د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

د بشري حقونو څارډله: د امریکا د بهرنیو مرستو کمېدل په ټوله نړۍ کې بشري حقونه زیانمنوي

14 مې 2026
د بشري حقونو څارډله: د امریکا د بهرنیو مرستو کمېدل په ټوله نړۍ کې بشري حقونه زیانمنوي

HRW. Photo by Luis Tato/AFP via Getty Images

د بشري حقونو د څار سازمان وايي، د امریکا د بهرنیو مرستو کمېدل، په ټوله نړۍ کې بشري حقونه او بې شمېره کسان چې له ګواښ سره مخ دي، زیانمنوي.

رخشانه: دې بنسټ نن (پنشنبې د غوایي ۲۴ مه) په یوه راپور کې لیکلي، پالیسي جوړونکي او مالي مرسته کوونکي باید له بشري حقونو او له ګواښ سره مخ کسانو ملاتړ بېرته ورغوي.

د بشري حقنو څارډلې زیاته کړې، امریکا په ۲۰۲۵ کال کې خپلې ټولې بهرنۍ مرستې په ناڅاپي ډول بندې کړې، هغه ګام چې بشري حقونو او له خطر سره مخ بې شمېره کسانو ته یې زیان رسولی دی.

دې بنسټ په ۱۶ هېوادونو، له هغې جملې په افغانستان کې د رسنیو پر آزادۍ، اطلاعاتو ته د لاسرسي او ډېجیټل امنیت، هدفي تاوتریخوالي او سرغړونې سره مقابلې او همدارنګه په عدالت، ځواب وینې او قانون پر حاکمیت د مرستو کمېدو اغېزې څېړلې دي.

د بشري حقونو څارډلې ویلي، د امریکا د بشري مرستو د بندېدو په پایله کې، «د بشري حقونو د سرغړونو په اړه پلټنې درېدلې، له قربانیانو ملاتړ پرې شوی او هغه سازمانونه چې د بشري حقونو د سرغړونو په مخنیوي کې یې مرسته کوله، اړ شوي، چې خپل فعالیتونه کم کړي یا یې وتړي.»

واشنګټن کې د بشري حقونو د څارډلې دفتر مدیرې سارا یاګر ویلي دي «په بهرنیو مرستو کې کمښت د بشري حقونو د سرغړونو ثبت او مستند کول، په خطر کې د ټولنو ساتنې او د بشري حقونو د سرغړونکو ته حساب ورکول ګران کړي دي.»

په دې اړه نور ولولئ...

معترضې ښځې: ډېری افغان ښوونکي د کار او زده کړې له حقه پاتې دي

د جرمونو نړیوالې محکمې د څلورو طالبانو د نیولو امرونه له پټ حالته وایستل

هغې زیاته کړې: «د امریکا دولت په چټکه او پراخه توګه د مرستو کمولو سره، د ډېری هغو کسانو د ژغورنې لار، چې ناوړه ګټې اخیستنې او د بشري حقونو له سرغړونو سره مخ دي، له منځه وړی دی.

د بشري حقونو څار ډلې ویلي، هېڅ حکومت په قانوني توګه د بهرنیو مرستو په چمتو کولو مکلف نه دی، خو هغه لار چې امریکا د مرستو کمولو برخه کې ونیوه، د پام وړ زیان اړولی او ځواب وینې ته اړتیا لري.

دې بنسټ زیاته کړې، د امریکا کانګرس باید په ۲۰۲۵ کال کې د بودیجې کمولو او پروګرامونو تړلو د بشري حقونو اغېزو ارزولو لپاره یوه خپلواکه بیا کتنه وکړي او په راتولنکو بودیجو کې د بشري حقونو د فعالیتونو لپاره تمویل بېرته رامنځ ته کړي.

همدارنګه د بشري حقونو څار ډلې ویلي، پالیسي جوړونکي، مرستنه کوونکي دولتونه او خصوصي بنسټونه باید د بشري حقونو د نړیوال غورځنګ لپاره د ملاتړ د بیا رغونې په موخه سملاسي او دوامداره توګه د بشري حقونو د درناوي پر بنسټ ګام پورته کړي.

اړوندې لیکنې

د نسل وژنې څار ډله: هزاره ښځې د طالبانو د تبعیضي، محرومیت او جنسیتي ځورونې نظام له خطر سره مخ دي
خبر

د نسل وژنې څار ډله: هزاره ښځې د طالبانو د تبعیضي، محرومیت او جنسیتي ځورونې نظام له خطر سره مخ دي

5 اکتوبر 2026
معترضې ښځې: له زده کړو د نجونو محرومیت، له ښوونکو او راتلونکي متخصص نسل څخه د افغانستان محرومول دي
خبر

معترضې ښځې: له زده کړو د نجونو محرومیت، له ښوونکو او راتلونکي متخصص نسل څخه د افغانستان محرومول دي

5 اکتوبر 2026
امریکا او ائتلافي هېوادونو افغانستان کې د جنګي جرمونو او بشري حقونو د سرغړونو تاوان ورکولو زمینه نه ده برابره کړې
خبر

امریکا او ائتلافي هېوادونو افغانستان کې د جنګي جرمونو او بشري حقونو د سرغړونو تاوان ورکولو زمینه نه ده برابره کړې

5 اکتوبر 2026
د کاناډا ونکوور کې د «هزاره ګانو د نسل وژنې کلیزې» یاد غونډه جوړه شوه
خبر

د کاناډا ونکوور کې د «هزاره ګانو د نسل وژنې کلیزې» یاد غونډه جوړه شوه

5 اکتوبر 2026
غور کې یوه مېرمن د مېړه له خوا په «وحشتناکه» ډول وژل شوې
خبر

غور کې یوه مېرمن د مېړه له خوا په «وحشتناکه» ډول وژل شوې

4 اکتوبر 2026
ننګرهار کې دوه ماشومان د اوبو ذخیرې ته لوېدلي او مړه شوي
خبر

ننګرهار کې دوه ماشومان د اوبو ذخیرې ته لوېدلي او مړه شوي

3 اکتوبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه