د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

حبیبه صالحي د پیسو بدل کې د طالبانو له زندان نه خوشې شوه

15 مې 2026
حبیبه صالحي د پیسو بدل کې د طالبانو له زندان نه خوشې شوه

حبیبه صالحي ته، هغه ځوانه ښځه چې څو ورځې وړاندې هرات کې د طالبانو له خوا نیول شوې وه، یوه نېږدې سرچینه وايي، هغه پرون د پیسو په بدل کې خوشې شوې ده.

رخشانه: دې سرچینې چې نه یې غوښتل هویت یې څرګند شي، نن (جمعه د غوايي ۲۵ مه) رخشانې رسنۍ ته ویلي، حبیبه تېره شپه اته بجې د هرات د قومي مخورو په منځګړیتوب، په دې ولایت کې د طالبانو د استخباراتو له زندان څخه خوشې شوه.

دې سرچینې زیاته کړې، د حبیبې کورنۍ د هغې د خوشي کېدو لپاره شاوخوا یو سل اتلس زره افغانۍ لګولې او په څو ځایونو کې یې طالب چارواکو ته پیسې ورکړې دي.

د سرچینې له قوله، طالب ځواکونو زندان کې له حبیبې سره ناسم چلند کړی او هغې یې ته یې توهین او سپکاوی کړی دی.

د سرچینې په وینا، دا ځوانه ښځه په ټولنیزو شبکو د فعالیت او د طالبانو د نظام پر ضد پوسټونو کولو له امله نیول شوې وه.

مېرمن صالحي چې د خبریالۍ مخینه لري د (چهارشنبې غوايي ۲۳ مه) سهار د هرات ښار د «نمبریک» سیمې څخه ونیول شوه. هغه واک ته د طالبانو تر رسېدو مخکې هرات کې د «دنیای نو» تلوېزیون د یوې خپرونې چلوونکې وه.

په دې اړه نور ولولئ...

ننګرهار کې دوه ماشومان د اوبو ذخیرې ته لوېدلي او مړه شوي

طالبانو تخار کې یوه ښځینه شاعره نیولې او زنداني کړې

مېرمن صالحي دوه اوونۍ وړاندې له ترکیې و هرات ته د خپلې کورنۍ لیدو ته راغلې وه.

دوه ورځې وړاندې د حبیبې صالحي تر نیول کېدو وروسته، د هغې خپلوانو د دې د موندلو لپاره هرات کې د طالبانو امنیتي ارګانونو ته مراجعه کړې وه، خو دې ډلې د هغې د نیولو څخه بې خبري ښودلې وه.

اړوندې لیکنې

طالبان: په ټولنیزو شبکو په ناسمو خبرونو باور کول «لویه ګناه» ده
خبر

طالبان: په ټولنیزو شبکو په ناسمو خبرونو باور کول «لویه ګناه» ده

1 اکتوبر 2026
د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه
خبر

د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه

1 اکتوبر 2026
د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله
خبر

د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله

30 سپتمبر 2026
ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل
خبر

ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل

30 سپتمبر 2026
د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه
خبر

د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه

29 سپتمبر 2026
ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي
خبر

ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي

29 سپتمبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه