د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

بامیانو کې طالبان: نجونې او هلکان د په جلا وختونو کې ښوونیزو مرکزونو ته لاړ شي

16 مې 2026
بامیانو کې طالبان: نجونې او هلکان د په جلا وختونو کې ښوونیزو مرکزونو ته لاړ شي

بامیانو کې سیمه ییزه سرچینې وايي، دې ولایت کې د طالبانو محلي ادارې د تازه پرېکړې له مخې، نجونو او هلکان باید په جلا وختونو کې د زده کړو مرکزونو ته ولاړ شي.

رخشانه: بامیانو کې لږ ترلږه دریو سرچینو رخشانې رسنۍ ته ویلي، دا محدودیت د تېرې اوونۍ د چهارشنبې له ورځې (د غوايي ۲۳ مې) راهیسې لګول شوی دی.

د ځايي سرچینو په وینا، بامیانو کې د طالبانو محلي ادارې ښوونیزو مرکزونو ته ویلي، له دې وروسته باید هلکان له غرمې مخکې او نجونې له ماسپښین وروسته ښوونیزو مرکزونو ته ورشي.

سرچینې زیاته کړې، د دې وخت بندۍ پر اساس هلکان یوازې د سهار له مخې، تر دولسو بجو او نجونې له یوې د مازیګر تر څلورو پورې ښوونیزو مرکزونو ته د ورتګ حق لري.

بامیانو کې د طالبانو د محلي ادارې د تازه پرېکړې له مخې، هېڅوک حق نه لري، چې له ټاکل شویو وختونو پرته ښوونیزو مرکزونو ته ولاړ شي.

طالبانو بامیانو کې د ژبې او نور زده کړو زده کوونکي هلکان او نجونې ګواښلي او ورته ویلي یې دي، که څوک له پرېکړې سرغړونه وکړي، وبه نیول شوي.
سرچینو رخشانې رسنۍ ته ویلي، طالبانو د تېرې اوونۍ د چهارشنبې او پنشنبې په ورځو د بامیانو مرکز کې ټول ښوونیز مرکزونه د دوه ورځو په مخه تړلي وو.

د طالبانو د ځايي ادارې له خوا د دې محدودیت لګول، بامیانو کې د زده کړو او ژبې د زده کوونکو د اندېښنې لامل شوي دي.

په ورته وخت یوې بلې خبرې سرچینې د هویت پټ ساتلو سره رخشانې رسنۍ ته ویلي، طالبانو کابو څلوېښت ورځې وړاندې د بامیانو مرکز ښار د «سرخ قول» سیمه کې د «ستارګان» په نوم د نجونو خصوصي ښوونځي تړلی دی.

د سرچینې په وینا، دا ښوونځی یوازې د «نجونو د زده کړې» په دلیل تړل شوی دی.

د رخشانې رسنۍ سرچینې ادعا کړې، چې د طالبانو معارف ریاست ښاري امر عبدالله جویا، بامیانو کې د خصوصي ښوونځیو د ټولنې له رییس سره، د ستارګان خصوصي ښوونځي د خلاصولو په بدل کې، د دې ښوونځي له مسوول څخه ۵۰ زره افغانۍ نغدې بډې اخیستې، خو تر اوسه دا ښوونځی تړلی دی.

په دې اړه نور ولولئ...

ریچارد لیندسي: د افغانستان د باثباته راتلونکې لپاره د ښخو د حقونو رعایت کول اړین دي

راتلونکی کال به افغانستان کې په شدیده خوارځواکۍ د اخته ماشوم شمېر ۱.۱ میلیون ته ورسېږي

تر اوسه بامیانو کې د طالبانو د ځايي ادارې چارواکو په دې اړه څه نه دي ویلي.

طالبانو په تېرو کابو پنځو کلونو کې سره له دې، چې د ښځو او نجونو په زده کړو او تحصیل یې سخت محدودیتونه لګولي، په وار وار یې ښوونیز مرکزونه، چې نجونې ورته د زده کړې په موخه مراجعه کوي تړلي دي.

اړوندې لیکنې

بسم الله تابان: افغان ښځو له نورو زیات د طالبانو له محدودیتونو زیان لیدلی
خبر

بسم الله تابان: افغان ښځو له نورو زیات د طالبانو له محدودیتونو زیان لیدلی

15 اکتوبر 2026
اروپايي ټولنه: پر ښځو د طالبانو محدودیتونه له دې ډلې سره د اړیکو عادي کولو خنډ دی
خبر

اروپايي ټولنه: پر ښځو د طالبانو محدودیتونه له دې ډلې سره د اړیکو عادي کولو خنډ دی

15 اکتوبر 2026
یوناما د طالبانو له لوري د بې حجابۍ په تور له ۵۰ د زیاتو ښځو نیول مستند کړي
خبر

یوناما د طالبانو له لوري د بې حجابۍ په تور له ۵۰ د زیاتو ښځو نیول مستند کړي

15 اکتوبر 2026
کندهار او پروان کې ترافیکي پېښو د یوې ښځې او دوه ماشومانو په ګډون ۱۱ تنه و وژل
خبر

کندهار او پروان کې ترافیکي پېښو د یوې ښځې او دوه ماشومانو په ګډون ۱۱ تنه و وژل

15 اکتوبر 2026
د استرالیا نیوساوت ولز ایالت پارلمان د هزاره ګانو نسل وژنه په رسمیت وپېژنده
خبر

د استرالیا نیوساوت ولز ایالت پارلمان د هزاره ګانو نسل وژنه په رسمیت وپېژنده

15 اکتوبر 2026
«ګابریلا هرسټ» برنډ او فیروزکوه بنسټ: د پاریس فېشن اوونۍ کې ګلدوزي شوې نمونه د هزاره ګانو اصلي هنر دی
خبر

«ګابریلا هرسټ» برنډ او فیروزکوه بنسټ: د پاریس فېشن اوونۍ کې ګلدوزي شوې نمونه د هزاره ګانو اصلي هنر دی

15 اکتوبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه