د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

د خوارځواکۍ بحران افغان میندې او ماشومان د له منځه تلو پولې ته رسولي

17 مې 2026
د خوارځواکۍ بحران افغان میندې او ماشومان د له منځه تلو پولې ته رسولي

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) افغانستان کې، د خوارځواکۍ بحران د شدت په اړه خبرداری ورکړی وايي، دې بحران میندې او ماشومان د له منځه تلو پولې ته رسولي دي.

رخشانه: دې بنسټ پرون شنبې (د غوايي ۲۶ مه) په یوه اعلامیه کې لیکلي، افغانستان په وروستیو کلونو کې د خوارځواکۍ له یوې لوړې کچې سره مخ دی او کابو پنځه میلیونه میندو او ماشومانو ترې زیان لیدلی دی.

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام زیاته کړې، له ګاونډیو هېوادونو د ګډوالو پراخې راستنېدنې او د بودیجې کمښت، افغانستان کې بشردوستانه فعالیتونه له توان وتلي خنډني کړي دي.

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام اجرائیوي مرستیال کارل اسکاو افغانستان ته د خپل سفر په پای کې ویلي «د خوړو نړیوال پروګرام میاشتې کېږي، چې [افغانستان کې] یې د خطر زنګ کړنګولی دی.»

هغه زیاته کړې: «دا اوونۍ مې له هغو په خوارځواکۍ اخته میندو او ماشومانو سره ولیدل، چې دوه ساعته سفر یې کړی وو، تر څو د خوړو نړیوال پروګرام تر ملاتړ لاندې د درملنې یوه مرکز ته ورسېږي، خو په دې دلیل، چې د خوړو وړاندې کولو لپاره مو بشپړه غذا نه درلوده، د هغوی له قبلولو مو ډډه وکړه.»
د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام اجرائیوي مرستیال زیاته کړې «ما له یوازې میندو او له هغه کورنیو سره چې نوزېږدي یې درلودل لیدنه وکړه، هغوی، خوړو، سرپناه، امنیت او بېړني ملاتړ ته اړتیا لري.»

دې بنسټ ویلي، روان کال شاوخوا ۵۰۰ زره نور کسان له پاکستان او ایران څخه افغانستان ته ستانه شوي، ډېری له دې کورنیو له سختو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.

په دې اړه نور ولولئ...

ننګرهار کې دوه ماشومان د اوبو ذخیرې ته لوېدلي او مړه شوي

طالبانو تخار کې یوه ښځینه شاعره نیولې او زنداني کړې

د خوړو نړیوال پروګرام خبرداری ورکړی، چې د بسپنه ورکوونکو له بېړنیو او چټکو بشردوستانه مرستو پرته، «نشو کولی [افغانستان کې] د میلیونونه میندو او ماشومانو لپاره د یو انساني ناورین د رامنځ ته کېدو مخنیوی وکړو.»

ملګرو ملتونو ویلي، په افغانستان کې د خپلو ژغورونکو عملیاتو د دوام لپاره په راتلونکو شپږو میاشتو کې ۳۵۰ میلیونه ډالر بودیجې ته اړتیا ده.

د خوړو نړیوال پروګرام وايي، پر دې بحرانونو سربېره، په افغانستان کې له بشري حقونو او د رسنیو له خپلواکۍ هم سرغړونې زیاتې شوې دي.

دې بسټ زیاته کړې، په افغانستان کې انساني وضعیت خرابېدل په داسې حال کې رامنځ ته کېږي، چې په دې هېواد کې د حقونو او مدني خپلواکیو په اړه پراخې اندېښنې شتون لري.

اړوندې لیکنې

طالبان: په ټولنیزو شبکو په ناسمو خبرونو باور کول «لویه ګناه» ده
خبر

طالبان: په ټولنیزو شبکو په ناسمو خبرونو باور کول «لویه ګناه» ده

1 اکتوبر 2026
د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه
خبر

د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه

1 اکتوبر 2026
د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله
خبر

د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله

30 سپتمبر 2026
ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل
خبر

ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل

30 سپتمبر 2026
د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه
خبر

د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه

29 سپتمبر 2026
ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي
خبر

ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي

29 سپتمبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه