د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

زکیه خداداي د دویم ځل لپاره د اروپا پاراتکواندو اتله شوه

12 مې 2026
زکیه خداداي د دویم ځل لپاره د اروپا پاراتکواندو اتله شوه

عکس: صفحه انستاگرام زکیه خدادادی

فرانسه کې اوسېدونکې افغان پاراتکواندوکاره زکیه خدادي د دویم ځل لپاره د اروپا د ۲۰۲۶ کال د پاراتکواندو سیالیو اتله شوه او د دې سیالیو د سرو زرو مډال یې په غاړه کړ.

رخشانه: د «مونیخ ۲۰۲۶ یورو تکواندو» سیالۍ د می میاشتې په ۱۱ مه، د المان مونیخ ښار کې پیل او د مي په ۱۴ مه پای ته رسېږي.

زکیې خدادي آیټالیايی، ګرجستاني او ترکیه سیالانو ته په ماتې ورکولو سره، د اروپا اتلولۍ لوبو په لومړي مقام ودرېده.

هغې په دې سیالیو کې د منفي ۴۷ کیلوګرامه وزن سره ګډون وکړ او په وروستۍ لوبه کې خپل ترکي سیالې ته په ماتې ورکولو سره اتله شوه.

خدادادي په خپله انسټاګرام پاڼه د څو انځورونو په خپرولو سره د خپلې اتلولۍ خبر ورکړی دی.

زکیه خدادادي تېر پسرلي کې د برازیل هېواد د پاراتکواندو اوپن (Rio Open G2 2025) لوبو کې د برونزو مډال وګاټه.

خدادادي لومړنۍ افغان لوبغاړې ده، چې د ۲۰۲۰ توکیو پاراالمپیک سیالیو کې یې ګډون وکړ او د دې ورزشي سیالیو د زړورې ښځې لقب یې خپل کړ.

هغه تر دې وړاندې د اروپا د پاراتکواندو سیالیو کې د سروزورو مډال، د ۲۰۲۲ کال په نړیوال ګرانډ پرې کې د برونزو مډال، البانیا کې په نړیوالو سیالیو کې د سپینو زرو مډال او په ۲۰۱۶ کال کې د مصر د پاراتکواندو سیالیو کې د برونزو مډال په غاړه کړی دی.

په دې اړه نور ولولئ...

معترضو ښځو د طالبانو له زندانه د مژده ازبک د خوشي کولو غوښتنه وکړه

غزني کې د لاسي بم چاودنې یوه ښځه وژلې

خدادادي د افغان مېرمنو له حقونو په ځانګړې توګه د نجونو د زده کړې او لوبو د ملاتړ له امله، د نړیوالې پاراالمپیک کمېټې د ۲۰۲۵ کال د ښځو د نړیوالې ورځې جایزې د ابهرونکې رهبرۍ کټګورۍ ګټونکې وه.

طالبانو په افغانستان کې د نورو محدودیتونو تر څنګ ښځې له لوبو څخه بندې کړې دي. دې ډلې ویلي، ښځینه لوبغاړې په رسمیت نه پېژني او د هېواد ټولې ملي ښځینه لوبډلې یې منحل کړې دي.

اړوندې لیکنې

په هېواد کې د پولیو مثبتې پېښې ۵۰ مورده ته ورسېد
خبر

په هېواد کې د پولیو مثبتې پېښې ۵۰ مورده ته ورسېد

14 نوومبر 2026
بامیانو کې طالبان: نجونې او هلکان د په جلا وختونو کې ښوونیزو مرکزونو ته لاړ شي
خبر

بامیان او بغلان کې ترافيکي پېښو د دریو ماشومانو ژوند واخیست

14 نوومبر 2026
فرخنده محتاج د «بشري حقونو غوره فعال» برخه کې د ۲۰۲۶ کال د مګنیتسکي جایزې ګټونکې شوه
خبر

فرخنده محتاج د «بشري حقونو غوره فعال» برخه کې د ۲۰۲۶ کال د مګنیتسکي جایزې ګټونکې شوه

14 نوومبر 2026
د افغانستان د رسنیو فعالان: د نړیولې ټولنې اعلامیې نه شي کولی افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت ته اغېزمن ځواب وي
خبر

د افغانستان د رسنیو فعالان: د نړیولې ټولنې اعلامیې نه شي کولی افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت ته اغېزمن ځواب وي

13 نوومبر 2026
فاریاب کې د یوې غونډۍ ښویدو د دوه ماشومانو ژوند واخیست
خبر

فاریاب کې یوه سړي خپله ښځه او خواښې وژلې دي

12 نوومبر 2026
یونیسف: افغانستان کې ۳.۷ میلیونه ماشومان له سختې خوارځواکۍ کړېږي
خبر

یونیسف: افغانستان کې ۳.۷ میلیونه ماشومان له سختې خوارځواکۍ کړېږي

12 نوومبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه