د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

ننګرهار او کونړ کې چاودنو د اوو ښځو او ماشومانو ژوند واخیست

14 مې 2026
ننګرهار او کونړ کې چاودنو د اوو ښځو او ماشومانو ژوند واخیست

عکس تزئینی است.

ننګرهار او کونړ ولایتونو کې د ناچاودو توکو د چاودنو له امله، د پنځو ماشومانو، یوې ښځې او یوه نارینه په ګډون د اوو تنو ژوند واخیست او یو بل ماشوم ټپي شوی دی.

رخشانه: ننګرهار کې د طالبانو د امنیه قوماندانۍ ویاند سید طیب حماد وايي، د دې ولایت ګوشتې ولسوالۍ کې د جګړو مهال د راکټ پاتې شوې مرمۍ د چاودنې په ترڅ کې یوه ماشوم ژوند له لاسه ورکړی او یو بل ماشوم ټپی شوی دی.

ننګرهار کې د طالبانو د امنیه قوماندانۍ ویاند زیاته کړې، دا چاودنه نن سهار (پنشنبې د غوايي ۲۴ مه) د ګوشتې ولسوالۍ د «دورخیل» په کلي کې رامنځ ته شوې ده.

نوموړي ویلي، ماشومان د څارویو څرولو لپاره یوه نېږدې غره ته تللي و، چې د راکټ د یوې ناچاودې مرمۍ سره د لګېدو په چاودنه کې مړه او ټپیان شول.

ټپي ماشوم د ګوشتې ولسوالۍ روغتون ته لېږدول شوی او روغتیايي حالت یې ښه دی.

په ورته وخت کونړ کې یوې سرچینې د هویت پټ ساتلو سره ویلي، د دې ولایت «ماڼوګي» ولسوالۍ کې د ناچاودو توکو په چاودنه کې، درې ماشومان، یوه ښځه او یو نارینه وژل شوي دي.

د سرچینې په وینا، دا پېښه د چهارشنبې په شپه (د غوايي ۲۳ مه) شاوخوا ۹ بجې د ماڼوګي ولسوالۍ په «کنده ګل» کلي کې رامنځ ته شوې ده.

په دې اړه نور ولولئ...

ننګرهار کې دوه ماشومان د اوبو ذخیرې ته لوېدلي او مړه شوي

طالبانو تخار کې یوه ښځینه شاعره نیولې او زنداني کړې

سرچینې زیاته کړې، د دې پېښې قربانیان د یوې کورنۍ غړي وو او د کور ودانۍ په بشپړه توګه ویجاړه شوې ده.

کونړ کې طالب چارواکو تر اوسه د دې پېښې په اړه څه نه دي ویلي.

په ټول هېواد کې د جګړې مهال د پاتې شویو ناچاودو توکو چاودنې، هر کال له خلکو قرباني اخلي. د دې پېښو ډېری قربانیان ماشومان دي.

اړوندې لیکنې

طالبان: په ټولنیزو شبکو په ناسمو خبرونو باور کول «لویه ګناه» ده
خبر

طالبان: په ټولنیزو شبکو په ناسمو خبرونو باور کول «لویه ګناه» ده

1 اکتوبر 2026
د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه
خبر

د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه

1 اکتوبر 2026
د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله
خبر

د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله

30 سپتمبر 2026
ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل
خبر

ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل

30 سپتمبر 2026
د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه
خبر

د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه

29 سپتمبر 2026
ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي
خبر

ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي

29 سپتمبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه