د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

فراه کې یو هلک په «غیرقصدي» ډزو وژل شوی دی

18 مې 2026
فراه کې یو هلک په «غیرقصدي» ډزو وژل شوی دی

عکس: فرماندهی امنیه‌ی طالبان در فراه.

فراه کې د طالبانو امنیه قومانداني وايي، د دې ولایت فراه رود ولسوالۍ کې یو ماشوم هلک، د یوه بل هلک په «غیرقصدي» ډزو وژل شوی دی.

رخشانه: فراه کې د طالبانو امنیه قوماندانۍ نن (دوشنبې د غوايي ۲۸ مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دې هلک په یوه دوکان کې شاګردي کوله او د دوکان د خاوند هلک له خوا وژل شوی دی.

خبرپاڼه کې راوړل شوي، دا ماشوم ۱۴ کلن وو او عبدالحی نومېده.

د خبرپاڼې له مخې، دې ماشوم په یوه دوکان کې شاګردي کوله او د دوکان د خاوند د زوی له خوا د تومانچې په خطايي ډزو وژل شوی دی.

خبرپاڼه کې لیکل شوي: «د دوکان د څېښتن ماشوم زوی، د خپل پلار تومانچه اخیستې او په غیر قصدي ډول یې د هغه په لور ډزې کړې، چې په ترڅ کې یې عبدالحی په نښه شوی او د سختو ټپونو له امله ځای پر ځای ساه ورکړې.»

طالبانو ویلي، د دوکان د خاوند زوی د پېښې په تړاو نیول شوی او دوسیه یې د پلټنو لپاره د دې ډلې عدلي او قضايي ارګانونو ته سپارل شوې ده.

په دې اړه نور ولولئ...

تخار کې د یوه ماشوم هلک جسد موندل شوی دی

افغانستان کې د پولیو مثبتې پېښې ۳۶ مورده ته رسېدلې دي

دا په داسې حال کې ده، چې د تېرې اوونۍ د پنشنبې په ورځ بادغیس ولایت کې هم یو هلک په غیر قصدي ډزو وژل شوی وو.

اړوندې لیکنې

ایران کې یوه افغان وګړي خپله ۱۵ کلنه مېرمن وژلې ده
خبر

ایران کې یوه افغان وګړي خپله ۱۵ کلنه مېرمن وژلې ده

13 اکتوبر 2026
د هزاره ټولنې ځینو فعالانو غوښتني، چې د «مهر دسمال» ډیزان دې د یوه مهشور برانډ شرکت له خوا په رسمیت وپېژندل شي
خبر

د هزاره ټولنې ځینو فعالانو غوښتني، چې د «مهر دسمال» ډیزان دې د یوه مهشور برانډ شرکت له خوا په رسمیت وپېژندل شي

12 اکتوبر 2026
ربابه محمدي کاناډا کې د «کال غوره هنرمندې» جایزه وګټله
خبر

ربابه محمدي کاناډا کې د «کال غوره هنرمندې» جایزه وګټله

12 اکتوبر 2026
یونیسف: له هرو دو افغان نجونو یوه یې ۱۸ کلنۍ ته تر رسېدو وړاندې واده کوي
خبر

یونیسف: له هرو دو افغان نجونو یوه یې ۱۸ کلنۍ ته تر رسېدو وړاندې واده کوي

11 اکتوبر 2026
یونسکو: له وخته مخکې واده او امیندواري د نجونو د زده کړو په وړاندې لوی خنډ دی
خبر

یونسکو: له وخته مخکې واده او امیندواري د نجونو د زده کړو په وړاندې لوی خنډ دی

11 اکتوبر 2026
ملګري ملتونه: نړۍ کې له هرو ۸ نجونو یوې یې له ۱۸ کلنۍ وړاندې تجاوز یا جنسي تېری تجربه کړی
خبر

ملګري ملتونه: نړۍ کې له هرو ۸ نجونو یوې یې له ۱۸ کلنۍ وړاندې تجاوز یا جنسي تېری تجربه کړی

11 اکتوبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه