د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

ملګري ملتونه: په ښځو د طالبانو محدودیتونو اقتصاد او کاري ځواک کمزوری کړی

14 مې 2026
ملګري ملتونه: په ښځو د طالبانو محدودیتونو اقتصاد او کاري ځواک کمزوری کړی

عکس: UNDP

افغانستان کې د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام (UNDP) په یوه راپور کې ویلي، د ښځو او نجونو پر زده کړه او کار د طالبانو د محدودیتونو شدت او دوام، افغانستان کې د اقتصاد او کاري ځواک د کمزورتیا لامل شوی دی.

رخشانه: د ملګرو ملتونو د «۲۰۲۴- ۲۰۲۵ د افغانستان اقتصادي – ټولنیزه ارزونې» راپور نن (پنشنبې د غوايي ۲۴ مه) خپور شوی او په کې راغلي، میلیونه تنه افغان وګړي خپلو اساسي اړتیاوو ته د لاسرسی برخه کې له ستونزو سره مخ دي.
د ملګرو ملتونو د راپور له مخې، په ۲۰۲۵ کال کې شاوخوا ۲۸ میلیونه کسان افغانستان کې په بېوزلۍ کې ژوند وکاوه، هغه وضعیت چې د ګډوالو د پراخې راستنېدنې، سختې وچکالۍ او نړیوالو مرسته د کمښت له امله نور هم خراب شوی دی.

په راپور کې لیکلي شوي، طالبانو په تېرو کابو پنځو کلونو کې، د ښځو د کار، زده کړې او تګ راتګ د خپلواکۍ ته د لاسرسي په تړاو، نېږدې ۱۰۰ فرمانونه صادر کړي دي.

راپور وايي، د ښځو او نجونو پر اساسي حقونو او خپلواکیو د طالبانو د محدودیتونو شدت، تېر میلادي کال په هېواد کې د انساني وړتیاوو بحران لا ژور کړی دی.
راپور کې راوړل شوي، افغانستان کې له نیمايي زیاتې مېرمنو ویلي، په ورځ کې یو ځل له کوره وځي او یو پر پنځمه د هغوی ویلي، چې دوی په اوونۍ کې له یو ځل کمې د باندې وځي.

د راپور پر بنسټ، له شپږم بره نجونو باندې د زده کړې محدودیت لا پر ځای پاتې دی او په ۲۰۲۵ کال کې په ښوونځیو کې د نجونو د نوم لیکنې شمېره همغه ۴۲ سلنه پاتې ده.

ملګرو ملتونو پوهنتونونو کې د نجونو د زده کړې، په ځانګړې توګه په طبي برخو کې بندیز ته په اشارې ویلي، د دې محدودیتونو دوام «به عملي توګه د ښځینه ښوونکو او ښځینه روغتیايي کارکوونکو راتلونکې تولیدي کرښه له منځه وړي، چې په اوږد مهال کې د ښځو لپاره د اړینو خدماتو چمتو کول له خطر سره مخ کوي.»

په دې اړه نور ولولئ...

ننګرهار کې دوه ماشومان د اوبو ذخیرې ته لوېدلي او مړه شوي

طالبانو تخار کې یوه ښځینه شاعره نیولې او زنداني کړې

په راپور کې ویل شوي، د ښځو د روغتیا پایلې په ۲۰۲۵ کال کې د پام وړ خرابې شوې دي. په ټول هېواد کې روغتیايي خدماتو ته لاسرسی کم شویو ځکه د بودیجې د کمښت له امله، له ۴۴۰ څخه زیاتو مرکونه له منځه تللي. ښځې د شرعي محرم نه لرلو، روغتیايي ښځینه کارکونکو د کمښت او پر تګ راتګ محدودیت سره له لا زیاتونو خنډونو سره مخ دي.

ملګرو ملتونه وايي، د بشري بحران د لا ژورېدو د مخنیوي لپاره د ښځو او نجونو په وړاندې د محدودیتونو لغوه کول اړین دی.

دې بنسټ ویلي، په ښځو او نجونو د طالبانو محدودیتونه باید سملاسي لغوه کړای شي، تر څو هغوی وکولی شي زده کړې وکړي او نورو ښځو ته اړین روغتیايي او ښوونیز خدمات وړاندې کړي.

ملګرو ملتونو ټینګار کړی، چې د هېواد د ملي اقتصاد او ټولنیز ثبات لپاره، په ټولنیز او اقتصادي ژوند کې د ښځو بشپړ ګډون خورا حیاتي دی.

اړوندې لیکنې

طالبان: په ټولنیزو شبکو په ناسمو خبرونو باور کول «لویه ګناه» ده
خبر

طالبان: په ټولنیزو شبکو په ناسمو خبرونو باور کول «لویه ګناه» ده

1 اکتوبر 2026
د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه
خبر

د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه

1 اکتوبر 2026
د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله
خبر

د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله

30 سپتمبر 2026
ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل
خبر

ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل

30 سپتمبر 2026
د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه
خبر

د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه

29 سپتمبر 2026
ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي
خبر

ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي

29 سپتمبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه