د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

د یوناما راپور: د ښځو په ګرځېدو او جامو د طالبانو محدودیتونه زیات شوي دي

12 مې 2026
د یوناما راپور: د ښځو په ګرځېدو او جامو د طالبانو محدودیتونه زیات شوي دي

عکس: رسانه رخشانه.

افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ دفتر (یوناما) په خپل تازه راپور کې، د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه ویلي، د ښځو په ګرځېدو او جامو د طالبانو محدودیتونه زیات شوي دي.

رخشانه: دا راپور چې د روان کال د جنوري او مارچ میاشتو تر منځ موده رانغاړي، نن (سه شنبې د غوايي ۲۲مه) خپور شوی دی.

د یوناما راپور کې راغلي، د طالبانو امربالمعروف ځواکونو هرات ښار کې د ښځو په ګرځېدو او جامو محدودیتونه سخت کړي دي.

یوناما ویلي، د طالبانو امربالمعروف ځواکونو، اروزګان، پکتیا او کندهار ولایتونو کې، روغتیايي مرکزونو ته امر کړي، چې له محرم پرته ښځو درملنه ونه کړي. ښځینه روغتیايي کارکوونکې هم باید شرعي محرم ولري.

د طالبانو امربالمعروف ځواکونو اروزګان او غزني ولایتونو کې هټۍ والو ته امر کړی، چې له محرم او حجاب پرته ښځو باندې توکي او شیان ونه پلوري. همدارنګه دې ډلې کندهار کې د معاملاتو لارښودو دفترونو ته ویلي، چې له محرم پرته ښځو ته کورونه په کرایه ورنه کړي.

دې ځواکونو یو هټۍ وال په یوه ښځه چې محرم ورسره نه وو، د توکو پلورلو له امله نیولی او د یوې شپې ورځې په مخه یې بندي کړی دی.

یوناما وايي، د طالبانو له خوا په لږ تر لږه دریو ولایتونو کې د مینانو ورځې د ډالیو اخیستو او پلور په تور یې د څو کسانو نیونه مستنده کړې ده.

راپور د ملګرو ملتونو اړوند دفترونو او بنسټونو ته د ښځینه کارکوونکو نه پرېښودو ته اشاره کړې وايي، د مارچ تر ۳۱ مې بورې ۲۰۵ ورځې کېږي، چې د ملګرو ملتونو د دفترونو ښځینه کارکوونکي له کار او په دفتر کې له شتون څخه بندې کړای شوې دي.

راپور راوړي، طالبانو د ۲۰۲۶ کال د جنورۍ په ۱۷ مه، د ښځو نومونه د ملکي خدماتو د تنخواوو د نوملړ څخه لرې کړې او د دولتي ښځینه کارکوونکو، چې په دفتر کې له شتون څخه منع کړای شوې، تنخواوې یې درولې دي.

په دې اړه نور ولولئ...

ننګرهار کې دوه ماشومان د اوبو ذخیرې ته لوېدلي او مړه شوي

طالبانو تخار کې یوه ښځینه شاعره نیولې او زنداني کړې

یوناما په خپل راپور کې کاږي، سږ پنځم پرلپسې کال دی، چې له شپږم ټولګي بره نجونې ښوونځي ته له تګ څخه محرومې دي. د دې بنسټ په وینا، د ۲۰۲۱ کال راهیسې تر اوسه پورې شاوخوا ۲.۲ میلیونه نجونې له زده کړو بې برخې شوې دي.

د ملګرو ملتونو د سیاسي استاوزلۍ دفتر ویلي، طالبانو د دې راپور د چمتوالي پر مهال، د دوه رسنیو فعالیتونه درولي او د دریو رسنیزو سازمانونو او بنسټونو جوازونه یې هم لغوه کړي دي.
دې بنسټ ویلي، د جنوري له اولې د مارچ د ۳۱ مې تر منځ طالبانو د ۲۶۹ نارینه وو، ۳۹ ښځو او څلورو هلکانو په ګډون لږ تر لږه ۳۱۲ تنه د خلکو په وړاندې په دورو وهلي دي.

طالبانو د ۲۰۲۵ میلادي کال په جریان کې په ټول هېواد کې د ښځو په ګډون ۵۴ زره او ۹۵۶ تنه د خلکو په وړاندې په دورو وهلي، په فراه، نیمروز، بادغیس او خوست ولایتونو کې یې شپږ تنه د زرګونو نندارچیانو په وړاندې اعدام کړي دي.

یوناما ویلي، د مخکني حکومت نظامیان او چارواکي، چې په غیرداوطبانه توګه افغانستان ته ستانېږي د ګواښ او بشري حقونو له سرغړونو سره مخ کېږي. دې بنسټ په یاده موده کې د طالبانو له لوري د پخوانیو نظامیانو او چارواکو د وژنو پنځه پېښې او د ربړونې او ناوړه چلند ۹ پېښې ثبت کړې دي.

د یوناما په وینا، طالبانو په لږ تر لږه اتو ولایتونو کې شیعه ټولنې ته امر کړی، چې کوچینۍ اختر له دې ډلې سره په یوه وخت ولمانځي او د اختر لمونځ ادا کړي. طالبانو له دې امر څخه د سرغړونې په تور څو شیعه روحانیو نیولي هم دي.

امربالمعروف ځواکونو کابل کې د نوروز په ورځ د کابل کارته سخي سیمه کې د سخي زیارت ته د ښځو ورتګ بند کړی دی. همدارنګه د دې ډلې ځواکونو په مارچ میاشت کې د هرات په یوه جومات کې د ماښام د لمانځ پر مهال د ښځو د شتون مخنیوی کړی دی.

یوناما د طالبانو د محکمو لپاره د جزايي اصول نامې توشېح ته په اشارې ویلي، دې سند ډېر اعمال جرم کړي او جزايي سزاګانو پلي کول تنظیموي.
د یوناما په وینا، دا سند هغه جرمونه مشخص کوي، چې د مرګ سزا یې «د عامه ګټو پر بنسټ» او «د طالبانو د مشر په اجازې سره» پلې کېدای شي.

د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ دفتر ویلي، طالبانو درې خبریالان د «ښځو د زده کړې د دودولو، د اخلاقي فساد د پراختیا او جاسوسۍ» په تورونو زنداني کړي دي.

دې بنسټ زیاته کړې، د ۲۰۲۶ کال د جنورۍ د اولې د مارچ تر ۳۱ مې ترمنځ، د امربالمعروف ځواکونو له خوا د «ږیرې لنډولو، لوېدیځ سټایل وېښتانو، موسیقۍ غږولو یا اورېدو او حجاب څخه د سرغړونې» په تورونو د لږ تر لږه ۳۳۶ خپل سرو نیونو پېښې او د ښخو او نارینه وو سره د ناوړه چلند ۵۹ پېښې ثبت کړې دي.

اړوندې لیکنې

طالبان: په ټولنیزو شبکو په ناسمو خبرونو باور کول «لویه ګناه» ده
خبر

طالبان: په ټولنیزو شبکو په ناسمو خبرونو باور کول «لویه ګناه» ده

1 اکتوبر 2026
د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه
خبر

د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه

1 اکتوبر 2026
د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله
خبر

د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله

30 سپتمبر 2026
ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل
خبر

ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل

30 سپتمبر 2026
د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه
خبر

د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه

29 سپتمبر 2026
ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي
خبر

ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي

29 سپتمبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه