نه وو. یو شمېر کورنۍ لا هم د خپلو قربانیانو د جسدونو په موندلو نه دي بریالي شوي.

طالبانو کابل ښار کې د نشه یانو د درملنې په امید مرکز د پاکستان د هوايي بریدونو مرګ ژوبله، ۴۱۱ وژل شوي او ۲۶۱ ټپیان اعلان کړي دي.

کابل کې د پاکستان سفارت د یوناما دې راپور ته په ځواب کې ویلي، پاکستاني ځواکونو کابل ښار کې «ترهګریز تاسیسات او بنسټونه» په نښه کړي دي.

په دې اړه نور ولولئ...

ننګرهار کې دوه ماشومان د اوبو ذخیرې ته لوېدلي او مړه شوي

طالبانو تخار کې یوه ښځینه شاعره نیولې او زنداني کړې

همدارنګه یوناما په خپل راپور کې لیکلي، د روان میلادي کال د مارچ په ۱۹ مه د نورستان ولایت د کامدېش ولسوالۍ په روغتیايي مرکز کې، په یوه غیر دولتي بنسټ پورې تړلې روغتیايي ښځینه کارکونکې د پاکستاني ځواکونو په ډزو و وژل شوه.

دا مېرمن له خپلې کورنۍ سره کونړ ولایت ته د تګ په حال کې وه، چې لېږدونکی موټر یې د نورستان په کامدېش ولسوالۍ کې د پاکستاني ځواکونو تر برید لاندې راغی او و وژل شوه.

یوناما له ښکېلو غاړو غوښتي، چې نړیوالو بشري حقونو ته په درناوي، په غیرنظامیانو له برید کولو ډډه وکړي.

اړوندې لیکنې

طالبان: په ټولنیزو شبکو په ناسمو خبرونو باور کول «لویه ګناه» ده
خبر

طالبان: په ټولنیزو شبکو په ناسمو خبرونو باور کول «لویه ګناه» ده

1 اکتوبر 2026
د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه
خبر

د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه

1 اکتوبر 2026
د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله
خبر

د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله

30 سپتمبر 2026
ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل
خبر

ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل

30 سپتمبر 2026
د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه
خبر

د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه

29 سپتمبر 2026
ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي
خبر

ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي

29 سپتمبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه