د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

یوناما د طالبانو له خوا د دریو خبریالانو په نیونې اندېښنه وښوده

14 مې 2026
یوناما د طالبانو له خوا د دریو خبریالانو په نیونې اندېښنه وښوده

انځور; UNAMA News

افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ (یوناما) دفتر، کابل کې د طالبانو له لوري د «نامعلوم تور په دلیل» د دریو خبریالانو په نیولو اندېښنه ښودلې ده.

رخشانه: یوناما نن (پنشنبې د غوايي ۲۴ مه) په خپله فسبوک پاڼه د یوه پوسټ په خپرولو سره، د دې خبریالانو د نیول کېدو په اړه د «وضاحت غوښتنه» کړې ده.

یوناما لیکلي: «د طالبانو له خوا د تلاشۍ پر مهال په خبریالانو د بریدونو او د هغوی د توکو د ضبطولو په راپورونو هم اندېښمن دي.»

دې بنسټ «د خبریالانو په وړاندې د قانوني اساس او تورونو په اړه وضاحت او په ټولو قضیو کې د مناسبې پروسې او د دوی حقونو ته د درناوي غوښتنه هم کړې ده.»

افغانستان کې د یوناما دفتر ویلي «آزاد، خپلواک او خوندي مطبوعات، د روڼتیا، حساب ورکولو او د افغاني ټولنې د سلامتیا ډاډمنولو لپاره اړین دي.»

یوناما له طالبانو غوښتي، چې د بشري حقونو د نړیوال قانون پر اساس د خپلو مکلفیتونو په رعایت کولو سره ډاډ ورکړي، چې خبریالان کولی شي، له وېرې، ډار، ځورونې او غچ اخیستونکو اقداماتو پرته خپلې دندې تر سره کړي.

طلوع نیوز د یکشنبې په ورځ په خپله اېکس پاڼه د یوه پوسټ په خپرولو سره لیکلي، چې طالبانو د دوی د رسنۍ دوه تنه خبریالان منصور نیازی او عمران دانش نیولي دي.

له هغې مخکې د «پیګرد» خبري آژانس مسوول جاوید نیازی هم په کابل ښار کې د طالب استخباراتو له خوا نیول شوی وو.

د خبریالانو د خوندیتوب کمېتې آسیايي څانګې (CPJ-Asia) دوه ورځې مخکې اعلان وکړ، چې د طلوع نیوز د دوه خبریالانو د نیولو کېدو خبر له خپرېدو وروسته، د طالبانو استخباراتو د دې رسنۍ په دفتر یرغل کړی، د کارکوونکو تلېفونه یې ترې ضبط کړي او له هغوی یې پوښتنې ګروېږنې کړې دي.

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت نن تایید کړې، چې د طلوع نیوز دوه خبریالان د دوی د امنیتي ځواکونو له خوا نیول شوي او د دې خبریالانو دوسیې تر څېړنې لاندې دي.

دې وزارت نه ده مشخصه کړې، چې دا دوه خبریالان په کوم دلیل د طالبانو له خوا نیول شوي او دا مهال چېرته ساتل کېږي.

په دې اړه نور ولولئ...

د پولیو نړیواله ورځ: افغانستان کې په دې ناروغۍ اخته کسان دوه برابره شوي

رباب فاطمه: د افغانستان په وړاندې پراته خنډونه د پام وړ دي

طالبانو د ۲۰۲۱ په اګست کې بیا واک ته تر رسېدو وروسته، په خبریالانو او خپلواکو رسنیو د محدودیتونو په لګولو سره، په هېواد کې د رسنیز فعالیت کړۍ را تنګه کړې ده.

دې ډلې په تېرو کابو پنځو کلونو کې، په هېواد کې لسګونه رسنۍ تړلې او څو خبریالان، رسنیز کارکوونکي او فعالان یې نیولي او زنداني کړي دي.

د دې محدودیتونو په لګولو سره، ګڼ شمېر خبریالان او د رسنیو کارکوونکو او فعالانو هېواد پرېښودی دی.

اړوندې لیکنې

مریم رحمتي: د «ملګرو ملتونو د خبریالانو ټولنې» افتخاري جایزه د افغان ښځو اړوند ده
خبر

مریم رحمتي: د «ملګرو ملتونو د خبریالانو ټولنې» افتخاري جایزه د افغان ښځو اړوند ده

24 اکتوبر 2026
فایق: هېڅ دین او کلتور له زده کړو د ښځو محرومول نه توجیه کوي
خبر

فایق: هېڅ دین او کلتور له زده کړو د ښځو محرومول نه توجیه کوي

24 اکتوبر 2026
فاریاب کې د یوې ترافیکي پېښې له امله ۲۴ ښځې او ماشومان ټپیان شول
خبر

فاریاب کې د یوې ترافیکي پېښې له امله ۲۴ ښځې او ماشومان ټپیان شول

24 اکتوبر 2026
ملګري ملتونه: هر ښوونیز کال کابو ۳۹۷ زره افغان نجونې له زده کړو پاتې کېږي
خبر

ملګري ملتونه: هر ښوونیز کال کابو ۳۹۷ زره افغان نجونې له زده کړو پاتې کېږي

22 اکتوبر 2026
فایق: طالبانو د بشري حقونو مدافعین په ځانګړې توګه ښځې د خپل سرو نیونو او ربړونې له لارې په نښه کوي
خبر

فایق: طالبانو د بشري حقونو مدافعین په ځانګړې توګه ښځې د خپل سرو نیونو او ربړونې له لارې په نښه کوي

21 اکتوبر 2026
د استرالیا نیوساوت ولز ایالت پارلمان د هزاره ګانو نسل وژنه په رسمیت وپېژنده
خبر

د هزاره ګانو د نسل وژنې د بندولو او جبري کډه کولو د مخنیوي لپاره نړیواله غوښتنه پیل شوه

21 اکتوبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه