د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

د بحران نړیواله ډله: ډېری افغان مېرمنو وړو کارو بارونو ته مخه کړې

18 مې 2026
د بحران نړیواله ډله: ډېری افغان مېرمنو وړو کارو بارونو ته مخه کړې

انځور: رخشانې رسنۍ

د بحران نړیوالې ډلې (ICG) په یوه راپور کې لیکلي، افغانستان کې د ښځو په وړاندې د طالبانو له پراخو محدودیتونو سره سره، ډېری افغان مېرمنو وړو کاربارونو تر ډېره د کور کارونو ته مخه کړې.

رخشانه: دې بنسټ پرون ناوخته (یکشنبې د غوايي ۲۷ مه) خپل راپور د «بې ثباته ژوند کرښه؟ افغانستان کې د ښځو په مشرۍ کارو بار» تر سرلیک لاندې خپور کړی او به هغې کې یې د ښځو د کسب و کار په وړاندې په خنډونو رڼا اچولې ده.

په دې راپور کې راغلي، په دولتي ادارو، نړیوالو او داخلي بنسټونو کې د افغان ښځو د کار له مخنیوي وروسته، ډېری ښځې د کور په کارونو، لاسي صنایعو او خوراکي توکو په تولید کې فعالیت کوي.

راپور وايي، ډېری دا کارونه د ښځو له خوا له کوره تر سره کېږي او د هغوی محصولات بازارونو ته د نه لاسرسېدو له امله، د ټولنیزو شبکو له لارې او په انلاین ډول پلورل کېږي.

د بحران نړیوالې ډلې راپور زیاته کړې، د ۲۰۲۱ په اګست کې واک ته د طالبانو له بیا رسېدو وروسته، د ښځو لپاره د کار جوازونو ورکړه څلور برابره زیاته شوې او ډېری د دې کارو بارونو له رسمي جواز پرته تر سره کېږي.

دې ډلې په خپل راپور کې ټینګار کړی، چې د ښځو په ګرځېدو محدودیتونه، بازار او نندارتونونو او عمومي ځایونو ته د تګ پر مهال د شرعي محرم لرل، د دې کارو بار د مخینوي لامل شوي دي.

راپور کې ویل شوي، یو شمېر مېرمنې له سوداګریزه نندارتونونو، د ښځو لپاره د ځانګړو بازارونو او د نړیوالو بنسټونو له خوا په محدوده کچه د ملاتړو پروګرامونو له لارې توانېدلې، چې د خپل فعالیت لمن پراخه کړي.

د دې راپور له مخې، پانګې ته نه لاسرسی، د بانکي نظام کمزوري، د مسلکي زده کړو محدودیت او د نړیوالو مرستو کمېدل، په افغانستان کې د ښځو د کارو بار د ودې مخنوی کړی دی.

د بحران نړیواله ډله وايي، طالبان باید د نندارتونونو په جوړولو سره د ښځینه متشبثینو او سوداګرو مېرمنو ملاتړ وکړي، د دوی سوداګرۍ ته وده ورکړي او سوداګریزې شبکې یې پراخه کړي.

همدارنګه دې ډلې له انړیوالو بنسټونو او بسپنه ورکوونکو غوښتي، په افغانستان کې د ښځینه سوداګرو او کاروباریانو ته نغدې مرستې ورکړي روزنیزې لړۍ ورته پیل کړي او د هغوی له کاروباره ملاتړ وکړي.

طالبانو واک ته تر رسېدو وروسته، په هېواد کې د ښځو او نجونو پر حقونو او اساسي خپلواکیو سخت محدودیتونه لګولي دي.

په دې اړه نور ولولئ...

ننګرهار کې دوه ماشومان د اوبو ذخیرې ته لوېدلي او مړه شوي

طالبانو تخار کې یوه ښځینه شاعره نیولې او زنداني کړې

دې ډلې د نورو محدودیتونو سربېره، ښځې او نجونې په دولتي ادارو، نړیوالو او کورنیو بنسټونو کې له کار کولو راګرځولې او په هېواد کې د زرګونه ښځو د بېکارۍ لامل شوي دي.

په افغانستان کې ښځې یوازې د زده کړې او روغتیا په برخو کې په محدود ډول فعالیت لري. دې ډلې په دې دوه برخو کې هم د ښځو په کار محدودیتونه لګولي دي.

اړوندې لیکنې

طالبان: په ټولنیزو شبکو په ناسمو خبرونو باور کول «لویه ګناه» ده
خبر

طالبان: په ټولنیزو شبکو په ناسمو خبرونو باور کول «لویه ګناه» ده

1 اکتوبر 2026
د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه
خبر

د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه

1 اکتوبر 2026
د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله
خبر

د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله

30 سپتمبر 2026
ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل
خبر

ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل

30 سپتمبر 2026
د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه
خبر

د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه

29 سپتمبر 2026
ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي
خبر

ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي

29 سپتمبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه